د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) په عراق کې د ایران او د هغه د نیابتي ملیشو پر وړاندې اقتصادي فشارونه زیات کړي او هغه کسان او شرکتونه یې په نښه کړي چې د عراق د تیلو سکتور څخه ناوړه ګټه اخلي او د دغه هېواد امنیت ګډوډوي.
پدې اقدام کې د عراق د تیلو د وزیر مرستیال علي معارج البهدلي هم شامل دی چې د خپل مقام څخه ناوړه استفاده کوي څو د عراق تېل د ایران رژیم او د هغه د نیابتي ملیشو په ګټې وپلورل شي.
د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر همدارنګه د ایران د ملاتړو ترهګرو ډلو «کتائب سید الشهداء» او «عصائب اهل الحق» درې لوړپوړي مشران په نښه کړي دي.
متحده ایالتونه وایي چې د دغو ډلو او د ایران د ملاتړو نورو ملیشو لکه «کتائب حزبالله» سره به حساب کتاب دوام ولري ځکه دوی پرته له دې چې د عراق حاکمیت یا ډیموکراتیک بهیر ته درناوی وکړي، د امریکایي کارکوونکو، ملکي وګړو، ډیپلوماتیکو تاسیساتو او کاروبارونو پر ضد بریدونه ترسره کوي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکات بېسېنت وویل: "لکه یوه یاغي ډله، د ایران رژیم هغه سرچینې لوټوي چې په اصل کې د عراق د خلکو خپل حق ګڼل کیږي."
د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر دغه اقدامات د هغو اجراییوي فرمانونو پر بنسټ ترسره شوي څو د ایران د اقتصاد کلیدي سکتورونه، په ځانګړي ډول د تیلو سکتور، او همدارنګه ترهګریزې ډلې او د هغوی ملاتړ کوونکي په نښه شي.
«عصائب اهل الحق» ډله په ۲۰۲۰ کال کې د ځانګړو نړیوالو ترهګرو او بهرنیو ترهګرو سازمانونو په توګه نومول شوی وه او «کتائب سید الشهداء» په ۲۰۲۵ کال کې د بهرني ترهګریز سازمان په توګه پېژندل شو.
د عراق د تیلو د وزیر مرستیال علي معاریج البهدلي د هغو کسانو له ډلې بلل شوی چې د عراق د تېلو په غیرقانوني لېږد کې یې د اسانتیاو د برابرولو دپاره مهم رول لوبولی دی څو دا تېل د ایران سره تړلي مشهور قاچاقبر سلیم احمد سعید او د ایران ملاتړې ډلې عصائب اهل الحق ته ګټه ورسوي.
معارج کلونه کلونه له خپلو رسمي دندو څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده. هغه لومړی د عراق د پارلمان د نفتو او ګاز د کمېټې د مشر په توګه، او وروسته د نفت په وزارت کې د سعید، عصائب اهل الحق او په پراخ ډول د ایران د ګټې لپاره کار کړی دی.
د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر پر سعید باندې د ۲۰۲۵ په جون میاشت کې په دې تور یندیزونه ولګول چې هغه د شرکتونو یوه شبکه چلوي څو د بندیزونو څخه د تېښتې دپاره د ایران تېل د عراقي تېلو په نوم وپلوري. پدې شبکه کې د VS Oil Terminal FZE (VS Oil) په نوم شرکت هم شامل و.
د دې عملیاتو مهمه برخه دا وه چې سعید د عراقي چارواکو څخه جعلي اسناد ترلاسه کول څو د ځانګړې لاسرسی له لارې غیرقانوني تېل قانوني ښکاره کړي. هغه د دې کار لپاره مفسدو چارواکو ته رشوت ورکاوه. رپوټونه دا په ډاګه کوي چې معارج یې هم په خپل رسمي موقف ټاکلی و.
د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکات بېسېنت خبرداری ورکړی: " پداسې حال کې چې د ایران پوځ د عراق تېل د امریکا او زموږ د شریکانو پر ضد د ترهګرۍ د تمویل لپاره کاروي، د مالیې وزارت به پدې برخه کې بې اعتنا پاتې نشي."