امریکا پر سویلي سوډان د سولې د ټینګښت لپاره فشار زیاتوي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالتونو استازی مایک والتز

د سویلي سوډان انتقالي حکومت لا هم د سولې د هغه تړون د پلي کېدو مخه نیسي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لومړۍ دورې پر مهال لاسلیک شوی و، او هېواد یې د بیا بشپړې جګړې له خطر سره مخ کړی دی.

یو شمېر معتبرې څېړنیزې ادارې رپوټ ورکوي چې د مفسدو چارواکو او ځینو بنسټونو په ګډون د "کرافورډ کپېټل لمیټډ" په نوم د سویلي سوډان له دولتي خزانې او د بهرنیو مرستو له هغو پیسو څخه چې د خلکو د ملاتړ لپاره ځانګړې شوې وې، میلیونونه ډالره اختلاس شوی دي.

د سویلي سوډان د خلکو ساتندوی ځواکونه، چې د ولسمشر سالوا کییر تر کنټرول لاندې دي، په شمالي جونګلي ایالت کې پوځي عملیات ترسره کړي، چې له امله یې شاوخوا ۳۰۰ زره کسان بې‌ځایه شوي او د هېواد په لویو برخو کې د قحطۍ د رامنځته کېدو خطر زیات شوی دی. همداراز د بشري حقونو د سرغړونو او د نُوېر قوم پر ضد د قومي تاوتریخوالي ډاډمن رپوټونه هم خپاره شوي دي.

له همدې امله د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سویلي سوډان د انتقالي حکومت د ځینو غړو پر ویزو بندیزونه لګوي.

ولسمشر ټرمپ ویلي چې متحده ایالتونه به د ملګرو ملتونو له لارې د سویلي سوډان د سولې ملاتړ ته دوام ورکړي. په ملګرو ملتونو کې، د امریکا استازي مایک والټز ویلي چې واشنګټن غواړي د سویلي سوډان لپاره د ملګرو ملتونو د سولې ماموریت خپل اساسي موخې ته بېرته ستون کړي یعنې د سولې او ملکي وګړو ساتنه، د بشري مرستو د لاسرسي ملاتړ او د امنیت شورا ته د دقیق رپوټ ورکول پکې شامل دي.

د امریکا په باور د ولسمشر کییر اقدامات په داسې حال کې چې د مرستو په هڅو کې خنډ رامنځته کوي، د نړیوالو مرستو څخه ناوړه ګټه اخلي او هېواد د پرمختګ پر ځای شاتګ کوي.

د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر څخه تر ۲۰۲۶ کال مارچ پورې، د ملګرو ملتونو ماموریت رپوټ وایي چې له ۴۸۰ څخه زیات ځلې سوله ساتونکي ځواکونه له خنډونو سره مخ شوي، بشري مرستې ته لاسرسی بند شوی، د بیرته ستنولو الوتنې درول شوې، ځینې اډې تړل شوې، او په میلیونونو ډالر ضایع شوي دي.

د لومړي ځل لپاره په کلونو کې د امنیت شورا هڅه کوي چې د د سویلي سوډان لپاره د ملګرو ملتونو د سولې ماموریت بهیر ساده کړي څو یوازې پر اساسي امنیتي او سوله‌ییزو دندو تمرکز وشي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور له مخې، په سویلي سوډان کې د انتخاباتو چمتووالی لا هم یا ډېر محدود دی او یا هم پّ ځینو برخو کې هیڅ شتون نلري. د امریکا په وینا، رښتیني ټاکنې یوازې هغه وخت ممکنې دي چې د ۲۰۱۸ کال د سولې تړون ټول پاتې موارد عملي شي.

امریکايي استازي مایک والټز ویلي: "که انتقالي حکومت رښتیا غواړي ازادې او عادلانه ټاکنې ترسره کړي، نو باید لومړی د تړون د ټولو اړخونو ترمنځ واقعي خبرې بیا پیل کړي. او دا خبرې تر هغې ممکنې نه دي چې د ګوند د دویم مشر په ګډون مهم مشران بنديان وي، او زیات شمیر چې اوس نیول شوي تر محاکمې لاندې دی."

هغه خبرداری ورکړی چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د امریکا ملاتړ به پدې پورې تړلی وي چې د سویلي سوډان مشران خپل ملي منابع د ملي ټاکنو، عامه خدماتو او د حکومتي معاشونو لپاره وکاروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټامي پیګټ ویلي: "متحده ایالتونه به د سویلي سوډان د خلکو ترڅنګ ودرېږي چې غواړي په سوله او عزت کې ژوند وکړي. موږ به ټول وسایل وکاروو څو د انتقالي حکومت غړي او نور کسان چې د خلکو له پیسو غلا کوي او سوله ګواښي، افشا او حساب ورکولو ته اړ کړو."