Accessibility links

Breaking News

له امریکا څخه په خپله خوښه د ناقانونه بهرنیانو د وتلو انتخاب


Project Homecoming, DHS.
Project Homecoming, DHS.

د کور ته بیرته ستنیدو پروژه هغه پروګرام دی چې د متحده ایالاتو د ولسمشر دونالډ ټرمپ لخوا تاسیس شوی او هدف یې دا دی چې په امریکا کې غیرقانوني بهرنیان وهڅوي چې په خپله خوښه د امریکا څخه ووځي.

د امریکا د کورنیو چارو وزارت (DHS) د کور ته د بیرته ستندو د پروژې د پلې کولو د لومړۍ ګام په توګه یوه الوتکه د ټکساس د هیوسټن د ښار څخه هندوراس او کلمبیا ته چارټر کړه چې ۶۴ هغه کسان یې انتقالول چې په خپله خوښه خپلو هیوادونو ته د ستنیدو لپاره جوګه شوي‌ وو.‌

دغه چارټر شوې الوتکې کې هغه خلګ انتقال شول چې دوطلبانه دې ته حاضر شوي وو چې خپلو هیوادونو ته ولاړ شي.‌ دا هغه کسان نه وو چې د مهاجرت او ګمرکاتو د قانون د تنفیذ ادارې یا ICE په عملیاتو کې نیول شوي دي.‌ دغو کسانو ته هغه فوائد ورکړل شوي وو چې غیرقانوني بهرنیانو ته چې [د ګمرکاتو او پولو د ګزمې] د اپلیکشین استعمالوي‌، چې په خپله خوښه بیرته خپلو هیوادونو ته ولاړ شي.

دوی ته د سفر خرڅ، چې ۱۰۰۰ ډالره کیږي،‌ هم ورکول شوي.‌ ‌دغه کسان د دې فرصت هم لري چې که یوه ورځ ورته چانس برابر شي بیرته د امریکا متحده ایالاتو ته په قانوني توګه راشي.

په دغو کسانو کې ۳۸ تنه یې د هندوراس وو. دغه کسانو ته د هندوراس حکومت او کورنیو ښه راغلاست وویل او د هندوراس د حکومت د "وروه، خورې، خپل کور ته راشه" د پروګرام څخه هم مستفید شول. په دغه پروګرام کې هغه کسانو ته چې تر ۱۸ کاله ډیره عمر ولري ۱۰۰ ډالره او د خوړو کوپن ورکول کیږي‌ او د کار په موندلو کې هم ورسره مرستې کیږي.

او د دغو کسانو څخه ۲۶ تنه یې بیا کلمبیا ته په خپله خوښه ستانه شول. په کلمبیا کې د دغو کسانو کورنیو او د کلمبیا د بهرنیو چارو وزارت او مهاجرت د ادارې چارواکو ورته ښه راغلاست وویل. د کلمبیا حکومت دغه کسانو ته د کورنیو د رفاه د انستیتیوت او د اجتماعي سوکالۍ د ادارې لخوا اجتماعي خدمات برابر کړي دي.

د امریکا د کورنیو چارو وزیرې کرسټي نووم وویل:‌ "د امریکا د کورنیو چارو وزارت د کور ته بیرته ستنیدو د پروژې لومړی پرواز چارټر کړ چې ۶۴ کسان یې خپلو هیوادونو ته،‌ هندوراس او کلمبیا ته،‌ په داوطلبانه توګه ستانه کړل."‌

هغې زیاته کړه:‌ "که چیري تاسو دلته غیرقانوني اوسیږئ، نو د سي بي‌ پي هوم اپلیکیشن له لارې د خپل تګ پلان برابر کړئ، مالي کومک ترلاسه کړئ او خپلو کورونو ته ستانه شئ.‌ که چیري تاسو دا کار و نه کړی نو تاسو به جریمه شئ، جبري به واستول شئ او بیا به هیڅ کله هم د دې اجازه و نه لری چې بیرته ستانه شئ. که چیري تاسو په دغه هیواد کې په غیرقانوني توګه اوسیږي،‌ همدا اوس په خپله خوښه ستانه شئ او دغه فرصت چې په قانوني او سمه لاره بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه شئ له لاسه مه ورکوی."

ولسمشر ټرمپ‌ په دې وروستیو کې د ټروت سوشل د شبکې په خپلې پاڼې کې لیکلي دي: "غیرقانوني بهرنیان چې په امریکا کې اوسیږي، په هر ځای او شکل چې زموږ خوښه وي مجازات به شي، د سریع ایستلو په شمول."
هغه زیاته کړه:‌ "غیرقانوني بهرنیانو ته:‌ خپل وړیا ټکټونه همدا اوس واخلئ"

XS
SM
MD
LG