امریکا د متحده عربي اماراتو پر ضد د ډرون بریدونه غندي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز

د مې په ۱۷مه نېټه د متحده عربي اماراتو پر خاورې د ډرون بریدونه وشول چې هدف یې د بارکه په نوم د اټومي برېښنا فابریکه وه. له نېکه مرغه، دې فابریکې ته کوم جدي زیان نه دی اوښتی. متحده عربي اماراتو راپور ورکړی چې دا ډرونونه له عراق څخه راغلي او احتمالاً د ایران د ملاتړو وسله‌والو ډلو له خوا توغول شوي دي.

د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا سفیر مایک والټز دا بریدونه د "ایران له خوا ډېر ناوړه او د نه منلو وړ اعمال" بللي دي.

هغه زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هڅې باید د ایران د کنټرول پر لور متمرکزې وي. د "حماسي غضب" عملیاتو د ایران نظام له یو سخت حالت سره مخ کړی دی. د امریکا د مالیې وزارت پخپلو بیړنیو بندیزونو سربیره چې مخکې هم موجود وو، نوي بندیزونه لګولي دي. د ایران اقتصاد سخت زیانمن شوی او مالي سرچینې یې کمې شوې دي. خو د سولې د لارو چارو پر ځای، د ایران پوځ لا هم خطرناک او بې‌احتیاطه بریدونه کوي، چې اوس د برېښنا پر ملکي زېربناوو هم ترسره کېږي او د اټومي وسلو هغه تګلارې ته دوام ورکوي چې نړۍ له خطر سره مخ کوي. موږ دا نه شو زغملای او نه به یې وزغمو.

متحده ایالتونه به د امنیت شورا او نورو غوره ډیپلوماټیکو فورمونو په چوکاټ کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي څو ایران خپل نړیوال مکلفیتونه ومني. موږ یو نوی پرېکړه لیک هم وړاندې کړی چې د کښتیو د تګ راتګ د آزادۍ او د اساسي اصولو د سرغړونو مخه ونیسي، هغه اصول چې د نړۍ اقتصاد ورباندې ولاړ دی.

دا برید یوازې د هغو خطرناکو او بې‌ثباته اعمالو وروستی مثال دی چې دا رژیم یې استازیتوب کوي. اوس ددې وخت را رسیدلی دی چې ټول هېوادونه دا چلند په ښکاره ډول وغندي.

دې رژیم له ۴۷ کلونو راهیسې د نړۍ سولې ته ګواښ پېښ کړی، له حوثیانو، حزب‌الله، حماس او په عراق کې له وسله‌والو ډلو څخه نیولې، تر منځني ختیځ او نورو سیمو پورې یې یوازې وینه بهولې او کړاو یې رامنځته کړی دی.

سفیر والټز له نورو غړو هېوادونو وغوښتل چې د ایران د ګواښ مخه ونیسي. هغه وویل: "موږ به د ایران کړنې غندو، او غوښتنه کوو چې بریدونه بند کړي. هیله لرم چې دا شورا اقدام وکړي. د مسخرې تر ټولو لویه خبره دا ده چې ایران د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوله، خو امریکا یې مخه ونیوله، او اوس له ناچارۍ او بې‌احتیاطۍ څخه د یو ګاونډي د سوله‌ییزې اټومي انرژۍ کارونه د وسلې په توګه کاروي."

هغه ټینګار وکړ چې امریکا به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې ایران اټومي وسله ترلاسه کړي.