د امریکا د مالیې وزارت د سونتوکو هغو قاچاقي شبکو پر ضد اقدامات کړي چې د کارتیل دې هالیسکو نوېرا هېنېراسیون (CJNG) په نوم له نشه يي ډلې سره تړاو لري. دغه ډله د امریکا له خوا د نشه يي توکو او ترهګرۍ ضد قوانینو له مخې د ترهګر سازمان په توګه نومول شوې ده.
د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې (OFAC) دوه مکسیکويي وګړو او نهو ادارو باندې بندیزونه لګولي دي چې د (CJNG) له یوې شبکې سره تړاو لري. د امریکایي چارواکو په وینا دغه شبکه د پولې هاخوا د سونتوکو په قاچاق، د ګمرکي اسنادو په جعلکاریو، او د نورو ځانګړو شرکتونو په کارولو سره په مکسیکو کې له مالیاتي مسولیتونو تښتي او هر کال د دې ډلې لپاره لسګونه میلیونه ډالر عاید برابروي.
سربېره پر دې، د مالي جرمونو د پلي کولو شبکې (FinCEN) یو خبرداری خپور کړی چې په کې د هغو نښو په اړه لارښوونې وړاندې شوې چې د (CJNG) او په مکسیکو کې د نورو مېشتو نړیوالو جرمي ډلو له خوا له امریکا څخه مکسیکو ته د سونتوکو قاچاق ترسره کوي.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسېنټ ویلي، "دا اقدام ښيي چې د مکسیکو کارټل ډلې د دودیزو نشه يي توکو سوداګرۍ تر څنګ نورو غیرقانوني فعالیتونو ته هم پراختیا ورکوي څو خپلې جرمي شبکې تمویل کړي.
همدغه ډلې لا هم هغه مرګوني نشه يي توکي امریکا ته قاچاق کوي چې د امریکاییانو د مړینې لامل کېږي."
د بندیزونو په نوملړ کې (اسکار ګیلرمو جورایدیني سیلوا) هم شامل دی چې د امریکايي چارواکو په وینا، د (CJNG) لپاره د سونتوکو د قاچاق په یوه شبکه کې فعالیت کوي او دا شبکه هر کال سلګونه میلیونه ډالر عاید ترلاسه کوي.
نومړې جرمي شبکه د امریکا له خوا د بهرني ځانګړي نړیوال ترهګر سازمان په توګه نومول شوی او د امریکا ته د فېنټانیل او نورو نشه يي توکو د یوې لویې برخې د قاچاق مسؤل ګڼل کېږي.
د امریکا د مالیې وزارت وايي په وروستیو کلونو کې د مکسیکو د نشه يي توکو قاچاقي ډلې، لکه (CJNG) ، د سونتوکو او تیلو په غلا او قاچاق کې ښکېلې شوې دي. دا فعالیتونه، چې په مکسیکو کې د «هواچیکول» په نوم یادېږي، د دغو ډلو لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه ګرځېدلې ده.
د وزارت په وینا، دغو شبکو د مکسیکو حکومت ته د لسګونو میلیاردونو ډالرو مالي زیان اړولی او د همدې عوایدو په مرسته یې د امریکا د سوېل لوېدیځې پولې په اوږدو کې دغه هیواد ته د نشه يي توکو قاچاق، د مکسیکو پر امنیتي ځواکونو بریدونه، او په مکسیکو کې اداري فساد تمویل کړی دی.
د راپور له مخې، د "هواچیکول" اړوند فعالیتونه اوس د نشه يي توکو له سوداګرۍ پرته د مکسیکويي کارټلونو د عوایدو تر ټولو لویه سرچینه بلل کېږي.
د امریکا د مالیې وزارت وايي، د سونتوکو غله د مکسیکو د دولتي انرژۍ له شرکت «پېمېکس» څخه د سونتوکو او خامو تیلو د غلا لپاره بېلابېلې غیرقانوني لارې کاروي. په دې کې فاسدو کارکوونکو رشوت ورکول، په غیرقانوني توګه د پایپ لاینونو سوری کول، له تصفیه خانو څخه غلا، د ټانکرونو تښتول او د شرکت د کارکوونکو ګواښل هم شامل دي.
د سون غلا شوي توکي د مکسیکو په تور بازار کې پلورل کېږي او بیا د امریکا سوېل لوېدیځې پولې ته نږدې له هغو واردوونکو په مرسته لېږدول کېږي چې له دغو شبکو سره همکاري کوي. هغوی د امریکا او د انرژۍ نړیوالو بازارونو ته د سون دغه توکي په ټیټه بیه وړاندې کوي او غیرقانوني ګټې بېرته مکسیکو کې کارټلونو ته استوي.
د رپوټونو له مخې، په مکسیکو کې د پلورل شویو ټولو سونتوکو شاوخوا څلورمې برخې څخه تر درېیمې برخې پورې غیرقانوني سرچینه لري.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي، د دغو غیرقانوني عایداتي سرچینو پر ضد وروستي اقدامات «د ټرمپ ادارې د هغې تګلارې ملاتړ کوي چې موخه یې د دغو ترهګرو سازمانونو له منځه وړل او د امریکا لا خوندي کول دي.»