Accessibility links

Breaking News

د سوریې د شخړې د سیاسي حل غوښتنه


د ځانګړو سیاسي چارو لپاره د امریکا ځای ناستي استازي رابرټ ووډ وویل:"د سوریې خلک د هغه راتلونکي مستحق دي چې د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د درناوي په ګډون، دوی د ترلاسه کولو لپاره سختې جګړې کړې دي."

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي ګیر پیډرسن په وینا، ۲۰۲۳ کال د سوریې د ملکي وګړو لپاره یو بل غمجن کال و، چې په اندیښنې وړ کچه دوی پکښې وژل شوي، ژوبل شوي، بې ځایه شوي، توقیف شوي او تښتول شوي، او نن ورځ د سیمه ییز کړکیچ د پراختیا له خطر سره مخ دي. هغه زیاته کړه:"د سوریې او غیر سوریې او د ټولو فعالینو اعظمي زغم ته" او "په ټول هیواد کې د اوربند په لور په سوریه کې دننه او د سوریې اړوند د کړکیچ دوامداره کمښت ته بیړنۍ اړتیا ده."

د ځانګړو سیاسي چارو لپاره د امریکا ځای ناستي استازي رابرټ ووډ وویل: "لکه څنګه چې ۲۰۲۳ کال پای ته رسیږي، د سوریې سیاسي بهیر په نا هیلۍ سره ډب پاتې دی، او د سوریې خلک ډیر ځوریږي."

"له څه باندې دولسو کلونو راهیسې د بشارالاسد رژیم د سوریې د خلکو پر وړاندې په وحشیانه جګړه بوخت دی. سر بیره پردې، سوریه لاهم د فبروري د زلزلې له ویجاړونکو اغیزو څخه کړیږي. د دې پر ځای چې په سیاسي بهیر کې ښکیل شي، په وروستیو څو میاشتو کې د بشارالاسد رژیم د سوریې په شمال لویدیځ کې پر خپلو خلکو بریدونه زیات کړي دي."

سفیر ووډ وویل: "موږ ټول پوهیږو چې د دې جګړې مسؤلیت د اسد د رژیم پورې اړه لري." هغه زیاته کړه چې د ډسمبر په وروستیو کې، "د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په سوریه کې د بشري حقونو وضعیت په اړه د متحده ایالاتو په همکارۍ یو پریکړه لیک ته رایه ورکړه چې نړۍ ته یې د هغو سرغړونو یادونه وکړه چې د اسد رژیم غواړي موږ یې هیر کړو: د کیمیاوي وسلو کارول، غیر قضایي وژنې، شکنجه او نور ناوړه چلند، غیرعادلانه توقیفونه، په زوره ورکیدل، او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی."

هغه وویل: "موږ د هغو راپورونو له امله اندېښمن یو چې تاوتریخوالی له ۲۰۱۹ راهیسې تر ټولو بدې کچې ته رسېدلی دی. په ادلیب کې د رژیم او روسیې د بریدونو له امله د سلګونو ملکي وګړو وژل د ژورې اندېښنې وړ دي." هغه زیاته کړه، "هغه تخریب چې دوی زیربناوو ته اړولی او هغه ګواښونه چې دوی بشري عملیاتو ته رامنځته کړي د ژمي په سړو میاشتو کې په سلګونو زره خلک له خطر سره مخ کړي."

سفیر ووډ وویل: "موږ د ملګرو ملتونو د اکثریت غړو هیوادونو سره یوځای د سوریې له رژیم څخه غواړو چې سمدلاسه ټول په خپل سر نیول شوي بندیان خوشې کړي او د لسګونو زرو ورک شویو کسانو په اړه معلومات برابر کړي." په ورته وخت کې، "موږ د سیمې څخه د کړکیچ د خپریدو په اړه اندیښنې شریکوو."

هغه وویل: "موږ باید د ۲۲۵۴ پریکړه لیک سره سم د سوریې متمرکز او د سوریې په مشرۍ حل ته د رسیدو لپاره ژمن پاتې شو، چې د شخړې د تلپاتې حل لپاره یوازینۍ عملي لار- نقشه ده."

سفیر ووډ وویل: "د سوریې خلک له ډیر وخت راهیسې انتظار باسي." هغه زیاته کړه، "[دوی] د هغه راتلونکي مستحق دي چې د دوی د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو د درناوي په شمول یې ورته سخته مبارزه کړې ده."

XS
SM
MD
LG