د نومبر په ۱۷مه نېټه د ملګرو ملتونو د ۲۸۰۳م پرېکړه لیک تر تصویبېدو وروسته، تر بل هر وخت، یوه سوله اییز منځنی ختیځ ته لاره نږدې شوی ده، داسې منځني ختیځ چې غزه پکې ثبات ولري او د حماس له ولکې ازاده وي.
دا پرېکړه لیک د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د غزې د شخړې د پای ته رسولو د هراړخیز پلان پر بنسټ ولاړ دی چې په غزې کې جګړې ته د پای ټکې کېښودل شي. د پراخ ملاتړ په ترلاسه کولو سره، ۲۸۰۳م پرېکړه لیک په غزه کې د سولې، امنیت او اوږدمهاله حکومتولۍ لپاره د یوې لارې نقشه ټاکي.
د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا استازې، جینیفر لوسېټا، چې د ځانګړو سیاسي چارو لپاره بدیله استازې ده، وایي:
" نړیواله ټولنه باید اوس چټک اقدام وکړي چې حماس ته د بیا منظمېدو هېڅ فرصت ور نه کړای شي."
متحده ایالات د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو تر څنګ د هغو هېوادونو منندوی دي چې غواړي د غزې د ۲۰-مادهییز پلان په پلي کېدو کې ورسره مرسته وکړي.
هغې زیاته کړه:
"موږ د سولې له لارې عمل ته چمتو یو او له غړو هېوادونو غواړو چې د پرسونل، تجهیزاتو او مالي سرچینو په برخه کې د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو ملاتړ وکړي."
سفیرې لوسېټا وویل چې ثبات ګډو هڅو ته اړتیا لري او د غړو هېوادونو ملاتړ به د ولسمشر ټرمپ د سولې لیدلوری په عملي کیدو کې مرسته وکړي.
نړیوال امنیتي ځواک به په غزه کې د ترهګرو له واکمنۍ پاک چاپیریال رامنځته کړي او د ملکي وګړو په خوندي ساتلو سره به د مرستو او پانګونې لپاره له امن څخه ډکه فضا برابره کړي. دې کې د بشري مرستو عملیات او د بشري مرستو د رسولو دپاره د لارو د خوندي کولو همغږي هم شامله ده.
سفیرې لوسېټا وویل چې له هغه وخت راهیسې چې د ولسمشر ټرمپ د سولې پلان پلي شوی، بشري مرسته په پراخه کچه زیاته شوې ده. متحده ایالات په غزه کې د بشري مرستو د لېږد ملاتړ کوي، پداسې قوي خوندیتوب چې د حماس او نورو ترهګرو ډلو د لاسرسي مخه هم ونیسي.
هغې زیاته کړه:
"بشري مرسته به د غزې بیړنۍ اړتیاوې پوره کړي او پانګونه به یې اقتصاد بېرته را ژوندی کړي. موږ د نړیوال بانک او شریکو هېوادونوله خوا د ژمنو هرکلی کوو چې غواړي د غزې په اوږدمهاله بیارغونه کې پانګونه وکړي."
متحده ایالات ژمن دی چې د حماس په لاس د هغو وروستیو دوو یرغمل شویو کسانو، ران ګویلي او سودتساک رنتالک، پاتې شوني د هغوي کورنیو ته ور وسپاري.
متحده ایالات د اسراییلو له امنیت سره پر خپل نه بدلېدونکي ملاتړ ولاړ دی او همدارنګه د غزې د غیر پوځي کولو ملاتړ کوي.
سفیرې لوسېټا زیاته کړه: "وروستي بریدونه چې د [اسراییلو دفاعي ځواکونو] لخوا پر حماس بریدګرو ترسره شول، د اوربند د سرغړونې په غبرګون کې وو."
هغي وویل:
"متحده ایالات د اسراییلو له خوا مشروع امنیتي اندېښني درک کوي."
په پای کې، سفیرې لوسېټا زیاته کړه:
"لکه څنګه چې د ۲۰-مادهییز پلان پلي کېدل پر مخ ځي او د غزې فلسطینیان د حماس له ولکې ازادېږي، موږ هیله لرو چې نور ملګري هېوادونه به د ابراهیمي تړونونو سره یوځای شي څو د سیمې لپاره د سولې او سوکالۍ سبب شي ."