Accessibility links

Breaking News

جونټېنت ۲۰۲۵


په متحده ایالتونو کې د جون ۱۹ نیټه عمومي رخصتي ده او دا رخصتي د جونټېنت په نامه پېژندل کیږي‌، دغه کلیمه په انګریزي کې د جون او د ناینټېنت یا ۱۹ د کلماتو د یوځای کولو څخه جوړه شوې ده. دا هغه ورځ وه چې په ۱۸۶۵ کال کې اخري افریقايي الاصله امریکايي مریان یا غلامان آزاد شول.

کله چې متحدو ایالتونو په ۱۷۷۶ کال کې د بریتانیا د امپراتورۍ څخه خپله خپلواکي ‌اعلان کړه نو مریتوب د امریکا د هغه وخت په ټولو ۱۳ ایالتونو کې قانوني بڼه درلوده. خو ډېرو امریکایانو بیا مریتوب بد ګڼه او د ختمولو لپاره یې یو غښتلی تحریک پيل کړ.

تر هغه پورې چې په ۱۷۸۹ کال کې د امریکا اساسي‌ قانون تصویب کېده، د شمالي ایالتونو څخه په پنځو کې یې مریتوب ختم شوی و. خو په اتو نورو ایالتونو کې، چې زیاتره په جنوب کې موقعیت درلود، مریتوب ادامه درلود. کله چې امریکا لویدیځ لور ته وغځیدله،‌ نو په دغو سیمې کې د مریتوب موضوع جنجالي شوه. په ۱۸۶۹ کال کې ابراهم لینکن د متحدو ایالتونو ولسمشر انتخاب شو.‌ هغه د انتخاباتي کمپاینونو په ترڅ کې ژمنه کړې وه چې په فدرالي سیمو کې به د مریتوب مخالفت کوي.

په ځواب کې یې، یولسو جنوبي ایالتونو چې مریتوب په کې قانوني و د متحدو ایالتونو څخه انشعاب وکړ او د امریکا کنفډریټ ایالتونه یې جوړ کړل.‌ ولسمشر لینکن دغه انشعاب یا جلا کیدل غیرقانوني او یاغیتوب اقدام وګاڼه. هغه د دغه [کنفدریټ‌ ایالتونو] د ځپلو لپاره ځواکونه راټول کړل.‌ یاغي ایالتونو هم خپلې قواوي راوغوښتلي او د جنوبي کارولینا په ایالت کې د ۱۸۶۱ کال د اپریل په میاشت کې د دواړو ترمنخ جګړه پيل شوه.‌ دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ جګړه ده چې د کورنۍ جګړې په نامه پيژندل کیږي او په کې ۶۰۰،۰۰۰ زره امریکایان ووژل شول.

د ۱۸۶۳ کال د جنوري په میاشت کې ولسمشر ابراهم لینکن د آزادۍ اعلامیه یا Emancipation Proclamation صادر کړه چې په ترڅ کې یې په کنفډریټ ایالتونو کې ټول هغه کسان چې مریان وو آزاد شول. مریتوب بیا د امریکا په اساسي قانون کې د ۱۳ تعدیل د راوستلو سره د ۱۸۶۵ کال د ډسمبر په میاشت کې ختم شو.‌

د ۱۸۶۵ کال د جون تر میاشتې پورې په ټولو یاغي‌ ایالتونو کې د کنفډریټ‌ ځواکونه تسلیم شول او په دغو کې اخري کسان چې تسلیم شول د ټکساس په ایالت کې وو.

د ۱۸۶۵ کال د جون په ۱۹ نیټه، د اتحاد جنرال ګورډن ګرنیګر د ګالویسټن سیمې ته په ټیکساس کې ورسید چې مریان هلته آزاد کړي‌ او د ایالتونو ترمنځ اتحاد اعاده کړي.

د هغه نه وروسته د ټکساس د افریقايي الاصله امریکایانو ټولنې د دغې نیټې «جونټېنت» نمانځل پيل کړل او د ۱۸۷۹ کال راهیسې دغه ورځ په ټیکساس کې رسمي رخصتي اعلان شوه.

د ۲۰۲۱ کال د جون په ۱۷ نیټه د امریکا د هغه وخت ولسمشر جو بایډن دغه ورځ عمومي رخصتي اعلان کړه.
جونټېنت نمانځنه یوازې د مریتوب څخه د خلاصون نمانځنه نه ده بلکې په دغه ورځ‌ د تورپوستو امریکایانو د لاسته راوړنو یاد او قدر کیږي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روان کال د فبروري په میاشت کې، د تورپوستو د تاریخ د میاشتې د نمانځنې په مناسبت په خپلې اعلامیې کې وویل:‌ «په ټول تاریخ کې، تورپوستي امریکایان زموږ د هیواد د ډیرو اغیزمنو مشرانو په جمله کې راځي چې زموږ د ملت تاریخ او سیاسي برخلیک یې جوړ کړی دی.» هغه زیاته کړه چې د دوې لاس ته راوړنې «ټولو امریکایانو ته د الهام سرچینه ده.»

XS
SM
MD
LG