Accessibility links

Breaking News

د متحده ایالاتو او سویلي کوریا اتحاد پیاوړی کیږي


بلینکن او پارک جين
بلینکن او پارک جين

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل: "موږ به د کوریا له جمهوریت سره کار ته دوام ورکړو ... ترڅو د کوريا د دموکراتیک جمهوريت څخه د پوځي تجهيزاتو د ترلاسه کولو لپاره د روسیې د هڅو په وړاندې مبارزه وکړو."

اویا کلونه وشول، چې د متحده ایالاتو او د کوریا جمهوریت اتحاد پیاوړی دی او لا پیاوړی کیږي. د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو د وزير پارک جين په وينا، هرڅومره چې نړيوال منظر ناامنه وي، هغومره د دواړو هېوادونو تر منځ اتحاد پياوړی کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن جنوبي کوریا ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې وویل، دا په حقیقت کې د متحده ایالاتو او د کوریا جمهوریت ترمنځ د اړیکو لپاره د خورا تحرک او اهمیت وخت دی.

هغه وويل: "په تيرو ٧٠ کلونو کې دغه اړيکې له يو مهم امنيتي اتحاد څخه په يو مهم نړيوال شراکت بدلې شوي دي." هغه زیاته کړه، "زموږ خلکو ته تقریبا د هرې مسلې د پایلو په اړه متحده ایالات او کوریا په ګډه کار کوي. او دا یوه پیښه نه ده، بلکې دا ددې اړیکو او دې سیمې ته زموږ د ژمنتیا انعکاس دی."

ښاغلي بلینکن وویل، د دواړو هېوادونو پر وړاندې اصلي ننګونه په ختيځه اسيا او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امنيت او ثبات ساتل او پياوړي کول دي. په ځانګړې توګه، متحده ایالات او د کوریا جمهوریت کله چې "د چین په وړاندې د دوی د چلند خبره وي، او یا د سویلي او ختیځ چین سمندرونو او د تایوان د تنګی په اړه وي" دوی یوه "ستراتیژیکه همغږي" شریکوي. بلینکن زیاته کړه، چې دا هم د یادولو وړ ده چې "کوریا، جاپان، استرالیا او نیوزیلینډ اوس د ناټو په غونډو کې په منظمه او فعاله توګه ګډون کوي."

هغه وویل: "کوریا د اوکراین د زړورو هڅو ملاتړ ته دوام ورکوي چې د خپلو خلکو دفاع وکړي، د خپلې خاورې دفاع وکړي او د روسیې د تیري په وړاندې د دموکراسۍ دفاع وکړي."

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن وویل، بالاخره، دواړه هیوادونه د کوریا د دموکراتیک جمهوریت د پاروونکو اقداماتو په وړاندې په خپل چلند کې متحد دي.

"موږ وینو چې د کوریا دموکراتیک جمهوریت روسیې ته د اوکراین په وړاندې د خپل یرغل د مخ بیولو لپاره نظامي تجهیزات ورکوي، خو موږ دا هم وینو چې روسیه د کوریا دموکراتیک جمهوریت ته د نظامي پروګرامونو لپاره ټیکنالوژي او ملاتړ چمتو کوي. او دا د کوریا ټاپو وزمې د امنیت لپاره ریښتینې اندیښنه ده، دا د نړیوالو ناپیلو رژیمونو لپاره ریښتینې اندیښنه ده، دا په اوکراین کې د روسیې د تیري لپاره ریښتینې اندیښنه ده، او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څو پریکړه لیکونو څخه د سرغړونې اصلي اندیښنه ده."

هغه وویل: "موږ به د کوریا له جمهوریت او د نورو علاقه لرونکو هیوادونو سره کار ته دوام ورکړو، چې د کوریا د دموکراتیک جمهوریت څخه او یا هر هغه بل هیواد څخه چې د اوکراین په وړاندې د جګړې لپاره ملاتړ چمتو کوي د روسیې د پوځي تجهیزاتو د ترلاسه کولو هڅې وپیژني، افشا او په وړاندې یې مقابله وکړي." بلینکن رزیاته کړه، "او په ورته ډول، موږ هغه ملاتړ په کلکه څارو چې روسیه یې د کوریا دموکراتیک جمهوریت ته چمتو کوي."

XS
SM
MD
LG