د متحده ایالتونو د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) د کانګو دیموکراتیک جمهوریت پر پخواني ولسمشر جوزف کبانګي کبیلا بندیزونه لګولي دي. دا اقدام دده له خوا د هغه رول له امله شوی چې د مارچ په ۲۳مه یې د غورځنګ او د کانګو د سیند یووالي يا (اې اف سي) په نوم د ډلې ملاتړ یې کړی دی.
د مارچ ۲۳ مه – یا M23 ډله په ختیځ کانګو کې یو وسلهواله ډله ده چې روانډا یې ملاتړ کوي، او د (اې اف سي) د ډلې سیاسي او پوځي ائتلاف بلل کېږي چې هدف یې د کانګو د حکومت نسکورول دي.
دغو ډلو په ختیځه کانګو کې سیاسي بېثباتي او تاوتریخوالی زیات کړی چې د زرګونو ملکي کسانو د مرګ او د پراخه بېځایه کېدو سبب شوی دی.
د امریکا د مالیې وزیر سکات بېسېنت ویلي: «ولسمشر ټرمپ په کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د سولې لپاره لاره هواروي، او دا روښانه ده چې هغه کسان چې بېثباتي خپروي، حساب او کتاب به ورسره وشي.»
دا اقدام د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر په ۴مه د واشنګټن له لوري د سولې او سوکالۍ د تاریخي تړونونو د ملاتړ په چوکاټ کې شوی چې د کانګو او روانډا د ولسمشرانو ترمنځ لاسلیک شوي وو.
دا تړونونه د سیمهییزې اقتصادي همغږۍ د پراختیا، د سوداګرۍ او پانګونې د ودې، د شفافیت د زیاتولو او د معدني سرچینو د غوره مدیریت لپاره لاره هواروي.
د امریکا په وینا، M23 چې د امریکا او ملګرو ملتونو له خوا تر بندیز لاندې ډله ده، د ختیځ کانګو پراخې سیمې نیولي دي، په ځانګړې توګه په شمال او جنوب کی د کیوو مرکزونه لکه ګوما او بوکاوو.
د دې ډلې تر شا د روانډا د دفاعي ځواکونو مستقیمې نظامي، مالي او لوژستیکي مرستې هم موجودې دي، چې د امریکا له خوا مخکې بندیز پرې لګول شوی و.
د دغو عملیاتو په ځواب کې، نورو وسلهوالو ډلو هم فعالیتونه زیات کړي چې په سیمه کې یې بېثباتي نوره هم زیاته کړې ده.
جوزف کابيلا له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۹ پورې د کانګو ولسمشر پاتې شوی دی. که څه هم د هغه دوهمه دوره باید په ۲۰۱۶ کې پای ته رسېدلې وای، خو هغه د ټاکنو په ځنډولو سره تر دوو کلونو زیات واک ته دوام ورکړ.
په ۲۰۲۵ کې هغه د کانګو ګوما ښار ته تللی و او هلته یې د M23 تر ملاتړ لاندې ژوند کاوه. وروسته له دې چې د دواړو ډلو بغاوت بیا پیل شو، کابيلا بېرته هېواد ته راستون شو او د دغو ډلو په ملاتړ یې د حکومت د بېثباته کولو هڅې پیل کړې.
ویل کېږي چې کابيلا د AFC لپاره مالي ملاتړ هم برابر کړی او هڅه یې کړې چې د کانګو د وسلهوالو ځواکونو ځینې سرتېري د AFC لوري ته واړوي.
د امریکا د مالیې وزیر ویلي: «دده په مشرتابه وزارت به د واشنګټن د سولې تړونونو د ملاتړ لپاره خپل ټول امکانات وکاروي.»