نن د جولای څلورمه د امریکا د متحده ایالاتو د تاسیس ۲۵۰ مه کلیزه ده.
په کال ۱۷۷۶ کې د جولای پر څلورمې نیټې، د شمالي امریکا ۱۳ مستعمرو یو پریکړه لیک صادر کړ چې ،، دا مستعمرې دي، او حق لري چې وي، آزاده او خپلواکه ایالتونه...،، د وخت په تیریدو سره دا دیارلس مستقل ایالتونه د امریکا د متحده ایالاتو په نامه په یوه ملت بدل شول.
ښاغلي جیفرسن په واضیح او مختصره ژبه د امریکا د انقلاب دلایل او هغه اصول ولیکل چې نوي حکومت یې استاځیتوب کوی ،، موږ باور لرو چې دغه حقایق پرته له ثبوته واضیح دي چې ټول انسانان مساوي دي او د خپل څښتن له خوا ځیني نه بیلیدونکي حقوق لري چې په دغو حقوقو کې د ژوند،آزادۍ د خوښیوو د تعقیبولو حق شامل دی ددې دپاره چې دغه حقوق تظمین شي دوګړو ترمنځ حکومتونه تشکیلېږي چې خپل د عدالت د تامین واک د خلګود موافقې څخه ترلاسه کوي.،،
ددغه ډول مشروع حکومت رامنځ ته کېدل په بشپړ ډول د آزادو خلګو په موافقې پورې اړه لري. ښاغلي جیفرسن په خپلې لیکنې کې د خلګو هغه حق هم یاد کړی چې کولای شي ،،استبدادي نظام،، راوپرځوي او داسې حکومتونه تاسیس کړي چې د بشر د حقوقو درناوی کوي.
د امریکا د آزادۍ د اعلان په سند کې اکثرا د امریکایانو مدني حقوقو ته اشاره شوې چې امریکایان یې ډیر قدر کوي او داچې دغه حقوق د بریتانیوي چارواکو له خوا نقض شوي و. په سند کې دا هم ویل شوي چې بریتانیوي چارواکو په امریکا کې ،،پوځ ته د ملکي حکومت په پرتله خپلواکي او ډیر صلاحیت ورکړل شوی و،، او دغه راز بریتانیا د امریکایانو څخه مالیات اخیستل او امریکایان د بریتانیا د قوانینو تابع و په داسې حال کې چې د بریتانیا په حکومت کې یې هیڅ ډول استاځولي نه درلوده.
هغه امریکایان چې د استعمار ضد وو هغوی به په جبري ډول توقیف کېدل او د منصفه هیت د حق څخه به محرومېدل. پر امریکا باندې اقتصادي مانع هم وضع شوې وه چې د امریکا خلګ تسلیمیدو ته اړ کړي.
ښاغلي جیفرسن لیکلي چې امریکایانو د هرې سوله ایزې لارې څخه کار واخیسته چې دغه وضیعت بدل کړي خو عریضې یې د لا زیات استبداد لامل شوې.
کله چې د انقلاب او استبداد ته د تسلیمېدو ترمنځ یې باید یوه لاره انتخاب کړې وای امریکایانو جګړه انتخاب کړه.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۲۰ کال خپل د جولای د څلورمې نېټې د بیانیې په ترڅ کې وویل چې ،، د آزادۍ او عدالت ارزښتونو ته د امریکا دایمي تعهد چې زمونږ د امریکایتوب اصلي روح ده زمونږ د ملت د تاسیس نه سرچینه اخلي. ،، ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې د آزادۍ په اعلان کې چې کوم اصول ذکر شوي دي ،،اوس هم زمونږ د ملت د مخ پر وړاندې تګ لارښوونه کوي او د آزادۍ، سوکالۍ د ټولو دپاره د فرصت د مشعل په توګه د امریکا د موقف ساتنه کوي.،،