ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپله هغه وعده پر ځای کوي چې وايي د نړیوال تروریزم د تمویل مالي شبکې به له منځه یوسي

د امریکا د مالیې وزارت نښان

د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر یا (OFAC) د سپتمبر په ۱۱مه نېټه، ۳۲ تنه کسان او ادارې، او څلور کښتۍ په نښه کړې او بندیزونه یې ورباندې وضع کړل.

دا د ایران له ملاتړه د برخمنې ډلې انصارالله پر ضد (چې د حوثي ډلې په نوم هم پېژندل کېږي) د دې وزارت د بندیزونو تر ټولو پراخ اقدامات ګڼل کېږي.

په نښه شوې شبکې د حوثي ډلې د نړيوال غير قانوني تمويل، قاچاق او د وسلو پيرودلو د عملياتو يوه برخه ده. په دې شبکو کې د حوثي ډلې اړوند شرکتونه، د دوی مالکین، او نور مهم عملیاتي غړي شامل دي چې په یمن، چین، متحده عربي اماراتو، او مارشل ټاپووزمو کې موقعیت لري.

د ترهګرۍ او مالي استخباراتو په چارو کې ددې وزارت مرستیال جان هرلي وویل:

"حوثيان لا هم د سره سمندرګي په سیمه کې د امریکا پرسونل او شتمنیو ته ګواښونه پېښوي، زموږ پر سیمه‌ییزو متحدینو باندې بریدونه کوي، او د ایران د رژيم سره په همغږۍ نړيوال سمندري امنیت له خطر سره مخ کوي."

د امریکا له خوا په نښه شوي کسان د حوثیانو سره مرسته کوي چې د پرمختللو نظامي تجهیزاتو، لکه بالیستیک او کروز توغندیو، او د بې‌پیلوټه الوتکو پرزې ترلاسه کړي.

دغه وسلې د امریکایي ځواکونو، متحدینو، او په سره سمندرګي کې د سوداګریزو کښتیو پر ضد کارول کېږي. دا بریدونه د ګڼ شمېر ملکیانو د مرګ ژوبلې سبب شوي، او د امریکا اقتصاد، د سیمې او نړۍ ثبات ته مستقیم ګواښ پېښوي.

حوثیان د تېلو او نورو توکو د واردولو له لارې چې د دوی تر کنټرول لاندې بندرونو څخه واردېږي، ډېرې پیسې ترلاسه کوي. هغوی همداراز د قاچاق پراخو عملیاتو ته مخه کړې او د خپلو مشرانو په استازیتوب د تورو پیسو د سپینولو له لارې شتمن کیږي.

د دې غیرقانوني فعالیتونو څخه ترلاسه شوي عاید د حوثي ډلې دپاره د وسلو د رسولو نړیواله شبکه تمویلوي، چې د تدارکاتو فعالینو، مخکښو شرکتونو، د اکمالاتي اسانتیاو برابرونکو، او مختلفو عرضه کونکو باندې تکیه کوي.

حوثيان د سوداګریزو عرضه کوونکو له خوا ترلاسه شوي توکي او نظامي وسایل د بې‌ګناه ملکیانو پر ضد کاروي، او سره سمندرګي کې د کښتیو ازاده تګ راتګ ګډوډوي.

ددې توکو په عرضه کونکو کې یو د "هوبي چیکا اندستریال کمپني" په نوم د کیمیاوي موادو عرضه کوونکی شرکت شامل دی چې په چین کې موقعیت لري. دې شرکت د حوثیانو د تدارکاتي فعالینو سره په همغږۍ د بالیستیک توغندیو، چاودېدونکو موادو او نورو پرمختللو وسلو د جوړولو لپاره زیاته اندازه کیمیاوي مواد یمن ته ورسوي.

بله یوه د "شنګژن شینګنان تریدنګ کمپنۍ" په نوم یوه چيني لوژستیکي کمپنۍ ده، چې برقي پرزې یې د بیا ځلي کارولو دپاره د حوثیانو جعلي شرکتونو ته لیږدولي.

همدارنګه د "شنګشي شوتونګ امپورت او اکسپورت ترید" په نوم شرکت هم یادولای شوچې په چین کې موقعیت لري، دغه شرکت د مالک -Ying Li- تر مشرۍ لاندې، سلګونه زره ټنه کیمیاوي مواد حوثیانو ته لیږلي، چې پکې هغه مواد هم شامل دي چې د بالیستیک توغندیو د انجنونو او چاودېدونکو توکو په جوړولو کې کارول کېږي.

متحده ایالتونه ژمن دي چې دا غیرقانوني تجارت ودروي.

د مالیې وزارت د ترهګرۍ او مالي استخباراتو د برخې معین، جان هرلي خبرداری ورکړ چې امریکا به "د هغو کسانو پر ضد تر ټولو زیات فشار ته دوام ورکړي چې د متحدو ایالتونو او د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي."