متحده ایالتونه د انرژۍ او حیاتي منرالونو د خوندي کولو د لارې مخکښ دی

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایت

متحده ایالتونو د مهمو منرالونو، انرژۍ او طبیعي سرچینو د خوندي کولو په برخه کې مخکښ رول لري. د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایت د ملګرو ملتونو د ملي امنیت د شورا په غونډه کې وویل: «دا یوازې اقتصادي موضوع نه بلکې د سوکالۍ او سولې لپاره بنسټیزه مسله ده.»

«موږ ته لږه نه، بلکې زیاته انرژي پکار ده، او همدا اوس ورته اړتیا لرو. پرته له ارزانې، باوري او خوندي انرژۍ څخه هېڅ شی سم کار نه کوي. انرژي ژوند دی. همدا انرژي ده چې موږ پرې خپل اقتصاد ته وده ورکوو؛ همدا د نوښت، د ورځني ژوند د پرمخ وړلو او د خپلو هېوادونو د خوندي ساتلو یوه وسیله ده. انرژي ثبات، سیالي او د غوره راتلونکي فرصتونه برابروي.»

د انرژۍ وزیرښاغلي رایټ وویل چې په وروستیو کلونو کې ګڼو حکومتونو داسې سختې اقلیمي پالیسۍ غوره کړې دي چې عملي نه دي. هغه خبرداری ورکړ: « انرژۍ پورې تړلي هغه خیالونه چې د اقلیم په ځینو پالیسیو کې نغښتي دي، د نړۍ د هېوادونو او خلکو لپاره ریښتیني او مخ پر زیاتېدونکي ګواښونه رامنځته کوي.»

نن ورځ یوازې شاوخوا یو میلیارد خلک د عصري نړۍ له ګټو برخمن دي، خو اووه میلیارده نور خلک غواړي دې عصري نړۍ ته ورسېږي.

ښاغلي رایټ وویل: «له دې ځایه تر هغې نړۍ پورې یوازینۍ لاره دا ده چې په پراخه کچه لا زیاته انرژي تولید شي.»

هغه زیاته کړه: «د انرژۍ امنیت، ملي امنیت دی.»

«هغو هېوادونو چې د انرژۍ عرضه کول یې محدود کړي، په پای کې یې خپله تکیه د خپلو پولو څخه هاخوا پر غیرو سرچینو زیاته کړې ده، او د انرژۍ- خپل لوړ صنعتونه یې هم له خپلو پولو بهر انتقال کړي دي. موږ ولیدل چې څلور کاله مخکې څه پېښ شول کله چې زموږ اروپايي ملګري د انرژۍ د کمښت له ستونزو سره مخ شول، ځکه هغوی ډېر د روسیې پر تیلو او ګازو باندې تکیه کوله.»

انرژي دومره مهمه ده چې پکې تېروتنه نه شي کېدای، او همداسې د مهمو منرالونو موضوع هم شامله ده. له همدې امله د امریکا او د هغې د متحدینو د امنیتي ګټو لپاره اړینه ده چې د خپل اقتصاد او ملي امنیت لپاره یوازې د یوه واحد هېواد پر اړینو موادو له ډېرې اتکا ډډه وکړي.

د مهمو منرالونو او انرژۍ د کافي عرضه کولو تضمین په مستقیم ډول د جګړو د مخنیوي او د داسې یوې نړۍ جوړولو سره تړاو لري چې هېوادونه پکې یو له بل سره همکاري وکړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د انرژۍ وزیر کریس رایټ وویل: «انرژي او مهم منرالونه زموږ د اقتصاد هر سکتور پرمخ وړي او زموږ د ژوند هر اړخ ورباندې ولاړ دی. له همدې امله باید د عرضې لارې او ځنځیرونه لا پیاوړي شي.»

«متحده ایالتونه او زموږ متحدین سخت کار کوي څو سمندري لارې پرانستي وساتي او مهمې سوداګریزې لارې د پانامه کانال نه نیولې تر سرې بحیرې پورې خوندي او فعالې وساتل شي ځکه نړۍ د انرژۍ، منرالونو او توکو پر ازاد تګ راتګ ولاړه ده چې زموږ اقتصادونه ځواکمنوي او زموږ هېوادونه خوندي کوي.»

لکه څنګه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د امریکا بهرنۍ پالیسي دوه اساسي موخې لري: په کور دننه سوکالي او بهر کې د سولې تضمین.

د انرژۍ وزیر ښاغلي رایټ ټینګار وکړ: «موږ له هغو ټولو هېوادونو سره کلک درېږو چې غواړي سوله، ازادي، ډیموکراسي او اقتصادي سوکالي پیاوړې کړي.»

هغه وویل: «موږ له هر هېواد څخه غواړو چې له موږ او زموږ له متحدینو سره یوځای شي، څو د نړۍ د انرژۍ او طبیعي سرچینو عرضه کول په خوندي، باوري او ارزانه طریقه وساتل شي، څو زموږ ګډه سوکالي د بد نیتو سیالانو د ګواښ سره مخ نه شي.»