امریکا د حماس تمویلونکي په نښه کوي

متحده ایالتونه لا هم دیته ژمن دي چې د حماس د نړیوالو ملاتړو شبکو د له منځه وړلو او د هغو سرچینو د بندولو لپاره هڅې لا ګړندۍ کړي چې دغه ډله ورته د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره اړتیا لري.

د همدې موخې لپاره د امریکا د مالیې وزارت د حماس د پوځي څانګې یو غړی، په فرانسه کې مېشت دوه کسان او دوه اړوندې ادارې د حماس لپاره د مالي تمویل د برابرولو له امله تحریم کړي دي.

په تور لېست کې د دغو کسانو او ادارو د نومونو شاملول یوه پېچلې او څو کلنه مالي شبکه افشا کوي چې د خیریه بنسټونو په نوم د جعلي پوښښ او د کریپټوکرنسۍ له لارې یې حماس ته له ۲ میلیونو ډالرو څخه ډېره مالي زیرمه انتقال کړې ده. دا موضوع په ډاګه کوي چې دغه سازمان په دوامداره توګه د خپلو مالي سرچینو د راټولولو دپآره د لارو چارو د بدلولو وړتیا لري، څو له کشف او افشا کیدلو څخه ځان وژغوري.

د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسېنټ وویل: «د حماس په څېر ترهګریز سازمانونه پر پېچلو مالي اسانتیاو او په درغلۍ ککړو طرحو باندې تکیه کوي، چې موخه یې له خلکو څخه ناوړه استفاده ده څو لدې لارې خپل فعالیتونه تمویل کړي.»

دغه اقدامات د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اف بي آی) په مشرۍ د پراخو عملیاتو برخه دي چې موخه یې د حماس د تمویلي چارو د څو پروژو له منځه وړل دي، په ځانګړي ډول هغه پرژې چې په متحده ایالتونو کې فعالې دي. د مالیې وزارت له (اف بي آی)سره نږدې همکارۍ ته دوام ورکوي، څو د حماس له خوا له خیریه سکتور څخه د دوامدارې ناوړه استفادې چارې افشا او بندې کړای شي او د حماس د پټو مالي زېربناو مهمې برخې له منځه یوړل شي.

د مالیې وزارت به د حماس پر نړیوالې شبکې، چې د مالي چارو د اسانتیاو برابرونکي، فعالان او جعلي خیریه موسسې پکې شاملې دي او ترڅنګ یې ددغه سازمان له ترهګریزو فعالیتونو ملاتړ کوي، خپل اعظمي فشار ته دوام ورکړي.

په شاملو کسانو کې یو هم سلیم عبدالله سلیم الزق یادولای شو. هغه په غزه کې مېشت د حماس د پوځي څانګې د یوه کنډک مرستیال قوماندان دی او د یوې مالي شبکې څارنه کوي چې د بېلابېلو پیسو د لېږد کاروبار او د کریپټوکرنسۍ څخه یې د حماس د القسام لوا ته د پام وړ پیسې انتقال کړې دي. فوزي بریکا او امل ولید، چې له فرانسې څخه فعالیت کوي هم په دې لېست کې شامل شوي دي.

دوی هغه خیریه موسسې چلوي چې ظاهراً د غزې ملکي وګړو ته د بشري مرستو لپاره د پیسو راټولولو په هدف جوړې شوې دي. خو د امریکا د مالیې وزارت په وینا، دوی له الزق سره همکاري کوي، څو پیسې راټولې او په مستقیم ډول یې هغه ته انتقال کړي، او الزق بیا دغه پیسې حماس ته لېږدوي. بریکا، ولید او الزق د ۲۰۲۰ کال څخه تر ۲۰۲۶ کاله پورې د شپږو کلونو په موده کې، د حماس لپاره له ۲ میلیونو ډالرو څخه ډېرې پیسې راټولې کړې. له دې جملې څخه ۱.۵ میلیونه ډالر د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې وروسته، یعنې پر اسرائیلو د حماس له برید وروسته، راټولې شوېدي. بریکا او ولید د کریپټوکرنسۍ له لارې هم الزق ته سلګونه زره ډالر استولي دي.

بریکا له الزق سره په ګډه په فرانسه کې د «اسوسیشن برکه» په نوم اداره جوړه کړې وه. نوموړی له دې ادارې څخه د عامو خلکو د مرستو د راټولولو لپاره کار اخلي او دغه پیسې بیا الزق ته استول کېږي، څو حماس ته انتقال شي.

ولید په فرانسه کې د «انسامبلو سي میوز» په نوم اداره جوړه کړې ده. د«اسوسیشن برکه» په څېر، نوموړې هم لدې ادارې څخه د پیسو د راټولولو لپاره کار اخلي، څو الزق او حماس ته یې ولېږي.

د مالیې وزیر سکاټ بېسېنټ وویل چې د مالیې وزارت به «د هغو کسانو پېژندلو، منزوي کولو او پر هغوی د پایلو د پلي کولو» لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي چې حماس ته هغه مالي سرچینې برابروي چې دغه ډله د خپلې بقا لپاره ورته اړتیا لري.