امریکا د کیوبا د خلکو لپاره اضافي مرستې اعلان کړې

د کیوبا نقشه

د ټرمپ حکومت د کیوبا د خلکو لپاره د ۶ میلیون ډالرو اضافي مستقیمې مرستې اعلان کړی دی. د دې مرستې لومړی برخه چې ۳میلیون ډالر به وي، له هغې لارې ولېږدول شي چې له میامي څخه بسته‌بندي شوي توکي لېږدول کېږي او د سیمه‌ییزو کاتولیکو کلیساوو استازو په لاس به وویشل شي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي: «دا طریقه خورا اغېزمنه ثابته شوې ده څو ډاډ ترلاسه شي چې د کیوبا د ناکامه رژیم له خوا ددې ټاپو اړمنو خلکو ته د ځانګړې شوې مرستې په بهیر کې د لاسوهنې او یا هم د اړولو مخنیوی وشي.»

د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړ: « د لومړۍ مستقیمې بهرنۍ مرستې په څېردې ټول پدې ځان پوه کړي چې رژیم باید ددې ژوند ژغورونکې مرستې په رسولو کې هېڅ ډول لاسوهنه ونه کړي.»

امریکايي چارواکي د خپلو مرستو د هر ډول انحراف څارنه کوي، او رژیم به د هر ډول لاسوهنې په اړه متحده ایالتونو او خپلو خلکو ته ځواب ورکوونکی اوسي.

"امریکا د (Catholic Relief Services) او کاریتاس (Caritas) په نومومو د سیمه اییزو کلیساوګانو د دوامدارې همکارۍ څخه مننه کوي څو مرسته په سیمه کې خلکو ته ورسوي."

دا څرګندونې جیرمي لوېن، چې د بهرنیو مرستو، بشري چارو او مذهبي ازادۍ لپاره د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیال وزیر دی، په یوې وروستۍ غونډه کې وکړې.

«بې‌ له شکه چي کلیسا دلته ستر بار پرغاړه اخلي او لوی خطر مني. هغوی دي چې هره ورځ له رژیم سره مخامخ کېږي. همدوی وو چې له طوفان وروسته یې د امریکا مرستې ته هرکلی ووایه، او همدوی به پخپلو ساحو کې ډاډ ترلاسه کوي چې رژیم پکې لاسوهنه ونه کړي او مرسته اړمنو خلکو ته ورسېږي.»

سرپرست مرستیال وزیر ښاغلي لوېن وویل: «موږ تل ویلي چې رژیم ونشو کړای چی د غورې حکومتدارۍ سیستم یو اغېزمن نظام او فعاله اقتصادي وده رامنځته کړي چې پایلې یې هم له ډېرو کلونو راهیسې ټولو ته څرګندې دي. نو زموږ لپاره دا یو ویاړ دی چې دا مرسته وړاندې کوو. تر کومه چې زه پوهېږم، دا ښايي په وروستیو کلونو کې کیوبا ته د متحده ایالتونو تر ټولو لویه مستقیمه مرسته وي.»

امریکا چمتو ده چې د کیوبا خلکو ته لا زیاتې مستقیمې مرستې ورسوي.

سرپرست مرستیال وزیر لوېن وویل، فاسد رژیم یې یوازې باید اجازه ورکړي.
«البته، د تل په شان مشکل هم پخپله رژیم دی. هغوی نه غواړي ومني چې په کیوبا کې وضعیت خراب شوی دی، او نه غواړي موږ ته اجازه راکړي چې دا ژوند ژغورونکې مرسته وړاندې کړو. خو که د کیوبا رژیم لږعقل نه کار واخلي او چمتو شي چې موږ ته د لا زیاتو مرستو اجازه راکړي، موږ به خوشحاله شو چې له دې هم د لا زیاتې مرستې اعلان وکړو.»

سرپرست مرستیال وزیر لوېن وویل: « دلته زموږ یوازنۍ موخه دا ده چې د کیوبا له خلکو سره مرسته وکړو، هغه خلک چې هره ورځ د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په برابرولو کې له ستونزو سره مخ دي.»