پخوانیو سرتېرو ته د درناوي ورځ- ۲۰۲۶ کال

د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال، ولسمشر ابراهام لینکن د ګېټسبرګ په خپله مشهوره وینا کې له امریکایانو وغوښتل چې ډاډ ترلاسه کړي چې لاسته راوړل شوې ازادي "له ځمکې څخه هېڅکله ورکه نه شي"

د هغه دغو خبرو د کلونو په اوږدو کې ګڼ خلک هڅولي دي چې په هغو کې د دغه هېواد د وسله‌والو ځواکونو میلیونونه غړي هم شامل دي. هغو چې نه یوازې د خپل هېواد د ازادۍ، بلکې د نورو هېوادونو د ازادۍ د ساتنې لپاره یې هم مبارزه کړې ده.

د پخوانیو سرتېرو د درناوِي ورځ، امریکا د دغو نارینه‌وو او ښځینه‌وو د درناوي لپاره چوپتیا غوره کوي او د دندې، ژمنتیا او سرښندنې هغو ارزښتونو ته درناوی کوي چې دوی یې استازیتوب کوي. دوی له پوځي یونیفورم څخه تر تقاعد او جلا کېدو ډېر کلونه وروسته هم د دې بېلګه پاتې کېږي چې د یوه ازاد هېواد د وګړي اوسېدل څه معنا لري.

دا رخصتي چې هر کال د نومبر په ۱۱مه نېټه لمانځل کېږي، د هغه اوربند له تړون څخه سرچینه اخلي چې لومړۍ نړیواله جګړه یې پای ته ورسوله.

دغه جګړه نه یوازې د اروپا په جګړه‌ییزو ډګرونو، بلکې په اسیا، افریقا، د ارام سمندر په بېلابېلو ټاپوګانو او د جنوبي امریکا په سواحلو کې هم شوې وه او هغه مهال د "ټولو جګړو د پای جګړې" په نوم پېژندل کېده. خو له هغې وروسته نورې جګړې هم رامنځته شوې، له همدې امله ولسمشر آیزنهاور په ۱۹۵۴ کال کې د دې ورځې موخه پراخه کړه، څو د ټولو هغو کسانو درناوی وشي چې د جګړې او سولې پر مهال یې پوځي یونیفورم اغوستی او د هېواد په خدمت کې پاتې شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د پخوانیو سرتېرو د ورځې په اعلامیه کې ویلي وو:"د امریکا تاریخ زموږ د پخوانیو سرتېرو په زړورتیا، ویاړ او نه ستړې کېدونکې خدمت لیکل شوی دی. د هغوی د سرښندنو له برکته د ازادۍ مشالونه په روښانه توګه ځلېږي، زموږ جمهوریت خوندي پاتې شوی او زموږ د ژوند او ژوندانه طریقه ثابته شوې ده. د هغوی نه ماتېدونکې روحیې زموږ ملت له هر ډول ازموینې او بریا څخه تېر کړی او ډاډ یې ترلاسه کړی چې ازادي به د تل لپاره دوام وکړي. د پخوانیو سرتېرو د درناوي پدې ورځ، موږ خپله مننه څرګندوو او یو ځل بیا ژمنه کوو چې د هغوی خدمت ته به درناوی کوو، د هغوی میراث به ساتو او هر پخواني سرتېري ته به هغه وفاداري، درناوی او ملاتړ ورکوو چې دوی یې په رښتینې توګه مستحق دي."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړې وه:"له هماغې شېبې راهیسې چې زموږ د ملت بنسټ‌اېښودونکو د خپلواکۍ مبارزه پیل کړه، هغوی پوهېدل چې ازادي د هغو کسانو پر مټو ولاړه ده چې د هغې د دفاع لپاره تل چمتو وي. د امریکا د خپلواکۍ دپاره د جګړې په منځ کې، کانټیننټل کانګرس د پخوانیو سرتېرو د ګټو په اړه لومړی ملي قانون تصویب کړ، څو د ټپي او معلول شوو پخوانیو سرتېرو پالنه وشي. له دغه لومړني اقدام څخه یوه بنسټیزه ژمنه رامنځته شوه: هغه ملت چې ازادۍ ته ژمن وي، د هغو کسانو پوروړی دی چې د خپل ولس لپاره یې په سرښیندنو ازادي خوندي کړې ده."

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: "زموږ ملت د هغو کسانو له برکته لا هم ستر او پیاوړی دی چې په پوځي یونیفورم کې یې په ویاړ خدمت کړی او خپل ژوند یې زموږ د کورنیو، ازادۍ او امریکايي ارزښتونو د دفاع لپاره وقف کړی دی. نن ورځ، موږ خپلو سرتېرو، سمندري، پیاده او هوايي ځواکونو، د ساحلي ګارد غړو او فضايي ځواکونو ته د هغوی د سرښندنو دپاره د زړه له کومې مننه وړاندې کوو. همدارنګه، له هغو کورنیو څخه هم مننه کوو چې د خپلو عزیزانو د خدمت دروند بار ورسره شریکوي. زما تر مشرۍ لاندې به زموږ ملت تل د امریکا په پیاوړي، ویاړلي او ازاد ساتلو سره د پخوانیو سرتېرو میراث ته درناوی وکړي او د ولسمشر په توګه به زه تل د هغوی تر شا ولاړ یم او ملاتړ به یې کوم."