د انساني قاچاق پر ضد کلک اقدامات

د انساني قاچاق د مخنیوي هڅې

متحده ايالتونو «د انساني قاچاق د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د نړيوال عمل پلان ارزونې» تر سرلیک لاندې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې، چې لوړ پوړو چارواکو پکې ګډون درلود، د وېروونکي او زړه بوګنونکي جرم، د انساني قاچاق د ختمولو لپاره خپله ژمنه یو ځل بیا تازه کړه.

ملګرو ملتونو کې د څرګندونو پر مهال، د ختیځې اسیا او آرام سمندر د چارو امریکایي لوړپوړي سلاکار مايکل هیت وویل:

«متحده ايالات له دې څو اړخیزو کاري چوکاټونو څخه د پایلو تمه لري، نه تش د خولې د خبرو.»

متحده ايالاتو د دې غونډې له سیاسي اعلامیې سره د موافقې لاسلیک ځکه ونه کړ چې پکې داسې موضوعات شامل وو چې د انساني قاچاق د حل له موضوع سره تړاو نه لري. که څه هم متحده ايالاتو اجازه ورکړه چې دا اعلامیه د اجماع له لارې ومنل شي، خو له ځینو برخو يې ځان جلا کړ.

ښاغلي هیت څرګنده کړه:

"واقعاً، متحده ايالاتو روښانه کړې چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې د دولت پر حاکمیت باندې د دوامداره پرمختګ اجنډا او د دوامداره پرمختګ موخې د نرم نړیوال حاکمیت په بڼه اغېزه کوي او موږ به نور په اوتومات ډول ترې ملاتړ ونه کړو".

هغه زیاته کړه،

"د راتلونکي دپاره تړون، د کډوالۍ نړيوال تړون، او د کډوالو بین المللي تړون د يوې نړيوالې حکومتولۍ د ليدلوري استازيتوب کوي، چې پکې د امریکا د پولو د پالیسیو په تړاو د ملي ادارو نه وړاندې مدیریت سره تړاو لري، او د ټرمپ ادارې په روښانه ډول څرګنده کړې چې متحده ايالات له دې سره موافقت نشي کولای".

متحده ايالات همدارنګه د «جنسي او ولادي روغتيايي پاملرنې» له اړوندو اصطلاحاتو سره مخالفت لري.

ښاغلي هیت وویل،

"دا اصطلاحات ډېر لانجمن مفاهيم لري، او ډېر وخت د سقط جنین، همجنسبازانو، يا د ماشومانو لپاره د نورو جنسي حقونو له مفاهیمو سره ګډېږي. د دې موضوعګانو د راپورته کولو دپآره دا اعلامیه مناسبه لاره نده. او په پای کې، متحده ايالاتو د ماشوم د حقونو کنوانسیون نه دی توشیح کړی، ځکه چې دا کورنی بنسټ ضعیفوي، د مذهبي ټولنو اهمیت راټیټوي، او د میندو پلرونو طبیعي حقونه کمزوري کوي."

د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره د هغو قاچاقي شبکو د له منځه وړلو لپاره پریکنده ګامونه اوچتوي چې د امریکا پولې او ټولنې ګواښي.

ښاغلي هیت وویل:

"موږ د انساني قاچاق پر ضد د جګړې لپاره په پياوړو وسایلو او صلاحیتونو سمبال مجرمې او ترهګرې ډلې په نښه کوو. موږ په جدي بڼه خپلې پولې خوندي کوو، د قوانينو پلي کول سختوو، او د هغو شبکو فعالیت مختل کوو چې له زیانمنونکو خلکو ناوړه ګټه پورته کوي".

د آنلاین درغلۍ د فعالیتونو د چټکې ودې په وړاندې د مبارزې لپاره، چې اکثره یې پر ماشومانو د جبري کار له لارې خپل عوايد لوړوي او هر کال امریکایان له ميلياردونو ډالرو ګټې محروموي، د ټرمپ ادارې د درغلیو مشران مسؤل ګڼلي دي.

متحده ايالاتو یوازې په تېرو درېيو مياشتو کې، په جنوب ختیځې اسیا او چین کې څو عملیات په نښه کړي، له ۱۰۰ څخه ډېرو اهدافو باندې بندیزونه لګولي او د امریکایانو او د نړۍ د نورو خلکو په میلیاردونو ډالر (بیت کوین) یې ضبط کړي دي.

د قربانیانو د اړتیاوو په درک کولو سره، متحده ایالات د معافیت په اړه د قوانینو په پلي کولو کې هم په نړۍ کې مخکښ دی چې کولی شي د قاچاق قربانیان د هغو ځانګړو محکومیتونو څخه معاف کړي چې جبرا پرې تپل شوي دي.

ښاغلي هیت ټینګار وکړ، "د نامناسبې سزا څخه د قربانیانو د ساتنې لپاره ډیر څه کیدی شي .

هغه زیاته کړه:

"اوس ددی وخت دی چې ملګري ملتونه خپل اصلي ماموریت ته را وګرځي: د دې جرم پر ضد قاطع اقدام وکړي نه دا چې پراخې او مبهمې اعلامیې ولیکي. موږ به له خپلو همنظرو ملګرو او ملګرو ملتونو سره په ګډه د ریښتونو پایلو د ترلاسه کولو لپاره کار ته دوام ورکړو."