امریکا د روسیې او اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هوډ لري چې د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ورسوي، ځکه چې دغه جګړه یوازې د مرګ ژوبلې او ویجاړۍ سبب ګرځي.

د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا د سفیر مرستیالې ټامي بروس وویل: «متحده ایالتونه په دوامداره توګه هڅه کوي چې د خبرو له لارې دې جګړې ته یو پایدار حل ومومي، څو د وینې تویېدو مخه ونیول شي.»

وروستیو مذاکراتو، کله چې روسیې او اوکراین د ۱۷۵ زندانیانو او یو شمېر ملکي وګړو پر تبادلې هوکړه وکړه، یو لړ عملي پایلې درلودې.

سفیرې بروس وویل: «متحده ایالتونه د دغو او پخوانیو تبادلو ملاتړ کوي، ځکه چې دا د دوامدارې سولې پر لور یو ګام دی.»

سربېره پر دې، متحده ایالتونه له روسیې غواړي چې ټول هغه اوکرایني ماشومان بېرته ورستانه کړي چې په ناقانونه توګه یې روسیې ته انتقال کړي یا یې د اوکراین په اشغال شویو سیمو کې په زور ځای پر ځای کړي دي.

د دې هڅو په ملاتړ، سفیرې بروس اعلان وکړ: «متحده ایالتونه به د ۲۵ میلیون ډالرو په ارزښت، مرستندوی پروګرام تمویل کړي څو هغه اوکرایني ماشومان بېرته راستانه شي چې روسیې یا د روسیې تر کنټرول لاندې سیمو ته په زور وړل شوي دي.»

متحده ایالتونه د سولې د ترلاسه کولو لپاره د نړیوال ملاتړ پر اړتیا ټینګار ته دوام ورکوي. امریکا د اوکراین د بیارغونې دپاره د پانګونې صندوق ته هم ژمنه پاتې ده، څو د اوکراین لپاره یو ازاده، سوله‌ییزه او خپلواکه راتلونکی یقیني کړي.

سفیرې بروس وویل: «موږ د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو څخه غواړو چې د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره رغنده رول ولوبوي چې په کې د هغه ملاتړ پای ته رسول هم شامل دي چې روسیې ته د دې جګړې د دوام توان ورکوي، څو دواړه لوري د خبرو له لارې حل ته وهڅول شي.»

هغې وویل: «په ځانګړې توګه، موږ له چین څخه غواړو چې سمدستي روسیې ته په دوه‌ګوني توګه د کارېدونکو هغو توکو او موادو برابرول بند کړي چې د دې هېواد د جګړې هڅې پیاوړې کوي.»

سفیرې بروس زیاته کړه چې شمالي کوریا هم باید روسیې ته د بالستیک توغندیو او نورو مهماتو ورکول بند کړي، ځکه چې دا کار د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ۱۷۱۸ او ۱۸۷۴ پرېکړه‌لیکونو څخه سرغړونه ده، چې روسیې پخپله ورته رایه ورکړې وه.