Accessibility links

Breaking News

د ناټو متحدینو ترمنځ یووالی به اوکراین بریالی کړي


د ناټو عمومي منشي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ګډ خبري کنفرانس کې
د ناټو عمومي منشي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ګډ خبري کنفرانس کې

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د شمالي اتلانتیک د تړون تر غونډې وروسته د وینا پر مهال وویل چې د اوکراین جګړه یو نازک پړاو ته داخلېږي. "که روسیه جګړه ودروي، سوله به راشي. که اوکراین جګړه ودروي، د یو خپلواک هیواد په توګه له پاتې کیدو به لاس واخلي. نو موږ باید د اوکراین او زموږ په خاطر لاره تعقیب کړو."


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له هغه سره موافق و او وویل: "موږ د ناټو له سرمشریزې څخه د یو نوي ستراتیژیک مفهوم سره راوتلو. موږ په اوکراین کې د روسیې له یرغل سره مخامخ یو. موږ دا په ګډه ترسره کړ."

ښاغلي بلینکن وویل: "زموږ یووالی دلته په ناټو کې، په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو کې زموږ په ټولو اتحادونو او شراکتونو کې یووالی زموږ د اهدافو د پرمختګ لپاره اړین دی – د خپل ځان څخه د دفاع لپاره د اوکراین د وړتیا ملاتړ، پر روسیې باندې د یرغل په وجه د فشار دوام او کله چې شرایط د خبرو لپاره مساعد شي د اوکراین د قوي دریځ په اړه ډاډ ترلاسه کول زمونږ ګډ اهداف دي."


د دې لپاره، ښاغلي بلینکن د اوکراین او د هغه د ګاونډیو لپاره د څه دپاسه ۲.۸ میلیارد ډالرو اضافي امنیتي مرستې اعلان وکړ.

"په دې مرستو کې اوکراین ته د ۶۷۵ میلیونه ډالرو نوې پوځي مرستې شاملې دي. دا د ولسمشر بایډن د نوښت په اساس د پوځي تجهیزاتو شلمه برخه ده چې د روسیې د تیري څخه دمخه راهیسې پیل شوي. په دې کې نور رهبري شوي راکټ سیسټمونه، د توپخانې مهمات، تیز سرعت لرونکي د وړانګو ضد میزایل او د ټانک ضد سیسټمونه شامل دي. ددې شلو جوچو ارزښت اوس ۱۴.۷ میلیارد ډالرو ته رسیږي.

د دې پیسو یوه برخه به زموږ د اروپایي متحدینو او شریکانو سره مرسته وکړي چې په راتلونکو کلونو کې که لازم شي د روسیې د نورو یرغلونو پر وړاندې د چمتووالي پروسه پیل کړي.

ښاغلي بلینکن وویل: "ولسمشر پوتین فکر کاوه چې هغه به ناټو تقسیم او کمزورې کړي. نن ورځ، اتحاد د پخوا په پرتله پیاوړی، ډیر متحد او د بل هر وخت په پرتله ښه زیرمې لري."


پدې توګه، د باندینو چارو وزیر بلینکن ټینګار وکړ چې "د روسیې د تیري د جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار دپلوماسي ده. موږ په اوس وخت کې د روسیې له خوا داسې کومه نښه نه وینو چې په جدي توګه دې د دې ډول دپلوماسۍ تعقیبولو ته چمتو وي، خو که او کله چې دا وخت راشي، اوکراین باید څومره چې ممکن وي تر ټولو قوي موقف کې وي."

د ښاغلي بلینکن په وینا، "او له همدې امله دا خورا حیاتي ده چې موږ دې لارې ته دوام ورکړو چې موږ متحد پاتې شو - د اوکراین د ملاتړ لپاره متحد پاتې شو، د خپلو متحدینو او شریکانو سره متحد واوسو او تر هغه وخته پورې متحد واوسو چې ورته اړتیا وي."

XS
SM
MD
LG