د امریکا د باندنیو چارو د وزرات ویاندې تمي بروس د جولای پر ۳ په یوې بیانیې کې وویل چې ،،د امریکا متحده ایالت اقدام کوي چې د هغو سرچینو مخه ونیسي چې په مرسته یې ایران ددغه هیواد دباندي د تروریزم ملاتړ کوي او په کور دننه خپل خلک پرې ځپي.،،
په دې لړ کې د امریکا د باندنیو چارو وزات پر ښپږ سازمانونو او څلورو بیړیو بندیزونه لګوي چې د ایران څخه د پیټرولیم، پیټرولیم اړوندو توکو او د پیټرو کیمیکل موادو په خرڅلاوو ، رانیولو، انتقالولو او بازار موندنې کې د پام وړ نقش لوبوي.
په عین حال کې د امریکا د خزانې وزارت د قاچاق پر هغو شبکو باندې بندیزونه لګوي چې په ګډه یې د ایران د میلیاردو ډالرو په ارزښت د تیلو په انتقال او رانیولو کې لاس درلود.
د امریکا د خزانې وزارت دغه راز پر څو هغو بیړیو هم بندیزونه لګوي چې په پټه د ایران د تیلو په انتقال کې لاس لري. د هغو سازمانونو په ډله کې چې بندیزونه پرې لګیدلي دي د کمپنیو هغه شبکه هم شامله ده چې د عراقي تجار سلیم احمد سعید له خوا رهبري کېږي او د ایران تیل د عراق د تیلو په نامه یا د عراق د تیلو سره ګډ قاچاقوي او له دې لارې یې ډیره ګټه پورته کړې ده.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسینټ وویل چې ،، لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ روښانه کړه د ایران خپلو کړنو دغه هیواد ویجاړ کړ. په داسې حال کې چې دغه هیواد د سولې د انتخاب هر فرصت درلود، مشرانو یې پر ځای افراطیت غوره کړه.د خزانې وزارت به ایران د مالي سرچینو په نښه کولو ته ادامه ورکړي او پر دغه هیواد به اقتصادي فشار لازیات کړي چې ددغه رژیم لاس رسی هغو سرچینوته منحل شي چې د بې ثباته کونکو فعالیتونو د پاره کار ترې اخلي.،،
د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن بروس وویل چې ،، د امریکا متحده ایالات به د ولسمشر ټرمپ د فیبرورۍ د ۴ مې نېټې د ملي امنیت د جمهوري ریاست د دویم یاداښت سره سم اقدامات وکړي چې دغه یاداښت پر ایران باندې د اعظمي فشار د واردولو او هغو زیرمو ته چې دغه هیواد یې د بې ثباته کونکو فعالیتونو د تمویل دپاره کاروي د لاس رسي د بندولو امر کوي. مونږ به خپل په اختیار کې د ټولو هغو وسایلو نه کار واخلو چې د هغوکسانو پرضد اقدام وکړو چې د ایران د تیلو په غیرقانوني تجارت کې ښکیل دي.،،
لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ خپل د ملي امنیت په یاداښت کې ورته اشاره کړې ده ،، زما تر ټولو لوړ لومړیتوب دا دی چې د امریکا د متحده ایالاتو او د امریکا د خلکو امنیت او مصونیت تضمین کړم. ،، نوموړي زیاته کړه ،، ایران اوس هم په نړۍ کې د تروریزم مخکښ ملاتړ کونکی دی او د حزب الله، حماس، حوثیانو، طالبانو او القاعدې په شمول یې د نورو ترهګریزو ډلو سره مرسته کړې ده. په خپله د ایران د سپاه پاسداران ډله یو تروریستي سازمان دی.،،
دد ایران رژیم د ۱۹۷۹ کال راهیسې د امریکا او د امریکا د متحدید پرضد خپل خصومت بیان کړی دی.
ښاغلي ټرمپ وویل چې ،، د ایران چلند د امریکا د متحده ایالاتو ګټو ته ګواښ پیښوي. بنا دا د امریکا په ملي ګټه ده چې پر ایران باندې اعظمي فشار وارد شي چې خپل اټمي پروګرام ختم کړي، خپل د بالیستیکو توغندیوو پروګرام محدود کړي او د ترهګرو ډلو څخه د ملاتړ نه لاس واخلي.،،