Accessibility links

Breaking News

د ۲۰۲۲ کال دپلوماتیکې بریاوې


انتوني بلینکن د منځني ختیځ په تاریخي غونډه کې
انتوني بلینکن د منځني ختیځ په تاریخي غونډه کې

د کال د پای په خبري کنفرانس کې، د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په ۲۰۲۲ کې د دپلوماتیک بریالیتوب څلور خورا مهمې ساحې په ګوته کړې.

لومړی، هغه په ډاګه کړه چې متحده ایالاتو "نړۍ راغونډه کړه چې ډاډ ورکړي چې په اوکراین کې د روسیې جګړه یوه ستراتیژیکه ناکامي ده."

د بهرنیو چارو وزیر وویل: "د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې، موږ د اوکراین خلکو ته د امنیت، اقتصادي او بشردوستانه ملاتړ د ودې لپاره لسګونه متحدین او شریکان سره راټول کړي دي چې دوی د خپل هیواد د دموکراسۍ، حاکمیت او خپلواکۍ دفاع وکړي." ښاغلي بایدن زیلته کړه: "زموږ ډله ایز ملاتړ - د متحده ایالاتو د اضافي ۱.۸۵میلیارد ډالرو اضافي نظامي مرستې په شمول... د اوکراین جنګیالیو ته توان ورکړی چې په متقابل عملیات وکړي، خپل خلک آزاد کړي او خپلې ډیرې سیمې بیرته ونیسي."

دوهم، "موږ د چین د ولسي جمهوریت په وړاندې له خپلو متحدینو او شریکانو سره ستراتیژیک همغږي ګړندۍ کړه،" ښاغلي بلینکن زیاته کړه: "د مۍ په میاشت کې، ما د چین د ولسي جمهوریت لخوا رامینځته شوي ننګونې سره د مقابلې لپاره خپله تګلاره جوړه کړه: په کور دننه زموږ د ځواک پر بنسټونو پانګونه وشي؛ له خپلو شریکانو او متحدینو سره یوځای شئ؛ له چین سره سیالي وکړو ترڅو موږ وکولی شو د خپلو ګټو دفاع وکړو او د راتلونکې لپاره خپل لید درک کړو."

سربیره پردې، متحده ایالات او متحدین یې د تایوان تنګي په اوږدو کې د سولې او ثبات د ساتلو په برخه کې په خپلو ژمنو کې متحد پاتې شوي او په سینکیانګ او تبت کې د چین د ولسي جمهوریت د بشري حقونو د سرغړونو او د ازادۍ د له منځه وړلو په اړه د اندیښنو څرګندولو او ګډ اقدام ته دوام ورکوي او همداشان په هانګ کانګ کې د بیان د ازادۍ او مطبوعاتو د ازادۍ د کمزورتیا په وړاندې.

درېیم، متحده ایالاتو د خوړو د خوندیتوب، روغتیا، انرژۍ او اقلیم او ټول شموله اقتصادي ودې ته د حل لارې وړاندې کولو لپاره ایتلافونه متحرک کړي دي.

ښاغلي بلینکن وویل بالاخره، "موږ د امریکا د دپلوماسۍ ځواک د سولې د پرمختګ او د شخړو د مخنیوي او کمولو لپاره کاروو."

"په اسرائیل، مراکش، بحرین، متحده عربي اماراتو او مصر کې له خپلو سیالانو سره یوځای، ما په منځني ختیځ کې د ادغام او نورمال کیدو د پرمختګ لپاره په تاریخي غونډه کې برخه واخیسته. موږ د اسرائیل او لبنان ترمنځ یو تاریخي تړون رامنځته کړ چې خپلې اوږدمهاله ساحلي ستونزې حل کړي. موږ د افریقا په مشرۍ د خبرو اترو ملاتړ وکړ چې د ایتوپیا او د تیګري ځواکونو ترمنځ د دښمنۍ د پای ته رسولو لامل شو. موږ د یو چوکاټ تړون په جوړولو کې مرسته وکړه چې سودان بیرته د ملکي خلکو په مشرۍ ډیموکراسۍ ته لاره هواره کړي. موږ د یمن په شخړه کې په متارکه کې مرسته وکړه – چې وروسته وغځول شو."

۲۰۲۳ ته سترګې په لار، د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، چې متحده ایالات او ملګري به یې د یوې آزادې، خلاصې، خوندي او هوسا نړۍ د جوړولو لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG