د امریکا له خوا د هرمز د تنګي دپاره د (ازادۍ پروژه)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "ازادۍ پروژې" د پیل اعلان وکړ. دا داسې عملیات دي چې هدف یې د شاوخوا ۲۳ زره هغو ملکي وګړو ژغورل دي، چې د ایران د رژیم له خوا د ۸۷ بېلابېلو هېوادونو څخه د فارس په خلیج کې بند پاتې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سپینې ماڼۍ په یوه خبري ناسته کې وویل: "له دوو میاشتو ډېر وخت کېږي چې دا بې ګناه سمندري کارکوونکي او د سوداګریزو چارو عمله پر سمندر کې ایسار پاتې دي"، چې دا د ایران په لاس د هرمز پر تنګي د لګول شوي بندیز نتیجه ده.

پدې بېړیو کې خواړه، څښاک وړ اوبه او اړینه توکي د خلاصېدوپه حال کې دي.

زیات شمیر هېوادونو له امریکا غوښتي چې د دوی بېړۍ آزادې کړي او په هرمز تنګي کې د تګ راتګ ازادي بېرته تأمین کړي. ولسمشر ټرمپ دې غوښتنې ته ځواب ویلی او د امریکا پوځ ته یې امر کړی چې دا بندې پاتې بېړۍ خوندي ځایونو ته ورسوي.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ټینګار وکړ: "دا دفاعي عملیات دی.” هغه زیاته کړه: “تر هغو به ډزې ونه شي، څو څوک پر موږ لومړی ډزې ونه کړي."

د نړۍ شاوخوا څلورمه برخه د تېلو سوداګري، سربېره پر دې د سون توکي او زیاته اندازه سره د هرمز له تنګي تېرېږي، چې د اوبو یوه نړیواله لاره ده. خو ایران لا هم ګواښ کوي چې پدې تنګي کې د ماینونو په ايښودلو به هغو بیړیو مخنیوی وکړي چې له دې لارې تېرېږي.

روبیو وویل: "دا په بشپړه توګه ناقانونه، نامشروع او د منلو وړ نه دي." او زیاته یې کړه: "له همدې امله د امریکا پوځ سوداګریزې بېړۍ په خوندي ډول له تنګي تېروي او هڅه کوي د تګ راتګ ازادي بېرته تامین کړي او د نړیوال اقتصاد د یرغمل نیولو دا هڅې ودروي."

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اعلان وکړ چې د امریکا په بیرغونو سمبال څو سوداګریزې بېړۍ د دې پروژې په لومړیو پړاوونو کې له هرمز تنګي څخه په بریالیتوب تېرې شوې او اوس په خوندي ډول پر خپل مسیر روانې دي.

د امریکا پوځ اړین امکانات ځای پر ځای کوي څو د سوداګریزو بېړیو پر سر دا دفاعي چتر وغځوي.
هغه زیاته کړه چې ګڼ شمېر ایرانۍ چټکې کښتۍ، چې د امریکا د پوځ خبرداری یې له پامه غورځولی و، لا دمخه له منځه وړل شوې دي.

په ورته وخت کې، د "اقتصادي غضب" عملیات هم روان دي، چې هدف یې پر ایران د اعظمي فشار راوستل دي. په ایران کې انفلاسیون ۷۰ سلنې ته رسېدلی او اسعار یې په چټکۍ سره ارزښت له لاسه ورکوي، ځکه چې د امریکا بندیزونه نور هم په سخته بڼه پلي کېږي.

یوازې دا بندیزونه ایران ته هره ورځ تر ۵۰۰ میلیونه ډالرو پورې تاوان رسوي. د ایران د ټولې سوداګرۍ بهیر ۹۰ سلنه درېدلې چې د ایران د تېلو د څاه ګانو په تړل کیدو د ایران د تېلو زیربناوو ته دایمي زیان اړول شوی.

امریکا ټول کنټرول په لاس کې لري. هره ورځ چې دا شخړه دوام کوي، د ایران پر وړاندې د امریکا نفوذ زیاتېږي او د ایران دریځ نور هم کمزوری کېږي، په ځانګړي ډول کله چې دا بندیزونه او محاصره یوځای اغېز وکړي.

نو اوس د ایران لپاره وخت رارسېدلی چې سوله وټاکي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل: "بدیل یې لا زیاته انزوا، اقتصادي رکود او په پای کې بشپړه ماتې ده. زه پوهېږم چې د ایران لپاره سمه پرېکړه څه ده. هیله لرم چې هلته پرېکړه کوونکي به سمه لاره غوره کړي."