Accessibility links

Breaking News

په اوکراین کې، ماینونو پاکول د بیارغونې لپاره اړین دي


په اوکراین کې ځمکني ماینونه
په اوکراین کې ځمکني ماینونه

کله چې د اوکراین په وړاندې د روسیې تهاجمي جګړه پای ته ورسیږي، اوکراین به بیارغونې ته اړتیا ولري. خو هیڅ ډول بیارغونه به هلته بریالۍ نشي تر هغه چې د روسیې د یرغلګرو ځواکونو لخوا د اوکراین په شاوخوا ۱۶۰ زره مربع کیلومتره ساحه کې چې ددې هیواد څلورمه برخه کیږي، په زرګونو ځمکني ماینونه او ناچاودي توکي نه وي پاک شوي.

د کال په اوږدو کې، اوکراین، تر دې وروستیو پورې د سیمې د غلې ګدام او د نړۍ د غلو او لمر ګلونو یو له مخکښو صادرونکو څخه و، کرهنیز محصول کې یې وروسته له هغې کمښت راغی چې روسیې په پراخه توګه د خپل پخواني هیواد ددې سیمې حاصلخیزه کروندې او کرنیز تاسیسات په ماینونو وپوښل.

د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي-پوځي چارو په دفتر کې د وسلو د لرې کولو او مخنیوي دفتر مدیر مایکل ټیر په وینا، چاودېدونکي توکي همداشان په قصدي ډول د ملکي وګړو د وژلو او ټپي کولو لپاره هم ځای پر ځای شوي.

هغه وایي: "موږ پوهیږو چې روسي ځواکونو د خلکو په کورونو کې د ماشومانو د لوبو سامانونه او حتی د هغو خلکو جسدونه چې د برید په پایله کې وژل شوي دي، په قصدي ډول په ماینونو پوښلي دي. د روسیې د ځواکونو لخوا د جوړو شویو چاودیدونکو توکو وحشتناکه کارونې په عراق او سوریه کې د داعش د تاکتیکونو یادونه کوي، چیرې چې د داعش ترهګرو هڅه کوله چې څومره ممکنه ملکي تلفات واړوي او خلک وډاروي چې کورونو ته ستانه نه شي."

نو پدې خاطر دا د حیرانتیا خبره نده چې ماین پاکول د اوکراین د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي. د دې خطرناک کار لویه برخه لا دمخه د اوکراین د یو شمیر دولتي خدماتو د ادارو لخوا ترسره کیږي.

متحده ایالات له ۲۰۱۶ کال راهیسې د اوکراین د ماین پاکۍ د هڅو ملاتړ کوي. د متحده ایالاتو کارپوهان د اوکراین چارواکو ته مشوره ورکوي، د حکومت د ماین پاکولو ټیمونه روزي او تجهیزوي، او همدارنګه نړیوالې غیر دولتي موسسې تمویلوي چې په لوهانسک او دونیڅک اوبلاست کې د پولې په اوږدو کې ماینونه وباسي. په دې وروستیو کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت اوکراین ته د ماین پاکولو هڅو لپاره ۹۱.۵میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.

ښاغلي ټیری وویل، "هماغسې چې د اوکرایین د حکومت هڅې نه باوریدونکي هڅې همدا اوس روانې دي، په هماغه اندازه په چاودیدونکو موادو د ککړو توکیو خطرونه زیات دي." هغه زیاته کړه: "د ۹۱.۵ میلیون ډالرو مرستې چې موږ یې په راتلونکي کال کې چمتو کوو د اوکراین د ملي ظرفیت پیاوړي کولو او بشپړولو لپاره ددې خبرې په پام کې نیولو سره ډیزاین شوي چې دا هڅې د اوکراین لخوا رهبري شوي او تل به د هغوی له خوا رهبري کیږي."

د روسیې له خوا د ایښول شویو ماینونو او ناچاوده توکيو پاکول به په یو ښه نړیوال همغږي غبرګون سره کلونه وخت ونیسي. متحده ایالات د اوکرایین د خلکو سره د بیارغونې او د دوی د ژوند بیا پیلولو کې د مرستې لپاره د هڅو ملاتړ ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG