د ملګرو ملتونو د مدیریت او اصلاحاتو لپاره د امریکا استازي، سفیر جیفري بارتوس، وویل چې متحده ایالتونه کولمبیا ته د سولهییزو او ډیموکراتیکو ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کولو مبارکي وایي.
هغه یادونه وکړه چې د جون د ۲۱مې د دویم پړاو په ټاکنو کې د ګډون کچه بېسارې وه او د رایې له شرایطو سره برابر ۴۱ میلیونو کسانو څخه ۶۳ سلنې خپلې رایې وکارولې.
متحدو ایالتونو همدارنګه منتخب ولسمشر ابلاردو دې لا اسپرییا ته د بریا مبارکي ورکړه.
سفیر بارتوس وویل، "موږ له هغه او د هغه له ټیم سره د ګډو لومړیتوبونو د پرمخ بیولو لپاره د همکارۍ هیله لرو چې پدې کې د ټولو کولمبیایانو د سولې او امنیت د ټینګښت له ملي هڅو دپاره ملاتړ هم شامل دی. "
که څه هم د ټاکنو ورځ په سولهییز ډول تېره شوه، خو د ټاکنیز بهیر په اوږدو کې سیاسي تاوتریخوالی او ګواښونه موجود وو، چې د سناتور میګیل اوریبې ترور هم پکې شامل و. سفیر بارتوس ټینګار وکړ چې په کولمبیا کې د خلکو د ډیموکراتیکې ارادې پر وړاندې سیاسي تاوتریخوالی او هر ډول لاسوهنه د منلو وړ نه ده.
هغه وویل، "هر هغه ګواښ چې د ډیموکراتیک بهیر یا د واک د سولهییز، د ټاکلي وخت او منظم لېږد مخه نیسي، د منلو وړ نه دی. "
متحده ایالتونه لا هم په کولمبیا کې د بېثباتۍ، تاوتریخوالي او د مخدره موادو د کر او تولید له پراختیا څخه ژوره اندېښنه لري.
د امریکا په وینا، هغه تاوتریخوالی او د مخدره موادو قاچاق چې د ترهګرو سازمانونو او ناقانونه وسلهوالو ډلو لهخوا ترسره کېږي، د کولمبیایانو او امریکایانو امنیت ګواښي.
د اپرېل له ۲۴مې تر ۲۶مې پورې، د کولمبیا د انقلابي وسلهوالو ځواکونو (FARC) بېلتونپالو ترهګرو پر ملکي وګړو د تاوتریخوالي څپه پیل کړه. دوی له لاسي چاودېدونکو توکو، موټر بمونو او بریدګرو بېپیلوټه الوتکو څخه کار واخیست چې پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۲۱ کسان یې ووژل شول. متحده ایالتونو دغه بریدونه وغندل.
سفیر بارتوس وویل، "د کوکا د کښت او د کوکایین د تولید له منځه وړل اړین دي، څو د ناقانونه وسلهوالو مخه ونیول شي او کولمبیا او سیمه پر ترهه ګرۍ ککړه نه کړي. "
هغه زیاته کړه چې متحده ایالتونه هغه ټول کسان غندي چې د مخدره موادو د قاچاق او ترهګرۍ له لارې سوله زیانمنوي او د دې لومړیتوبونو په برخه کې د لا اسپرییا له حکومت سره د نږدې همکارۍ هیله لري.
کولمبیا لا هم د وسلهوالو ډلو او ناقانونه اقتصادي فعالیتونو له پراخ حضور سره مخ ده. په دې ستونزو کې د تاوتریخوالي زیاتوالی، د خلکو جبري بندیز، ډلهییزه بېځایه کېدنه او جګړو ته د ماشومانو جبري جذب هم شامل دي.
سفیر بارتوس وویل، "د اوږدمهال امنیت د ټینګښت لپاره اړینه ده چې کولمبیا د جګړو په سیمو کې د دولت د حضور د پیاوړتیا لپاره سرچینې ځانګړې کړي. پدې کې پولیس، څارنوالان، قاضیان، بنسټیزې زېربناوې او د قانوني اقتصادي فرصتونو لپاره بازارونو ته لاسرسی هم شامل دي. "
هغه ټینګار وکړ چې متحده ایالتونه په کولمبیا کې سولې او عدالت ته ژمن دي او د کولمبیا له خلکو او بنسټونو سره یې اړیکې پیاوړې او دوامدارې دي.
سفیر بارتوس د کولمبیا له حکومت څخه وغوښتل چې د سولې د تړون د ژمنو، په ځانګړي ډول د امنیت او زېربناوو د پانګونې اړوند برخو، هر اړخیز او چټک عملي کار ته لومړیتوب ورکړي ځکه دا د مخدره توکو له ترهګرۍ او ناامنۍ سره د مبارزې د دایمي حل یوه مهمه برخه ده.