ولسمشر ټرمپ ژمن دی چې امریکایان د هغو تحقیقاتو له خطر څخه خوندي وساتي، چې هدف یې د عضویت په طبیعي فعالیت باندې کنترول دی. د gain-of-function تحقیقات مکروبونه او نور بيولوژیکي او زهرجن مواد کنترولوي. له همدې کبله ولسمشر ټرمپ تازه یو فرمان لاسلیک کړ، چې په متحدو ایالتونو او نړۍ کې د بیولوژيکي تحقیقاتو خوندیتوب او امنیت ښه کوي.
سپينې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې وضاحت ورکړی چې دغه فرمان «د اندېښنې وړ هېوادونو، لکه چین، ایران او نورو کې چې د تحقیقاتو کافي نظارت نه لري، د gain-of-function تحقیقاتو په اړه د اوس لپاره او په اینده کې د فدرال بودیجه» ختموي.
سپینه ماڼۍ وايي چې دغه فرمان د امریکا تحقیقاتي ادارې قوي کوي چې «د نورو هغو بیولوژيکي تحقیقاتو لپاره بودیجه په ګوته او ختمه کړي، چې د امریکایانو عامه روغتیا، عامه مصونیت او ملي امنیت ته خطر» پېښوي. دا فرمان همدغه راز «نه پرېږدي چې د فدرال بودیجه د بهرنیو تحقیقاتو سره مرسته وکړي، چې شاید کومه بله وبا رامنځ ته» کړي.
سپینه ماڼۍ وايي چې دا «اقدمات به د لابراتوار سره تړلې پېښې، چې د gain-of-function تحقیق په کې شامل دی، لکه څنګه چې دEcoHealth Alliance او Wuhan Institute of Virology له لوري چې د کروناویروس په اړه ترسره شوی، پام وړ کموي. دا فرمان، پرته له دې چې د متحدو ایالتونو د ابتګار مخه ونیسي، د امریکایانو د بیولوژيکي تحقیق د مصونیت او امنیت د خوندیتوب په هدف صادر شوی. سپینې ماڼۍ دا هم څرګنده کړې ده، چې «له لسیزو راهېسې د ناروغۍ زېږوونکو، مسمومیت او د ناروغیو د عواملو زېږوونکو په اړه کافي نظارت او شفایت موجود نه وو.»
سپینه ماڼۍ وايي دا اجرايي فرمان همدغه راز «په متحدو ایالتونو کې د ناروغیو، عفوني او مسمومیت لرونکو عواملو په اساس تحقیقات، چې ممکن امریکایانو ته خطر پېښ کړي او تر څو پورې چې په دغو تحقیقاتو باندې یو مصون، د اجرا وړ او شفاف سیاست نه وي حاکم شوی، بندوي. همدغه راز «نظارت قوي او د هغو تګلارو، چې محققانو په تېر وخت کې د بیولوژيکي امنیت او مصونیت څخه د تښتې لپاره ترې کار اخیسته، مخه» نیسي.
د دغه اجرايي فرمان د لاسلیک کېدو په مهال، د روغتیا او عامه خدمتونو وزیر رابرټ کېنډي جونیر gain-of-function ذاتي خطر په اړه ټېنګار وکړ: «دا داسې یوه وسله ده، چې تل منفي غبرګون له ځان سره لري. تل بد خبرونه او توجیه... موجود وي. تل دا و چې په اینده کې د یوې بلې وبا د مخنیوي لپاره موږ باید واکسین تولید کړو، د gain-of-function د تحقیق په اړه یو ښه ټکی نه شو یادولی. زه نن ولسمشر ټرمپ د هغه د زړورتیا او لیدلوري له کبله ستایم چې د د متحدو ایالتونو د بیولوژيکي وسلو په اړه تحقیقاتو ته د پای ټکی کېښود.»