له اکوادور سره د متحده ایالتونو مخ پر ودې ملګرتیا

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د اکوادور له ولسمشر ډانیل نوبووا سره

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اکوادور ته د خپل وروستي سفر پر مهال له متحده ایالتونو سره د دغه هېواد ملګرتیا وستایله.

هغه وویل چې اکوادور «د امریکا د لویې وچې د ډال
(Shield of the Americas)
او د امریکا د نشه‌يي توکو د کارټلونو پر وړاندې ائتلاف
(Americas Counter Cartel Coalition)
کې یو مهم مشر دی. په حقیقت کې، دوی زموږ تر ټولو ښکېل او فعال شریک ګڼل کېږي.»

د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل چې اوس مهال د متحده ایالتونو او اکوادور ځانګړي ځواکونه په ګډه عملیات ترسره کوي، جنایي ډلې په نښه کوي، د نشه‌يي توکو شبکې له منځه وړي او مجرمین عدالت ته سپاري.

هغه ټینګار وکړ چې د نشه‌يي توکو دغه شبکې ترهګر سازمانونه دي او باید ورسره مقابله وشي او له منځه یووړل شي. د هغه په وینا، متحده ایالتونه او اکوادور دا کار په بیساري ډول په ګډه ترسره کوي.

وزیر روبیو د خپل سفر پر مهال د ۱۰ میلیون ډالرو یوې نوې طرحې اعلان وکړ چې موخه یې د سرو زرو د ناقانونه کان‌کیندنې، د ډلو لپاره د خلکو ګومارنې، ناقانونه مالي فعالیتونو، او د ځمکې او سمندر له لارې د نشه‌يي توکو د قاچاق پر وړاندې کلکه مبارزه ده.

د دې هڅو په ترڅ کې، متحده ایالتونه اکوادور ته د ۱۱۰ فوټو په اوږدوالي د سواحلو د ساتنې د ځواک یوه کښتۍ ورکوي، څو د اکوادور سمندري ځواک پیاوړی او د سمندرله لارې د نشه‌يي توکو د قاچاق، د وسلو د لېږد، ناقانونه کب‌نیونې او یو شمېر نورو جرمونو او ګواښونو د مخنیوي وړتیا یې لوړه شي. سربېره پر دې، متحده ایالتونه به د مخنیوي د چارو چټکې پنځه نورې کښتۍ هم ور انتقال کړي، چې په دې توګه به سږ کال د ورکړل شویو کښتیو ټول شمېر ۱۲ ته ورسېږي.

د اکوادور سمندري ځواک لا دمخه د متحده ایالتونو له خوا د ورکړل شویو کښتیو په کارولو سره ۲.۵ متریک ټنه کوکاین نیولي دي.

وزیر روبیو وویل: «دوی د خپل مسولیت خپله برخه ترسره کوي، او موږ به هم خپلې دندې ته دوام ورکړو.»
سربېره پر دې، متحده ایالتونو د ۱۵ بنسټونو او اشخاصو پر یوې شبکې بندیزونه لګولي او ۱۰ سوداګریزې کب‌نیونې کښتۍ یې د بندیز لاندې شتمنیو په توګه نومولي دي. دغه بنسټونه، اشخاص او کښتۍ د نورو فعالیتونو ترڅنګ د نشه‌يي توکو د قاچاق لپاره اسانتیاوې برابرولې.

وزیر روبیو همدارنګه اعلان وکړ چې د Tiburones» «Los په نوم یوه بله ډله، د بهرني ترهګر سازمان په توګه نومول شوې ده.

وزیر روبیو وویل: «دغه سازمانونه د وینو ‌تږي او له تاوتریخوالي ډک ترهګر سازمانونه دي، او موږ باید هرومرو د هغوی تعقیب ته دوام ورکوو.»

هغه زیاته کړه: «موږ باید هغه فاسد چارواکي هم په نښه کړو چې له دغو ترهګرو سره همکاري کوي او د هغوی سره په ګډه دسیسې جوړوي.»

امریکا د اکوادور د پخواني حکومت اووه پخواني غړي د ترهګرو سازمانونو څخه د رشوت منلو له امله تورن کړي دي.

د بهرنیو چارو وزیر روبیو ټینګار وکړ: «د هر حکومت تر ټولو مهم مکلفیت دا دی چې د خپلو خلکو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي او امنیت یې تامین کړي. د سوکالۍ او اقتصادي فرصتونو بنسټ پر همدې بنیاد جوړېږي.»

د بهرنیو چارو وزیر روبیو وویل د اکوادور اقتصاد د پام وړ وده کوي «خو د خلکو د ګټې لپاره کولای شي لا نوره چټکه وده هم وکړي.»

متحده ایالتونه له اکوادور سره د ګډ کار لپاره د فرصتونو په لټه کې دي، څو د دغه هېواد امنیت پیاوړی او اقتصادي سوکالي یې لا زیاته شي.