متحده ایالتونه خپلو اقداماتو ته دوام ورکوي څو د ایران د تېلو غیرقانوني سوداګري ګډوډه کړي، چې دا د ایران د رژیم لپاره د عوایدو اصلي سرچینه ګڼل کیږي او له همدې لارې ترهګري او په سیمه کې بې ثباتي تمویلوي.
پدې وروستیو کې، د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) د "اقتصادي غضب" د عملیاتو په چوکاټ کې د بهرنیو اسعارو د تبادلې درې ایراني صرافۍ او اړوند فرعي شرکتونه په نښه کړل.
په مجموعي توګه د ایران د اسعارو د تبادلې صرافۍ هر کال د میلیاردونو ډالرو په ارزښت بهرنيو مالي معاملاتو دپاره اسانتیا برابروي. دا پداسې حال کې ده چې ایران د خپلو تېلو د خرڅلاو لویه برخه په چینايي پیسو(ین) کوي، نو ځکه دا صرافۍ مهم رول لري څو د تېلو عواید پداسې پیسو واړوي چې د ایران پوځ، د هغوی شریکانو او نیابتي ډلو لخوا په اسانۍ وکارول شي.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي: «ایران په نړیوالې ترهګرۍ کې د مار سر ګڼل کیږي، او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر مشرۍ لاندې مالیې وزارت په جدي ډول هڅه کوي چې د اقتصادي غضب د عملیاتو له لارې د ایران د پوځ مالي سرچینې پرې کړي.»
هغه زیاته کړه چې امریکا به په دوامداره توګه د دې رژیم هغه وړتیا په نښه کړي چې پیسې پیدا کوي، لېږدوي یې او بیرته یې هېواد ته رسوي. همدارنګه به هغه کسان هم تعقیب کړي چې د تهران د بندیزونو په ماتولو کې مرسته کوي.
په ورته وخت کې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم پر یوه وګړي، څو ادارو، او یوې کښتۍ بندیز لګولی دی چې د ایران د تېلو او پیټروکیمیکل د محصولاتو په سوداګرۍ کې یې لاس درلود. په دې کې په چین کې مېشت "چینګداو هاییه د تېلو ټرمینل" په نوم چینایي شرکت هم شامل دی. دغه شرکت "د ملي امنیت ولسمشرۍ یادښت ۲" تر اعلان وروسته، هم تر بندیز لاندې د ایراني خامو تېلو لسګونه میلیونه بیرله هیواد ته وارد کړي دي.
دا پالیسي د ایران پر وړاندې د "اعظمي فشار" لپاره جوړه شوې، څو د دې هېواد اټومي ګواښ او د ترهګرۍ ملاتړ محدود کړي.
د رپوټ له مخې، دې شرکت ، د داسې پیچلو تګلارو له لارې چې د بندیز لاندې کښتیو سره د کښتۍ په کښتۍ د تېلو غیرقانوني انتقالونه پکې شامل دي، د میلیاردونو ډالرو عواید تهران ته رسولي. دا کښتۍ همدارنګه د جعلي سمندري لېږدونو له لارې د قانوني سوداګرۍ لپاره ګواښونه رامنځته کوي.
د متحدو ایالتونو په وینا، دا اقدامات د ایران وړتیا کموي چې ترهګري او نیابتي ډلې تمویل کړي، وسلې جوړې کړي او په سیمه کې ګواښونه رامنځته کړي. واشنګټن ټینګار کوي چې په داسې حال کې چې د ایران خلک د اقتصادي ناوړه مدیریت او سختو محدودیتونو سره مخ دي، ایران باید د خپلو غیرقانوني تېلو له عوایدو څخه د خپلو ویجاړوونکو اهدافو لپاره کار وانخلي.
د ټرمپ اداره وایي چې د ایران سره د حساب او کتاب او ددې هیواد د خطرناکو فعالیتونو د مخنیوي لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د "اقتصادي غضب" د عملیاتو په چوکاټ کې به متحده ایالتونه پر ایران او هغو نړیوالو شبکو چې د انرژۍ ددې غیرقانوني سوداګرۍ ملاتړ کوي، اقتصادي فشار لا نور زیات کړي.