د امریکا ولسمشر ډانلد ټرمپ د یو اجرایوي فرمان په ترڅ کې چې د جون پر ۳۰ مې یې صادر کړ، پر سوریې باندې بندیزونه لغوه کړل.
بندیزونه به پر بشارالاسد او د هغه پر همکارانو، د بشري حقونو پر ناقضینو، د مخدره موادو پر قاچاقبرانو او پر هغو کسانو چې د سوریې د پخوانيوو کیمیاوي وسلو په فعالیتونو کې ښکېل و، د داعش او ورسره ملګرو ډلو پر غړو او د ایران پر نیابتي ډلو باندې پر ځای پاتې وي. .
د ولسمشر په فرمان کې د سوریې پر صادراتو باندې د ځینو محدودیتونو د نرمولو اجازه ورکړل شوې ده.
د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو په یوې لیکل شوې بیانیې کې وویل چې ،، دا اقدامات د ولسمشر د لیدلوري استاځیتوب کوي چې هدف یې د امریکا د متحده ایالاتو او سوریې ترمنځ د نویو اړیکو تشویق دی، د یوې داسې سوریې چې باثباته وي، متحده وي او د ځان او ګاونديو سره په سوله کې وي.،،
ښاغلي پمپیو زیاته کړه چې د لسمشر اقدامات ،، د سوریې د خلګو دپاره د یوه نوي فصل پیل دی په داسې حال کې چې دوي د یوې داسې آیندې د جوړولو دپاره کار کوي چې مصونه، باثباته او بریالۍ وي.،،
د ولسمشر د فرمان سره سم، د امریکا د مالیې وزارت د ۵۱۸ کسانو او سازمانو نومونه د امریکا د تور لیست څخه و ایستل چې د سوریې د بندیزونو په لړ کې په دې لست کې اچول شوي وو. ددغه کسانو او سازمانونو د لست څخه ایستل د سوریې د پرمختګ، د حکومت د چلولو او ددغه هیواد د اجمتاعي جوړښت د بیارغولو دپاره اړین دي.
د امریکا د مالیې وزارت دغه راز ۱۳۹ کسان او سازامانونه چې د سوریې د مخکیني رژیم سره یې تړاو درلود او دغه راز د ایران سره په اړیکه کې و او د سوریې د تروریزم ضد قواوو مربوط و تور لست ته اچولي دي ترڅو د بشارلاسد د رژیم پرضد چې د بشر حقوق یې نقض کړي د باسخاس لړۍ پرځای پاته شي.
هغه شرایط چې په ترڅ کې یې د سوریې پرضد د امریکا د بندیزونو پروګرام وده وکړه او د بشارلاسد د پخواني ظالم رژیم سره یې تړاو درلود، په تیرو ښپږو میاشتو کې په کښي تغیر راغلی او نوي انکشافات رابرسیره شوي دي چې په کښي د احمد الشرع تر مشرې لاندې د سوریې د نوي حکومت مثبت اقدامات شامل دي، چې ترسره کړي یې دي.
د ولسمشر اجرایوي فرمان او د امریکا د باندنیو چارو د وزارت، مالیې وزارت او تجارت وزارت اقدامات د امریکا د حکومت د هڅو استاځیتوب کوي چې پر سوریې باندې د بندیزونو بشپړ جوړښت له مینځه لیري کړي.
د امریکا د بندیزونو نه سرغړونه کولای شي چې د امریکایي وګړو او بهرنیانو دپاره جرمي او مدني مجازات په پای کې ولري.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بیسین وویل چې د ولسمشر ټرمپ ژمنه به چې پر سوریې به بندیزونه لیري کړي ددغه هیواد سره مرسته وکړي چې د نړیوال تجارت سره خپلې اړیکې د سره ورغوي او ځان ته نړیوال اعتماد جوړ کړي.
ښاغلي بیسن وویل چې ،، په داسې حال کې چې مونږ په سیمه کې پرمختګ څارو، مونږ پر دې اوس متمرکزه یو چې د اسد، د هغه د ملګرو، ترهګرو او نورو غیرقانوني ډلو مخه ونیسو چې هڅه ونکړي چې سوریه او سیمه بې ثباته کړي.