نړیوالې ټولنې په هیټي کې له څو لسیزو راهیسې له یوه بحران وروسته بل بحران لیدلی دی. بېلابېل نړیوال ماموریتونه راغلي او تللي، او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو هېوادونو له خوا په دې هېواد کې میلیاردونه ډالر لګول شوي دي.
خو د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا سفیر، مایک والټز، وايي چې له دغو هڅو سره سره وضعیت لا هم جدي دی.
هغه وویل: «موږ له داسې وضعیت سره مخ یو چې اوس وسلهوالو ډلو په هیټي کې کنټرول ترلاسه کړی دی. دوی پیاوړې شویدي، د هیټي حکومتي بنسټونه کمزوري شوي او عادي خلکو، نه یوازې په هیټي بلکې په ټوله سیمه کې، د دې وضعیت بیه پرې کړې ده.»
په همدې دلیل په هیټي کې د ملګرو ملتونو د نوي تګلارې پیل مهم بلل کېږي.
د ملګرو ملتونو په ملاتړ د وسلهوالو ډلو د ځپلو ځواک، چې د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۹۳ شمېرې پرېکړهلیک له مخې رامنځته شوی و، د فعالیت موده یې یو ځل بیا تمدید شوی دی.
دغه ځواک په هیټي کې د وسلهوالو ډلو پر وړاندې د مبارزې او د عامه امنیت د بېرته ټینګولو لپاره د نړیوالو پولیسو او پوځي ځواکونو له ماموریت سره مرسته کوي. دا ځواک د هیټي له ملي پولیسو او وسلهوالو ځواکونو سره په ګډه کار کوي.
سفیر والټز وايي، د دې هڅو لومړنۍ پایلې هم لیدل کېږي. هغه وویل: «د وسلهوالو ډلو د ځپلو دغه ځانګړي ځواک د دغو ډلو پر وړاندې په مستقیمه توګه مبارزه کوي. دوی سړکونه او سیمې له وسلهوالو پاکوي، هغه سیمې د هیټي د ملي پولیسو لپاره بېرته پرانیزي چې تر دې مخکې ورته د تګ اجازه نه وه، او هغه ناقانونه مرکزونه بندوي چې د وسلهوالو ډلو لپاره د عاید یوه سرچینه وه. همدا ناقانونه عاید د دوی د ترهګرۍ د دوام لپاره مالي امکانات برابروي.»
د سفیر والټز په وینا په دې نوي ماموریت کې څو مهم توپیرونه شته.
لومړی، دغه ځواک د قانون د پلي کولو واک لري او داسې سرتېري پکې شامل دي چې د وسلهوالو پر وړاندې د تعرضي عملیاتو اجازه لري.
د ټول ماموریت اصلي هدف دا دی چې په پای کې خپله د هیټي خلک وکولای شي د خپل امنیت او خپلې راتلونکې کنټرول بېرته ترلاسه کړي.
سفیر والټز ټینګار وکړ چې له همدې امله دغه ماموریت باید په یوه نه ختمېدونکي نړیوال ماموریت بدل نه شي.
بل مهم ټکی دا دی چې بېلابېل هېوادونه د دې ماموریت د پرسونل او امکاناتو د برابرولو مسوولیت له یو بل سره شریکوي.
د تېر کال په جریان کې، له ۱۷ زرو څخه زیاتو سرتېرو او پرسونل د ګډون ژمنه کړې ده، چې په ۵۵۰۰ منظور شویو بستونو کې به کار وکړي.
اوس مهال په هیټي کې له ۱۵۰۰ څخه زیات سرتېري حضور لري، او تمه ده چې په راتلونکو میاشتو کې نور ۴۰۰۰ سرتېري هم دغه هېواد ته واستول شي.
خو سفیر والټز خبرداری ورکوي چې دا یوازې د کار پیل دی. هغه وویل: «لا هم ډېر کار پاتې دی. وسلهوالې ډلې په اسانۍ سره له منځه نه ځي، او د سیمې پر خلکو د دوی وېره او تاوتریخوالی لا هم دوام لري.»
متحده ایالتونه باور لري چې ملګري ملتونه کولای شي په هیټي کې د وسلهوالو ډلو د ځپلو ځواک په څېر ماموریتونه په بریالیتوب سره ترسره کړي.
د هیټي خلک له تېرو کلونو راهیسې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، چې پکې زلزلې او توپانونه هم شامل دي.
سفیر والټز وویل: «موږ په ګډه کولای شو په خپله نیمهکره کې قدامت لرونکی دوهم جمهوریت بېرته د هغه هیواد خلکو ته وسپارو.»
هغه زیاته کړه چې د هیټي خلک کولای شي خپل سړکونه او خپل ژوند د خپلو کورنیو راتلونکی دپاره بېرته وګټي.