اسرائیل د امریکا نه ماتېدونکی ملاتړ له ځان سره لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو اسرائیل ته په خپل وروستي سفر کې د غزې د اړوندو مسائیلو په اړه د ولسمشر ټرمپ په دریځونو بیا ټېنګار وکړ.

هغه وویل چې تر هر څه مخکې «باید سمدستي ټول یرغمل شوي، ژوندي او مړه، کور ته ستانه کړل» شي.

«حماس نور د یو وسله وال عنصر په توګه نه شي پایدای چې نه یوازې د اسرائیل، بلکې د نړۍ سوله او امنیت وګواښي، د غزې خلک د غوره اینده مستحق دي او دا تر هغه نه شي پیل کېدای چې حماس ختم شوی نه وي او یرغمل شوي، ژوندي او مړه، کور ته ستانه کړل شوي نه وي.»

له دې وراخوا، متحدو ایالتونو او اسرائیل په ګډه کار کړی ایران پرېنږدي چې اتومي وسلې او د اوږد او لنډ واټن وېشتونکي میزایل ترلاسه کړي او دا وړتیا ولري چې په سیمه کې د متحدو ایالتونو موجودیت او د یهودي دولت مصونیت او امنیت وګواښي.

د بهرنیو چارو وزیر روبیو خبرداری ورکړ چې دا ګواښونه د خلیج پادشاهیو او ان اروپا ته هم انتقالېدای شي.

هغه وویل حقیقت دا دی ځینې هغه میزایل چې هغوی [ایران] یې اوس جوړوي، په اروپا کې ځینو هېوادونو ته رسېدلای شي.

وزیر روبیو ټېنګار وکړ: «د یو افراطي شیعه ملا له لوري اداره کېدونکی اتومي ایران، چې یوازې بالقوه اتومي وسلې نه لري، بلکې داسې میزایل هم لري چې دا وسلې ډېرې لېرې انتقالولای شي او دا یوازې د اسرائیل او متحدو ایالتونو لپاره د نه منلو خطر نه دی، بلکې د نړۍ لپاره هم دی.»

هغه زیاته کړه، «له همدې کبله... ولسمشر ټرمپ د حد اکثر فشار راوستو کمپاین روان ساتي. په ایران باندې به حد اکثر اقتصادي فشارونه وي تر څو پورې چې یې لاره بدله کړې نه وي. له همدې کبله په اروپا کې د خپلو ایتلافیانو په لیدو چې په ایران باندې د بندیزونو د بیا پیل پروسې کې دي، موږ هڅول کېږو.»

«هغوی په ښکاره د یو داسې څه، چې له اول څخه ناقص تړون و، پابند نه دي او موږ هغوی هڅوو چې همدا لاره تعقیب کړي. موږ یې ۱۰۰ فیصده ننګه کوو. دا هغه څه دي چې باید وشي.»

وزیر روبیو ټېنګار وکړ: «هغه څه چې د اکتوبر په ۷مه نېټه وشول، د بربریت یو بیساری عمل و او له هغه راهېسې چې د حماس له لوري هر څه تکرارېږي، د بربریت یو بیساری عمل دی.» حماس باید د یو وسله وال عنصر په توګه، چې د سیمې سوله او ثبات ګواښي، باید نور وي، او د غزې خلک د غوره اینده مستحق دي.او دا هغه څه دي چې ولسمشر ټرمپ یې لیدل غواړي او اسرائیل پرې حساب کوي- د امریکا قاطع ملاتړ او تعهد چې دا عملي شي.»