متحده ایالتونه د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پیاوړې کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په منځنۍ اسیا کې د (C5+1) د ټولنې د غړو هیوادونو وزیرانو غونډه کې د ګډون دپاره د خپل وروستي سفر په ترڅ کې وویل: "متحده ایالتونه د اوزبیکستان او منځنۍ اسیا ترمنځ اړیکې د ملي امنیت او اقتصادي سوکالۍ لپاره خورا مهمې ګڼي."

د وزیرانو په غونډه کې د منځنۍ اسیا پنځه جمهوریتونه، یعنې قزاقستان، قرغزستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستان، ګډون درلود. پدې غونډه کې د امریکا او دغو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو، سوداګرۍ، د انرژۍ په برخه کې د همکارۍ او امنیتي اړیکو د بحث لپاره پر یو مهم چوکاټ کار وشو.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل: "موږ په تېرو ۱۱ میاشتو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ددغو پنځو هېوادونو د مشرانو تر مشرۍ لاندې، ډېرې پیاوړې اړیکې رامنځته کړې دي چې زموږ د هېوادونو لپاره یې سترې لاسته راوړنې او زموږ د خلکو لپاره یې ملموسې پایلې لرلې."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل: " د تېر کال د نومبر په میاشت کې د(C5+1) د ولسمشرانو له سرمشریزې راهیسې موږ د متحدو ایالتونو او منځنۍ اسیا د هېوادونو ترمنځ د ۲۵ میلیارد ډالرو څخه د زیاتو سوداګریزو هوکړو او معاملاتو په ترلاسه کولو بریالي شوي یو او پلان لرو چې تر دې سربېره د ۱۰۰ میلیارد ډالرو څخه د زیاتو نورو پلان شویو سوداګریزو او د پانګوني د ډګر د فرصتونو د تحقق لپاره هم هڅو ته دوام ورکړو".

د بېلګې په توګه، اوزبیکستان موافقه کړې چې د بوینګ شرکت ۲۲ ډریم‌لاینر الوتکې واخلي. په ورته وخت کې اوزبیکستان هم په متحده ایالتونو کې پانګونه کوي. تېر کال، د (اکفا الومینم) شرکت د کینټکي ایالت د المونیم د پروسس په یوه فابریکه کې ۸۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړه او په دې توګه په متحده ایالتونو کې د لومړني اوزبیک تولیدوونکي فعاله شرکت په توګه وپېژندل شو.

دواړو هېوادونو د مهمو منرالونو په اړه یو دوه‌اړخیز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ چې موخه یې د یورانیمو او نورو طبیعي سرچینو د مهمو زېرمو او اکمالاتو خوندي کول دي. سربېره پر دې د سوداګرۍ او پانګونې یوه نوې ګډه شورا جوړه شوې چې د اپل، ګوګل او پېپسي‌کو په څېر د امریکا لوی شرکتونه یې سیمې ته راجلب کړي دي.

وزیر روبیو وویل: "موږ غواړو پر دې غوره اړیکو لا نوره پانګونه وکړو. په دې کې زموږ د مقرراتو همغږي، د ترانسپورټي زیربناوو جوړول، د باور وړ او پرمختللو ټکنالوژیو کارول او د سیمې د کاري ځواک مهارتونو ته وده ورکول شامل دي څو ټول هغه امریکايي شرکتونه چې غواړي دلته سوداګري وکړي، په عین وخت کې وکړای شي چې مسلکي همکاران هم ولري.

روبیو زیاته کړه: "موږ غواړو دا ووینو چې دا سیمه په ۲۱مه پېړۍ کې د سوداګریزې ډیپلوماسۍ د یوه مرکز په توګه خپلې ودې او پرمختګ ته دوام ورکړي ځکه دا زموږ د اقتصادي ګټو او همدارنګه زموږ د امنیتي ګټو لپاره مهمه ده."

هغه دا ومنله چي د وزیرانو پدې غونډه کې هر هېواد یو ځانګړی او خپلواک دولت دی چې خپلې ځانګړې ګټې لري."

هغه زیاته کړه: "موږ غواړو خپل هېوادونه د اوږدمهالې سوکالۍ او امنیت پر لاره لا نور هم مخکې بوځو. موږ د منځنۍ له خپلو ټولو اسیايي شریکانو سره ګډ کار ته لېواله یو څو د دې دور ننګونو ته ځواب ووایو او له موجودو فرصتونو څخه ګټه پورته کړو."