Accessibility links

Breaking News

په اوکراین کې د روسیې د اهدافو توجیه کیدل او بدلیدل


په اوکراین کې د روسیې د بې موجبه جګړې تاوانونه لا هم دوام لري، زرګونه ملکیان وژل شوي او یا ټپي شویدي، په میلونونو نور دننه بې ځایه شوي؛ تاریخي ځایونه په خاورو بدل شوي، خوراکي مواد بیخي کم دي او په ټولې نړۍ کې د خوراکي موادو بیعې لوړې شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل دا ټول ځکه پیښ شوي چې د روسیې جمهور رئیس پوتین هوډ لري یو بل هیواد قبضه کړي.

ښاغلي بلنیکن وویل چې پوتین پخپل هدف کې ناکام شوی او اوکراین به خپلواک او خودمختار وي، ځکه چې د اوکراین د پوځ او ولس د زړه ورتیا او قوت او د متحده ایالاتو او متحدینو قوي هوډ چې د هغوس ته لازمه مرسته برابره کړي تر څو د خپل ځان دفاع وکړي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل هغه څه چې پدې جګړې کې راڅرګندیږي د روسیې بدلیدونکي توجیه او د اهدافو بدلیدل دي.

تازه یې د کرملین هغه اعلان دی چې د اوکراین د لا ډیرې خاورې د غوښتو ادعا یې کړې چې حتی د دنباس د خلکو جمهوریت ور اخوا دي.

کله چې جګړه پیل شوه، روسیې ادعا کړې وه چې غواړي اوکراین د نازیانو څخه خلاص کړي خو تر هغه وروسته یې بیا وویل چې د ناټو د ګواښ له کبله دی.

د بهرنیو چارو وزیر وویل، "هغوي وروسته وویل جګړه پدې خاطر ده چې په دنباس سیمه کې روسي نژاده خوندي شي او د ډله ایزې وژنې څخه وژغورل شي. او وړاندې تر دې یې د اوکراین په خارکیف کې چې ډیر خلک یې په روسي ژبه خبرې کوي، په پرله پسې توګه په نښه شو. دا همیشه پدې هکله و چې جمهور رئیس پوتین پدې عقیده دی چې اوکراین خپلواک هیواد ندی او د روسیې پورې اړه لري. "

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې روسیه په اوس وخت کې هغه څه کوي چې په ۲۰۱۴ کال کې یې کړي و او هغه دا چې په هغو سیمو کې چې دوي یې کنټرول کوي، نا مشروع لاسپوڅي چارواکي ځای پر ځای کول دي. خلک په زور مجبورول چې د روسیې تابیعت واخلي او بهر ته یې لاسرسی نه پریږدي. هغهخ وویل چې مونږ په آینده کې دا توقع لرو:

"د روسیې لخوا ځای پر ځای شوي مشران به جعلي ریفرنډم وکړي او داسې ډلې به رامنځته کړي چې وښیي خلک غواړي د روسیې سره یو ځای شي. مونږ باید دا روسیې ته روښآنه کړو چې دا تاکتیکونه یې کار نه ورکوي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې: "په زور د خپلواکو او خودمختارو هیوادونو د ځان سره یو ځای کول د ملګرو ملتونو د منشور څخه ښکاره سرغړاونه ده. د نړیوالې ټولنې غړي چې دې منشور او نړیوال قانون ته ژمن دي، مسؤلیت لري چې د روسیې د حکومت دا پلانونه وغندي او واضح کړي چې هغوي به هیڅکله دا غیرې قانون کړنې په رسمیت ونه پیژني. که داسې ونشي هیڅ څوک نشي کولی د حیرانتیا ادعا وکړي کله چې روسیه خپل پلانونه عملي کړي او یا نور هیوادونه هم دا شان کړنې وکړي. "

XS
SM
MD
LG