Accessibility links

Breaking News

ښځینه سوله ساتي د تلپاتې سولې چانس زیاتوي 


د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د تلپاتې سولې په هکله د خبرو لپاره د ښځو ګډون مهم دی. نږدې ۲۳ کاله وړاندې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۳۲۵ پریکړه لیک تصویب کړ، چې د سولې په خبرو اترو، بشردوستانه پلان جوړونې، سوله ساتو عملیاتو او له جګړې وروسته د سولې د ټینګښت او حکومتولۍ په برخه کې د ښځو د ونډې اهمیت او د جندر د لیدلوري د شاملولو په اړه تفصیلي معلومات په کې درج شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو دایمي استازې لینډا توماس ګرینفیلډ وایي: "دا زموږ اجتماعي مسوولیت دی چې په پرله پسې توګه د بدلون راوړونکړ ښځو پیاوړي کولو ته دوام ورکړو."

"دا په وار وار ثابته شوې چې د سولې په بهیر کې د مشرانو، مذاکره کوونکو، سوله ساتونکو او سوله غوښتونکو په توګه د ښځو بشپړ، مساوي او پرمفهومه ګډون د عادلانه او تلپاتې سولې چانس زیاتوي."

په داسې حال کې چې په دې برخه کې یو څه پرمختګ شوی، خو د ښځو، سولې او امنیت د اجنډا پلي کول یوه روانه ننګونه ده.

لینډا توماس ګرینفیلډ وویل: "موږ دا په افغانستان کې په ډیره جدي توګه وینو، چې طالبانو له نړيوالې ټولنې او افغان ښځو سره خپلې ژمنې ماتې کړي او د ښځو او نجونو پر وړاندې يې سخت او ظالمانه اقدامات پلي کړي دي." هغې زیاته کړه: "دا يو ژور کړکیچ دى. دا به افغانستان د ثبات، اقتصادي هوساینې او راتلونکي ودې څخه بې برخې کړي. دا ښځې او نجونې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالی او جنسي استثمار له زیات خطر سره مخامخ کوي. او دا جدي اړتیا لرونکو افغانانو ته د ژوند ژغورونکو بشري مرستو د رسیدو مخه نیسي."

سفیرې ګرینفیلډ وویل: "زموږ په وړاندې دا ننګونې په یو هیواد یا یوې سیمې پورې محدودې نه دي. په تیر کال کې، ښځې او نجونې په ایران، اوکراین او د نړۍ په نورو ځایونو کې له تاوتریخوالي، جبر او محرومیت سره مخامخ شوي دي،»

تر کومه چې پر مونږ پورې اړه لري، د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ په کینیا، تانزانیا او یوګانډا کې د ښځینه مشرانو ملاتړ کوي چې د تاوتریخوالي ډکې سخت دریځۍ په وړاندې د مبارزې لپاره کار کوي او د ښځو د مشرتابه دفاع کوي. همدا ډول پروګرامونه په مالي او نایجر کې ښځې هم شاملوي.

په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو دایمي استازې لینډا توماس ګرینفیلډ وویل: "دا ډول ښکیلتیا اړینه ده، ځکه چې د داعش، القاعدې، بوکو حرام، الشباب او طالبانو په ګډون ډلې په مستقیم ډول ښځې او نجونې په نښه کوي چې ایډیالوژیکي او تاکتیکي اهداف ترلاسه کړي." هغې زیاته کړه: "د مخنیوي کوونکو لوبغاړو په توګه د ښځو او ځوانانو په ملاتړ کولو سره، موږ کولی شو په اغیزناکه او دوامداره توګه د تروریزم د برابروونکو شرایطو مخه ډب کړو."

سفیرې توماس ګرین فیلډ وویل: "تلپاتې سوله او یوه ټول شموله هوسا ټولنه د ښځو په مشرتابه او د هغوی په سیاسي مشارکت پورې اړه لري."

د ولسمشر بایډن اداره په کور دننه او نړۍ کې د ښځو او نجونو د حقونو ساتنې او پرمختګ ته کلکه ژمنه ده.

XS
SM
MD
LG