Accessibility links

Breaking News

جي-۷ ایران ته خبرداری ورکړ


په ایران کې جوړه شوې بې پیلوټه الوتکه چې په کیف کې پرزول شوې
په ایران کې جوړه شوې بې پیلوټه الوتکه چې په کیف کې پرزول شوې

د امریکا متحده ایالات، کاناډا، فرانسه، جاپان، ایټالیا، جرمني او بریتانیا وایي، دوی "ډیر اندیښمن دي چې ایران د روسیې رژیم ته د بې پیلوټه الوتکو له ورکولو وروسته مسکو ته د بالستیک ټکنالوژۍ په لیږد غور کوي."

د امریکا متحده ایالاتو او د جي-۷ هیوادونو په ډله کې د هغه متحدینو ایران ته خبرداری ورکړی چې روسیې ته بالستیک توغندي وانستوي.

د متحدو ایالتونو، کاناډا، فرانسې، جاپان، ایټالیا، جرمني او بریتانیا په ګډون د دې اتحاد مشرانو په یوه اعلامیه کې ویلي، دوی "ډېر اندېښمن دي چې ایران د روسیې رژیم ته د بې پیلوټه الوتکو له اکمالاتو وروسته دغه هیواد ته د بالستیک ټکنالوژۍ پر لېږد غور کوي، کوم چې په اوکراین کې د ملکي خلکو پر وړاندې په بې رحمانه بریدونو کې کارول کیږي."

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د ارتباطاتو سلاکار جان کربي په یو مطبوعاتي کنفرانس کې، د اعلامیې په لوستلو سره وویل:

"زه نقل قول کوم: 'که ایران روسیې ته د بالسټیک توغندیو یا اړوند ټکنالوژۍ چمتو کولو ته دوام ورکړي، موږ چمتو یو چې د ایران په وړاندې د نویو او مهمو ګامونو په ګډون، په چټکۍ او په همغږي سره ځواب ووایو'. د نقل قول پای."

سلاکار کربي یادونه وکړه چې د ایران رژیم نه یوازې روسیې ته بې پیلوټه الوتکې ورکړي، بلکې داسې مواد یې هم ورکړي چې روسیې ته اجازه ورکوي چې هغه د روسیې په خاوره کې تولید کړي. بې پیلوټه الوتکې په اوکراین کې پر ملکي وګړو او بنسټیزو تاسیساتو د بریدونو لپاره کارول شوي دي. بالستیک توغندي به یو مهم زیاتوالی وي.

"دا یوه مخ پر ودې دفاعي اړیکه ده چې موږ یې خورا له نږدې څارو. ... موږ واقعا غوښتل چې دلته د ایران او روسیې لپاره یو نښه وټاکو چې که دوی دا کار وکړي د ګړندیو عواقبو سره به مخامخ شي."

سلاکار کربي دې ته اشاره وکړه چې د ایران او روسیې ترمنځ دفاعي اړیکې نه یوازې د اوکراین د خلکو لپاره بدې دي، "بلکې د منځني ختیځ د خلکو لپاره هم بدې دي، ځکه ایران هیله من دی چې له دې څخه هم یو څه ترلاسه کړي. دا یوازې پر روسیې د بالستیک توغندیو د پلور په اړه نه دی. [د ایران مشران] هیله مند دي چې د ځان لپاره د روسیې نظامي ټکنالوژي ترلاسه کړي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ایران لخوا روسیې ته د بالستیک توغندیو د ورکولو په اړه وویل: "موږ ایران ته یو روښانه پیغام استولی چې دا کار ونه کړي. ...د دې پیښې په اړه احتمالي اندیښنه او د اړتیا په صورت کې د هغې په وړاندې د غبرګون ژمنې خورا ریښتینې او خورا قوي دي."

XS
SM
MD
LG