متحده ایالتونه د ایراني معترضینو د ځپنې پر طراحانو بندیزونه لګوي

د متحدوایالتونو د مالیې وزارت بندیزونه

په داسې حال کې چې د ایران خلک په زړورتیا سره سړکونو ته راوتلي دي څو د بنسټیزو ازادیو او اقتصادي امنیت غوښتنه وکړي، ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپله ژمنه پوره کوي او د ظالمانو پر وړاندې ورسره درېږي.

د جنورۍ په ۱۵مه، د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر یا (او-اف-اې-سي) د هغو کسانو پر ضد اقدام وکړ چې د ایران د رژیم له‌خوا پر سوله‌ییزو لاریون‌کوونکو د تاوتریخوالي او د هغوي د ځپنې اصلي طراحان دي.دغه دفتر همدارنګه د هغو پټو بانکي شبکو پر ضد اقدام وکړ چې د ایران اشرافو ته دا زمینه برابروي څو د هېواد د طبیعي سرچینو څخه ترلاسه شوي عواید غلا او په (مینځلو) سپین کړي.

د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ وویل: «د ولسمشر ټرمپ په لارښوونې د مالیې وزارت هغه مهم ایراني مشران تر بندیزونو لاندې راولي چې د ایران د خلکو په ظالمانه ځپلو کې ښکېل دي.»
هغه زیاته کړه: «د مالیې وزارت به هره وسیله وکاروي څو د رژیم د بشري حقونو د ظالمانه ځپلو تر شا ولاړ کسان په نښه کړي.»

د بندیزونو سره مخ په ایراني امنیتي چارواکو کې علي لاریجاني هم شامل دی چې د ملي امنیت د عالي شورا منشي دی. لاریجاني له هغو لومړنیو ایراني مشرانو څخه و چې د ایران د خلکو د مشروع غوښتنو پر وړاندې یې د تاوتریخوالي غوښتنه وکړه.

د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر همدارنګه ۱۸ تنه افراد او بنسټونه نومولي دي چې د ایران د تیلو او پټروکیمیاوي توکو د پلور په هغه بهیر کې مهم رول لوبوي چې وایی د تیلو دا عواید بهرنیو بازارونو ته په ناقانونه بڼه لېږي او تر مینځلو وروسته یې سپینوي.

دا کار د هغو پټو بانکي شبکو له لارې ترسره کېږي چې د بندیز لاندې ایراني مالي بنسټونه، لکه د هغه هیواد ملي بانک او ښاري بانک ورسره اړیکې لري.

د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر راهیسي په ایران کې د لاریونونو د پیل راهیسې، د ایران امنیتي ځواکونو پر مظاهره‌چیانو مخامخ ډزې کړې دي او د ایران خلک یې له ژوند او ازادۍ بې‌برخې کړي دي.

ان تر دې چې د ایلام ولایت په یوه روغتون کې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځینو عناصرو پر ټپیانو هم برید کړی، د روغتون په انګړ کې یې اوښکې بهوونکی ګاز او د بادي ټوپکونو فلزي پلیټونه وکارول او پر ناروغانو، د هغوی پر کورنیو او روغتیايي کارکوونکو یې بریدونه کړي دي.

هغه چارواکي چې دا بندیزونه ورباندې لګول شوي او همدارنګه د هغوی اړوند بنسټونه د زرګونو کسانو د وژنې او ټپي کېدو مسؤل ګڼل کیږي.

محمد رضا هاشمی‌فر د ایران د لورستان ولایت کې د اسلامپاله رژیم قومندان دی. نعمت‌الله باقري د لورستان ولایت لپاره د سپاه پاسداران قومندان دی. په لورستان ولایت کې ایراني امنیتي ځواکونو د ایراني ملکي وګړو پر وړاندې په کراتو ظالمانه اعمال ترسره کړل.

عزیزالله مالکي او یدالله بوالی په ترتیب سره د فارس ولایت لپاره د انتظامي ځواکونو او سپاه پاسداران قومندانان دي. په فارس ولایت کې امنیتي ځواکونو د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر له پیل راهیسې بې‌شمېره سوله‌ییز لاریون‌کوونکي وژلي دي، او د شیراز روغتونونه تر دې حده د ټپیانو څخه ډک شوي دي چې روغتیايي کارکونکي نور ډول ناروغان نه شي منلی. د وژل شویو کسانو کورنۍ دې ته اړې شوې دي چې د رژیم د روایتونو د ملاتړ لپاره په ملي تلویزیون کې دروغجن شهادت ورکړي، که نه نو د هغوی د عزیزانو مړي به هېڅکله ور ونه سپارل شي.

په ایران کې دا تاوتریخوالی، ظلم او ځپنه چې د ایراني رژیم په لاس ترسره کېږي، باید ودرېږي.
د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ وویل: «متحده ایالتونه د ازادۍ او عدالت د غوښتنې په برخه کې په ټینګه د ایران د خلکو په ملاتړ د هغوی تر څنګ ولاړ دي.»