Accessibility links

Breaking News

ایا نړۍ باید د افغانستان له طالبانو سره ښکیل شي؟


د ځانګړو سیاسي چارو لپاره د امریکا ځای ناستي استازي رابرټ ووډ وویل:" افغانې ښځې له ملګرو ملتونو څخه غواړي چې پر طالبانو فشار راوړي چې ښځې باید د ټولنې په ټولو برخو کې شاملې کړي."


په اصل کې، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې د وروستي راپور له مخې، افغانستان ښایي په بشپړ ډول په نړیوال سیسټم کې د تاوتریخوالی له یوې بلې دورې څخه د تیریدو پرته او د نړیوالو قوانینو سره سم یو ځای شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي مشرې روزا اوتونبایوا وایي، دا هغه څه دي چې باید پر هکله یې کار وشي، خو اوس هم ډېرې ستونزې په مخ کې پرتې دي. هغې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وینا کې چې استازو یې له طالبانو سره د خبرو د پیلولو په اړه بحث کاوه، له طالبانو سره د بشري حقونو او حکومتولۍ په ګډون په یو شمېر موضوعاتو کې د ګټورې ښکیلتیا یادونه وکړه. له بلې خوا، د طالبانو په بیا واکمن کیدو سره له چوکاټ څخه بهر د بشري حقونو د سرغړونو خطرناکه بیلګه رامنځته شوی ده.


نو پوښتنه دا ده چې ایا له طالبانو سره د خبرو پیل کول، کومه ګټه لري؟
د ځانګړو سیاسي چارو لپاره د امریکا ځای ناستي استازي رابرټ ووډ، درې مهم موضوعات په ګوته کړل چې باید حل شي.


لومړی، "افغان میرمنې له ملګرو ملتونو څخه غواړي چې پر طالبانو فشار راوړي چې ښځې باید د ټولنې په ټولو برخو کې شاملې کړي. " هغه زیاته کړه: "متحده ایالات د دوی غوښتنې اوري او له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره به تر هغه د پام وړ ګامونو پورته نه کړي، تر څو چې ښځې او نجونې تعلیم، کار او د ټولنیز او سیاسي ژوند نورو اړخونو کې د پام وړ لاس رسی ونه لري."


دوهم، "طالبان د بشردوستانه لاسرسي مخه نیسي، په ځانګړې توګه د ښځینه بشري کارمندانو په کار باندې د محدودیتونو له لارې." سفیر ووډ وویل: "متحده ایالات ژمن دي چې هغو کسانو ته چې خورا اړتیا لري، مرستې چمتو کړي. له ۲۰۲۱ راهیسې، موږ د دوه میلیارد ډالرو څخه ډیرې مرستې چمتو کړي دي. دا اړینه ده چې پوه شو، یوازې بشري مرستې کافي ندي. له همدې امله طالبان باید خپلې تګلارې چې ښځې د افغانستان په اقتصاد کې له ونډې څخه منعه کوي، بېرته بدلې کړي."


او بالاخره، متحده ایالات د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې هرکلی کوي، چې د بین المللي تماس د ډلې د جوړولو لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه کوي. دوی به "د یوې لارې د نقشې د رامنځته کولو لپاره مهم وي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان خپل نړیوال مکلفیتونه پوره کوي.


سفیر ووډ وویل: "د امنیت شورا باید په ګډه کار ته دوام ورکړي ترڅو پر طالبانو فشار راوړي چې خپل ویجاړونکي لاره بیرته واخلي." هغه زیاته کړه، "طالبان باید د افغانانو د هیلو د ملاتړ، د بشري حقونو د سرغړونو د پای ته رسولو او اړمنو کسانو ته د مرستو د رسولو لپاره له افغان ولس سره جدي خبرې وکړي."

XS
SM
MD
LG