د ایران د انرژۍ د قاچاقي شبکو د ځپلو لپاره د امریکا بندیزونه

د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت

متحده ایالتونه د ایران هغه هڅې لا هم ګډوډوي چې د امریکا له بندیزونو څخه د تېښتې او د بې‌ثباته کولو په موخه د خپلو فعالیتونو د تمویل لپاره یې کوي.

د امریکا د مالیې وزارت تازه د هغو اشخاصو، بنسټونو او بېړیو یوه شبکه د بندیزونو په لست کې وراضافه کړل چې د سلهاو میلیون ډالرو په ارزښت یې د ایران د مایع پټرولیم ګاز (LPG) صادرات جنوبي او ختیځې اسیا ته د عماني پترولیم په نوم لېږدول.

یادې شبکې په متحده عربي اماراتو او چین کې د ځینو شرکتونو، بهرنیو بانکي حسابونو او د ایران د پټو بېړیو له شبکې څخه کار اخیسته ترڅو د ایران میلیونونه بېرله LPG مایع پترولیم انتقال کړي، ایراني اصلیت یې پټ وساتي او د امریکا له بندیزونو ځان وژغوري.

د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) د "مهرداد ګرامیان نیک او شریکانو" په نوم شرکت او د هغه د رهبرۍ پر ضد هم اقدام وکړ. ویل کېږي چې دغو کسانو د ایراني بانکونو په استازیتوب سلګونه میلیونه ډالر بهرني اسعار انتقال کړي دي.

د مالیې وزارت د ایران د صرافۍ او مالي منځګړو د شبکو د له منځه وړلو لپاره هم ګامونه پورته کړي، چې پکې "رادین اکسچېنج"، "ارز ایران اکسچېنج"، "اوپال اکسچېنج" او "امین اکسچېنج" شامل دي. وروستي بندیزونه د ایران د رژیم هغه عوایدو ته لا زیات محدودیتونه ایجادوي چې د وسلو د پراختیا، د ترهګرو نیابتي ډلو د ملاتړ او د رژیم د نږدې کسانو د لا شتمنولو لپاره کارول کېږي. دا په داسې حال کې ده چې په همدې ترڅ کې د ایران خلک زیان ویني.

د امریکا د مالیې وزارت د ایران پر وړاندې د اعظمي فشار تګلاره تعقیبوي او هغه وړتیا یې په نښه کوي چې پیسې تولید، انتقال او بېرته هېواد ته انتقال کړي. متحده ایالتونه د لسګونو میلیاردونو ډالرو عوایدو ته خنډ رامنځته کړی چې په یو یا بل ډول د ایران رژیم او د هغه متحدو ډلو ته رسیدلې.

په دغو اقداماتو کې هغه ګامونه هم شامل دي چې د رژیم له شبکو سره تړلې نږدې نیم میلیارد ډالره کریپټو اسعار یې کنګل کړي دي.

سربېره پر دې، د مالیې وزارت د تهران د نړیوالو پټو بانکي شبکو پر ضد اقدامات کړي دي او د هغو شبکو نومونه یې د بندیزونو په لېست کې شامل کړي چې ایران ته وسلې او نور پوځي تجهیزات رسوي.

پدې برسیره یې پر یوه عراقي فاسد چارواکی بندیز لګولی چې په عراق کې یې د ایران پلوه ملیشو سره د تېلو د پلور په اسانتیا کې مرسته کړې، د ایران د ترهګرو نیابتي ډلو پر ضد یې ګڼ اقدامات کړي او هغه بېړۍ، شرکتونه او نور بنسټونه یې په نښه کړي چې د ایران ناقانونه د تېلو صنعت ته دوام ورکوي.

د بندیزونو ددې فشار له لارې، متحده ایالتونه په مستقیم ډول د رژیم د عوایدو اصلي سرچینه په نښه کوي.
هر شخص یا بېړۍ چې د تېلو یا نورو توکو په ناقانونه سوداګرۍ کې مرسته کوي، که د پټو سوداګریزو یا مالي لارو وي یا نورې چارې نو د امریکا د بندیزونو له خطر سره مخامخ کېدای شي.

د مالیې وزارت به د بندیزونو د تېښتې دودیزې لارې او د ډیجیټلي شتمنیو ناوړه استفاده دواړه په نښه کوي او همدارنګه به هغه شتمنۍ کنګلوي چې د ایران له خلکو څخه غلا شوې دي. امریکا چمتو ده چې د هوايي شرکتونو په ګډون د هر هغه بهرني شرکت پر ضد هم اقدام وکړي چې د ایران له ناقانونه سوداګرۍ سره مرسته کوي. امریکا به پر هغو بهرنیو مالي بنسټونو ثانوي بندیزونه هم ولګوي چې د ایران فعالیتونه اسانه کوي.

په دې وروستیو کې، د مالیې وزارت پر یوه ایراني بنسټ بندیز ولګاوه چې هڅه یې کوله د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو په بدل کې له سوداګریزو بېړیو څخه باج واخلي. دغه وزارت همدارنګه د ایران هغه پوځي صادرات په نښه کوي چې د سیمې په کچه د رژیم د تهاجمي فعالیتونو د تمویل لپاره عواید برابروي.

متحده ایالتونه به خپلو هغو اقداماتو ته دوام ورکړي چې د ایران د بندیزونو د ماتولو په اسانتیا کې ښکېل کسان او بنسټونه حساب‌ورکولو ته اړ کړي.

امریکا له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دغو اقداماتو په پلي کولو کې ورسره ملګرتیا وکړي او ایران ته د هغو سرچینو د لاسرسي مخه ونیسي چې ترهګرۍ، د وسلو خپرېدلو او په سیمه کې بې‌ثباتۍ ته وده ورکوي.