Accessibility links

Breaking News

متحده ایالات د جنوبي کوریا د هند-آرام سمندر د ستراتیژۍ هرکلی کوي


د چین په جنوبي سمندرګي کې چینایي جت الوتکه د امریکا هوایي څواک ته نزدې الوتنه کوي
د چین په جنوبي سمندرګي کې چینایي جت الوتکه د امریکا هوایي څواک ته نزدې الوتنه کوي

د کوریا جمهوریت (ROK) په سیمه کې د آزادۍ، سولې او سوکالۍ د پرمختګ لپاره د هند - آرام سمندر نوې ستراتیژي غوره کړې. د هند - آرام سمندر سیمه د نړۍ د نیمایي څخه زیات نفوس لري او د نړیوال اقتصاد نژدې دوه پر دریمه برخه جوړوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان په یو بیان کې وویل: "متحده ایالات د کوریا جمهوریت د هند-آرام سمنر ستراتیژۍ د غوره کولو هرکلی کوي چې د سیمې د امنیت او مخ پر ودې سوکالۍ لپاره زموږ د ګډې ژمنې انعکاس دی."

د هند - آرام سمندر سیمه له زیاتو ننګونو سره مخامخ ده، په ځانګړې توګه د چین د خلکو جمهوریت له خوا. د چین د خلکو جمهوریت خپلې اقتصادي، نظامي، دپلوماتیکې او تیکنالوژیکي سرچینې د هند - آرام سمندر په اوږدو کې هیوادونو باندې د جبر او ځورولو لپاره کاروي. دا کړنې بشري حقونه، د نړیوال نظم قوانین، او د تګ راتګ د ازادۍ په ګډون نړیوال قانون تر پښو لاندې کوي.

په همدې دلیل، د ملي امنیت سلاکار سولیوان د کوریا د جمهوریت د ستراتیژۍ ستاینه وکړه چې "د نړیوالو ارزښتونو لکه د قانون حاکمیت او بشري حقونو ساتلو ته د ژمنتیا څرګندولو په ګډون یوه هراړخیزه تګلاره ټاکي."

د ملي امنیت سلاکار سولیوان د هند-آرام سمندر په ټوله سیمه کې د کوریا د جمهوریت ((ROK د نه پراختیا او د تروریزم ضد هڅو پیاوړتیا ته هم اشاره وکړه. په ځانګړې توګه، د کوریا د خلکو دیموکراتیک جمهوریت(DPRK) WMD او د بالستیک توغندیو پروګرامونه د سیمې او نړۍ لپاره یو جدي خطر دی.

متحده ایالات به د کوریا ټاپو وزمې د بشپړې اټومي بې وسلې کولو لپاره د کوریا د جمهوریت سره ((ROK سره کار کولو ته دوام ورکړي. برسېره پر دې، د کوریا جمهوریت ژمن دی چې د کوریا د دموکرایتک جمهوریت ((DPRK په وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بندیزونه پلي کړي، او همدارنګه د دې بندیزونو څخه د تیښتې لپاره به د کوریا د دموکراتیک جمهوریت مخه ونیسي.

بالاخره، متحده ایالات "د سیمې د اقتصادي امنیت شبکو ته د ودې ورکولو، د ساینس او تکنالوژۍ په برخه کې همکارۍ، او د اقلیم بدلون او د انرژۍ په امنیت کې د ښکیلتیا" په اړه د کوریا د جمهوریت د هدف هرکلی کوي.

د ملي امنیت سلاکار سولیوان وویل، "مونږ د ولسمشر یون او کوریا د جمهوریت د مشرتابه څخه مننه کوو او د کړریا د جمهوریت ((ROK خلکو ته د دوی د نوې ستراتیژۍ له امله مبارکي وایو." هغه زیاته کړه، "دا به د متحده ایالاتو او زمونږ د همکارانو سره د یو آزاد، سوله ییز او سوکاله هند - آرام سمندر په پرمختګ کې مرسته وکړي.»

XS
SM
MD
LG