متحده ایالتونو د ډیجیټل شتمنیو د صرافۍ هغه بهیر ګډوډ کړ چې ایران ته یې اسانتیاوې برابرولې

د متحده ایالتونو د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) د سپتمبر په ۱۷مه د ایران په وړاندې د «اقتصادي انزوا عملیاتو» (Operation Economic Outcast) په چوکاټ کې د BitBank (بیت بانک) په نوم شبکي باندې چې د ایراني تمویل کوونکي بابک زنجاني تر کنټرول لاندې دی، د ډیجیټل مهمو شتمنیو صرافۍ په توګه په نښه کړ.

دا عملیات د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا د ایران او د هغه د ملاتړ کوونکو پر وړاندې د حکومت په کچه اقتصادي کمپاین دی.

د مالیې وزارت په دې اقداماتو بندیزونو کې د بیت بانک د کمپنۍ، Pishtaz Simorgh Electronic Trade Company، او د زنجاني درې ملګري، حسین علي ذاکر حسین، محمد مهدي ذاکر حسین، او سید عادل حیدري، هم شامل کړي دي. دا اشخاص او په نښه شوې ادارې د ایران د رژیم د ډیجیټلي شتمنیو پر بنسټ د بندیزونو نه د خلاصون دپاره د زیربنا مهمې برخې بلل شوي دي.

د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ وویل چې د ایران د ډیجیټل شتمنیو د زیربنا په نښه کول په څرګنده توګه ښيي چې د کریپټو اسعارو له لارې د ایران د رژیم د تمویل هڅې د متحده ایالتونو د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر له لاسرسي څخه بهر نه دي.

د وزیر بېسنټ له خوا د اګست په ۲۴مه د اقتصادي انزوا دا اعلان شوی سیستم «اقتصادي ډي-ډې» (Economic D-Day) نومول شوی او د هغو پاتې اقتصادي لارو د بندولو په موخه عملي کیږي چې د ایران د رژیم د دوام لپاره مالي ملاتړ برابروي.

د مالیې وزارت هغه شبکې، او هغه مالي لارې چې ددې چارو دپاره اسانتیاوې برابروي په ګوته کړې دي. ایران دا شبکې د تېلو د قاچاق، له بندیزونو څخه د خلاصون او د ترهګرۍ د تمویل لپاره کاروي.

د امریکا د ماليې وزارت د متحده ایالتونو د حکومت، اروپایي اتحادیې، بریتانیا، د خلیج له شریکانو او نورو سره په ګډه هڅه کوي چې د ایران د رژیم د ناقانونه عوایدو هره سرچینه په نښه او پرې کړي.

د مالیې وزارت خبرداری ورکړی چې هره اداره چې د ایران په استازیتوب د پیسو مینځلو یا د بندیزونو نه د خلاصون اسانتیا برابره کړي، د متحده ایالتونو د مالي سیستم څخه د پرې کېدو له خطر سره به مخ شي. دغه وزارت همدارنګه ټینګار کړی چې هغه کسان او ادارې چې له ایراني رژیم سره سوداګرۍ ته دوام ورکوي، د ثانوي بندیزونو له خطر سره مخ کېدای شي، او متحده ایالتونه به خپل اقدامات لا چټک کاندي.

د روان کال د جنورۍ په ۳۰مه او د جولای په ۲۴مه، د متحده ایالتونو د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر پر زنجاني پورې تړلې د ډیجیټل شتمنیو څو صرافۍ او هغه کسان چې چارو ته یې اسانتیاوې برابرولې په نښه کړل.

زنجاني په ۲۰۱۶ کال کې په ایران کې د متحده ایالتونو د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر له خوا په نښه شوې د ایران د تیلو ملي کمپنۍ څخه د میلیونونو ډالرو د اختلاس په تور د اعدام په سزا محکوم شوی و، خو په ۲۰۲۴ کال کې یې سزا بدله شوه. تر ۲۰۲۵ کال پورې هغه په عامه توګه په رژیم پورې د تړلو اقتصادي پروژو د یو ملاتړي په توګه بیا راڅرګند شوی و.

زنجاني د زیربناوو او ترانسپورټ له مشهورو پروژو سره یوځای، د ډیجیټل شتمنیو د شرکتونو یوه شبکه هم جوړه کړه چې یوه برخه یې د سپاه پآسداران انقلاب (IRGC) لپاره د پیسو مینځلو په هدف کارول کېدله. د دې ګډې زیربنا له لارې، د زنجاني سوداګریزو شرکتونو هم د عادي سوداګریزو فعالیتونو بڼه درلودله او هم یې د بندیزونو نه د خلاصون او له ایراني دولتي اړوندو ادارو د ملاتړ لپاره یې د پټو مالي پلاتفورمونو په توګه فعالیت کاوه.

بیت بانک د ایران د ډیجیټل شتمنیو د صرافۍ یوه شبکه ده. لږ تر لږه له ۲۰۲۴ کال راهیسې، زنجاني د ټولنیزو رسنیو په خپلو حسابونو کې د BitBank خدمات اعلان کړي دي، او د زنجاني د بندیزونو نه د خلاصون په شبکه کې د شاملو څو نورو شرکتونو له خوا هم دا صرافي د یوه شریک په توګه معرفي شوی دی.

د روان کال د جون او جولای میاشتو ترمنځ، زنجاني له بیت بانک څخه د سلګونو میلیونو ډالرو په ارزښت د Bitcoin د انتقال لپاره کار اخیستی و، څو دغه شتمنۍ د سپاه پآسداران انقلاب IRGC ته انتقال شي.

وزیر بېسنټ هر هغه چا ته چې له ایران سره د اقتصادي مشارکت په لټه کې وي، روښانه خبرداری ورکړ.
هغه وویل: "که تاسو د ایران له رژیم څخه ملاتړ کوئ، د مالیې وزارت به تاسو د بندیزونو په لست کې شامل کړي."