د امریکا د مالیې وزارت ویلي چې له ایران سره تړلي د ۳۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت د کریپټو اسعار منجمد شوي دي او همدارنګه داسې ګامونه پورته شوي چې د ایران د نړیوالو عوایدو سرچینې پرې کړي او مخه یې ونیسي. دا ټول اقدامات پر ایران د "اقتصادي فشار" د کمپاین برخه بلل کېږي.
د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) ۳۵ ادارې او افراد په نښه کړي چې د ایران د پټې بانکي شبکې برخه دي. دا شبکه د لسګونو میلیارډو ډالرو په کچه پیسې د بندیزونو د ماتولو او د ترهګرۍ د ملاتړ لپاره لېږدوي.
د چارواکو په وینا، دا شبکې د ایران پوځ او د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو ته اجازه ورکوي چې نړیوال مالي سیستم ته لاسرسی ومومي، د ناقانونه تېلو د خرڅلاو پیسې ترلاسه کړي، د توغندیو او نورو وسلو لپاره حساس توکي واخلي، او خپلو نیابتي ډلو ته پیسې انتقال کړي.
د مالیې وزیر سکات بیسینټ ویلي: "د ایران پټه بانکي شبکه د دې هېواد د پوځ لپاره مهمه مالي سرچینه ده. دا شبکه داسې فعالیتونه تمویلوي چې نړیوال تجارت ګډوډوي او په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی لا زیاتوي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا اقدامات د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي امنیت د پالیسۍ په چوکاټ کې ترسره کېږي او هدف یې د ایران پر مالي سرچینو د "اعظمي فشار" راوستل دي.
دغه وزارت زیاته کړې چې د ۲۰۲۵ کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان، بېړۍ او الوتکې د ایران اړوندو بندیزونو لاندې راغلي.
همدارنګه د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو لپاره ایران یا سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو ته د باج په ډول د پیسو ورکول د بندیزونو د جدي خطر عواقب له ځانه سره لري.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "د دې مالي شبکو له منځه وړل د امریکا د پالیسۍ ملاتړ کوي او دا ښيي چې موږ د ایران پر وړاندې اعظمي فشار ته ژمن یو."
وزارت زیاته کړې چې په داسې حال کې چې د ایران واکمنه ډله خپلو اشرافو ته ګټه رسوي، عام ایرانیان د خرابېدونکي اقتصادي وضعیت تر فشار لاندې ژوند کوي.
امریکا خبرداری ورکړی چې هر مالي بنسټ چې له دې شبکو سره مرسته وکړي، له سختو عواقبو سره به مخ شي.