امریکا پر طالب مشرانو د حساب ورکولو غږ وکړ

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر مایک والټز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوې وروستۍ غونډه کې له غړو هېوادونو وغوښتل چې طالبان د امریکايي او د نورو هېوادونو د اتباعو د ناعادلانه نیولو له امله وغندي.

هغه وویل: «د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه وکړئ. موږ باید طالبان لدې امله وغندو چې ترهګرو ډلو ته پناه ورکوي او د هغوی د ظلم له امله د خپل هېواد پخواني ستر عظمت په بشپړه توګه ویجاړوي.»

د مارچ په میاشت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د «ناحقه توقیف د ملاتړي دولت» په توګه ونوماوه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا اقدام د امریکايي او د نورو هېوادونو د اتباعو د تښتولو او د هغوی د خوشې کولو په بدل کې د پیسو او سیاسي امتیازونو د غوښتلو له امله شوی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي سږ کال پخپل رپوټ کې ویلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونې لا هم پراخې دي، چې پکې له قضايي پروسې پرته وژنې، خپلسري نیونې او د شکنجې قضیې شاملې دي.
له بلې خوا، د نجونو پر زده‌کړو بندیز، چې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړې منع دي ، اوس پنځم کال دی.

یونسکو اټکل کوي چې اوسمهال شاوخوا ۲.۲ میلیونه افغان نجونې له زده‌کړو بې برخې دي.
افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد بلل کېږي چې نجونې او ښځې پکې له منځنیو او لوړو زده‌کړو څخه منع دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت، یا یوناما (UNAMA)، د رپوټ له مخې، په هرات کې د جامو د قانون څخه د سرغړونې په تور ۳۰ ښځې نیول شوې دي.

یوناما ویلي چې کله افغانانو په زړورتیا سره د دغو ښځو د نیولو پر ضد اعتراض وکړ، د طالبانو امنیتي ځواکونو هغه ځوانې ښځې او هلکان هم ووژل چې د خپلو ټولګیوالو د ملاتړ لپاره یې اعتراض کاوه.
طالبان افغان ښځو ته اجازه نه ورکوي چې د ملګرو ملتونو لپاره کار وکړي او یا د ملګرو ملتونو ودانیو ته داخلې شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۲۸۲۲ پرېکړه‌لیک وايي چې د ښځو، نجونو او لږکیو د حقونو کمزوري کېدل تر دې کچې جدي دي چې د هغوی په نشتون کې د سولې، ثبات او سوکالۍ ترلاسه کول ناشوني دی.
دغه پرېکړه‌لیک د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت، یوناما، د فعالیت موده هم د ۲۰۲۷ کال تر جون پورې غځوي.

متحده ایالتونو د یوناما د ماموریت د غځولو هرکلی کړی او تمه یې ښودلې چې دغه ماموریت به د خپلو فعالیتونو د پایلو په برخه کې د اندازې وړ پرمختګ وښيي.

سفیر والټز وویل: «موږ به له نږدې دا څارو چې ایا د ماموریت تعدیل شوی صلاحیت او نوی مشرتابه په عملي توګه د یوه کوچني، لا ډېر مسولیت منونکي ماموریت لامل کېږي او که نه، او ایا پر هغو چارو تمرکز کوي چې تر ټولو ډېر ارزښت لري.»

دغه موضوع د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې له بهیر سره هم تړاو لري. د دوحې بهیر د ملګرو ملتونو په کوربتوب د خبرو یوه لړۍ ده چې موخه یې په ځانګړې توګه د ټول‌شموله حکومتولۍ او د ښځو د حقونو په برخو کې له طالبانو سره د نړیوال تعامل همغږي کول دي،

سفیر والټز وویل: «دغه هر اړخیزه تګلاره کولی شي د پرمختګ لپاره یوه لاره برابره کړي، خو یوازې هغه وخت چې طالبان په جدي توګه پدې بهیر کې ګډون وکړي او پر خپلو ژمنو عمل وکړي.»

امریکايي سفیر د امنیت شورا له غړو وغوښتل چې «له طالبانو څخه دې د نتیجو غوښتنه وکړي.»
هغه زیاته کړه: «موږ باید په عملي بڼه پایلې ووینو، نه یوازې خبرې؛ او همدا به معلومه کړي چې د افغان ولس راتلونکی به څنګه وي او دا چې ایا افغانستان د سولې او مشروعیت پر لور پرمختګ کوي او که نه.»