د امریکا مالیي وزارت د اکتوبر پر اتمه د "اقتصادي انزوا د عملیاتو" په چوکاټ کې اعلان وکړ چې د ایران په نامه د "بېړیو د شبکې" د پاتې برخې په وړاندې اقدامات کوي.
دا د تیل لېږدوونکو زړو بېړیو هغه شبکه ده چې د ایران حکومت پرې تکیه کوي، څو د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د تیلو محصولات بهرنیو بازارونو ته انتقال کړي.
د امریکا د مالیې وزارت وايي، دغه اقدام به په اغېزناکه توګه د ایران په نامه د بېړیو د شبکې لویه برخه له فعالیت څخه وغورځوي.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسېنټ وویل: «د مالیې وزارت په تهران کې د ظالم رژیم هغه مالي سرچینې وچوي چې په سیمه کې د جګړې لپاره ترې ګټه اخیستل کیږي او موږ به د هغو کسانو افشا کولو ته دوام ورکړو چې د دغه رژیم د تېلو له پلور سره مرسته کوي.»
د ایران حکومت د امریکا د پوځ د سمندري بریالۍ محاصرې، له کرښې بهر د ایران د تېلو د لېږد د کمېدو او د اقتصادي انزوا د عملیاتو له لارې د ایران پر بېلابېلو اقتصادي سکتورونو د فشار د زیاتولو په پایله کې، د خپل کمزوري اقتصاد د باثباته کولو لپاره زیاتې لارې چارې په لاس کې نه لري.
د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) د ایران په نامه د هغو پاتې بېړیو پر وړاندې اقدامات کوي چې د ایراني نفتو او پتروکیمیاوي محصولاتو په لېږدولو سره لا هم د امریکا له بندیزونو څخه د خلاصون هڅه کوي.
دغه بېړۍ په څه باندې لسګونو بېلابېلو قضايي حوزو کې ثبت شوې دي او د نړیوالو منځګړو شرکتونو د یوې پېچلې شبکې له خوا اداره کېږي. دا موضوع د ایران د ناقانونه سمندري انتقال د شبکې نړیواله کچه او هغه پیچلې موضوع په ډاګه کوي چې د ایران حکومت کوښښ کوي چې لدې لارې له بندیزونو څخه د خلاصون دپاره دا فعالیتونه پټ وساتي.
د دغو سمندري لارو او د هغوی تر شا د شرکتونو په له منځه وړلو سره، د امریکا د مالیې وزارت هغه مهمې لارې بندوي چې د ایران حکومت له اوږدې مودې راهیسې د امریکا د بندیزونو څخه په اسانۍ د خلاصون دپاره، د خپل پتروکیمیاوي سکتور د تمویل او ددې سرچینو د لېږد دپاره هغه ډلې کارولي چې تل په نړۍ او سیمه کې بي ثباتي رامنځته کوي.
د امریکا د مالیې وزارت وايي دا ځکه چې دغه ناقانونه سمندري شبکه په دوامداره توګه بدلېږي او بېړۍ په منظم ډول دې شبکې ته داخلېږي او ترې وځي، نو وزارت به د بندیزونو څخه د خلاصون او مخنیوي هره هڅه څاري، تشخیص کوي به یې او مخنیوی به یې کوي.
د امریکا د مالیي وزیر سکاټ بېسېنټ د ۲۰۲۶ کال د اګست پر ۲۴مه اعلان کړی و چې د "اقتصادي ډي-ډې" په نوم د « اقتصادي انزوا دپاره عملیات د ایران د حکومت د تمویل پاتې اقتصادي لارې پرې کوي.
د امریکا د مالیې وزارت ویلي چې د ایران هغه شبکې، او د اقتصادي چارو دپاره یې د اسانتیاو برابروونکي او د چلولو دپاره یې مالي لارې په نښه کړې دي چې د نفتو د قاچاق، له بندیزونو څخه د خلاصون او د ترهګرۍ د تمویل لپاره کارول کېږي.
دغه وزارت د امریکا د حکومت له بېلابېلو ادارو، اروپايي ټولنې، بریتانیا، د خلیج له شریکانو او نورو همکارانو سره په ګډه هڅه کوي چې د ایران د حکومت د ناقانونه عوایدو هره سرچینه او د پیسو د لېږد هغه لارې په نښه کړي چې د بندیزونو څخه د خلاصون لپاره کارول کېږي.
د "اقتصادي انزوا عملیات" د هغو کسانو لپاره د بندیزونو خطرونه په پراخه کچه زیاتوي چې له ایران سره سوداګریزو اړیکو ته دوام ورکوي.
د امریکا د مالیي وزارت خبرداری ورکړی چې هر هغه بنسټ چې د ایران په استازیتوب د پیسو مینځلو یا له بندیزونو څخه د خلاصون اسانتیا برابروي، له امریکايي مالي نظام څخه د محرومېدو خطر سره مخ دي.
دغه عملیات له ایراني حکومت سره د سوداګرۍ د دوام له کبله د غیر امریکايي شرکتونو په وړاندې هم د بندیزونو خطر زیاتوي او تمه ده چې د امریکا د بندیزونو د پلي کولو بهیر چټک کړي.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسېنټ خبرداری ورکړ: "د ایران له بندیزونو څخه د خلاصون دپاره هېڅ مرسته کوونکی د مالیي وزارت د صلاحیتونو او بشپړ ځواک او اقداماتو څخه خوندي نشي پاتې کیدای."