Accessibility links

Breaking News

د ایران د غیر قانوني تیلو د شبکې پر سوداګرو بندیزونه


د امریکا متحده ایالاتو د جولای پر ۹ مه نېټه د ۲۲ سازمانونو پر یوې شبکې باندې، چې په بیلابیلو سیمو کې دي او د ایران د رژیم د تیلو د غیرقانوني قاچاق په کاروبار کې لاس لري، بیندیزونه وضع کړل.

دغه شبکې د تش په نامه کمپنیوو څخه په استفادې سره د ایران د سپاه پاسدارانو د قدس ډلې دپاره پیسې ټولولې او د تهران هغه کمپاینونه یې تمویلول چې هدف یې د نړیوالې سولې او امنیت تضعیف او د ایران د بالیستکی توغندیوو د پروګرامو تقویت و.

د ایران د سپاه پاسداران د قدس ډله تر زیاته بریده د ایران دباندي کمپنیو څخه ګټه پورته کوي چې دغه کمپنۍ د ایران دباندي بانکي حسابونو څخه کار اخلي ترڅو په سلګونو میلیونه ډالر چې د ایران د تیلو د خرڅلاوو نه ترلاسه کېږي، ځان ته انتقال کړي او بیا په مینځني ختیځ کې خپل د نیابتي ډلو د ترهګریزو فعالیتونو د ملاتړ دپاره وکاروي او دغه راز خپل د وسلو پروګرامونه په تمویل کړي.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسینټ وویل چې ،،د ایران رژیم تر زیاته کچه خپل پر غیر قانوني بانکي سیستم باندې اتکا کوي چې خپل د اټمي وسلو پروګرام او د بالیستیکي توغندیوو پروګرام تمویل کړي ددې پرځای چې د ایران د خلګو په ګټه کار وکړي.،،

دغه اقدامات د ولسمشر ټرمپ د اجرایوي فرمان په تعقیب ترسره کېږي او دا د فیبرورۍ د ۴ مې نېټې راهیسې کله چې ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت دویم یاداښت لاس لیک کړ چې هدف یې پر ایران باندې د اعظمي فشار واردول و، د بندیزونو دویمه لړۍ ده چې په ترڅ کې یې د ایران مخفي بانکي جورښت په نښه کېږي.

د جون پر ۶ مې نېټې د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیوو شتمنیوو د کنټرول څانګې یا او اف اې سي ۳۰ کسان او سازمانونه، چې د هغو ایراني دوو ورونو سره یې تړاو درلود چې د ایران دپاره یې په میلیاردو ډالره پیسې سپینې کړي دي، تور لست ته واچول. دغو ورونو په ګډه د نړیوال مالي سیستم په مرستې او د ایران د صرافیوو او بهرنیوو کمپنیوو په مرستې چې د دوي په کنټرول کې وې، پیسې سپینولې.

په ۲۰۲۴ کال کې په ترکیې کې میشت د پولکیولر اینرجي په نامه کمپنۍ د ایران د تیلو څو محمولې د ایران د سپاه پاسداران د قدس د ډلې څخه رانیولې چې ارزښت یې سلګونو میلیونو ډالرو ته رسیدی. دغې کمپنۍ، دغه معاملې د حزب الله سره تړلې د تیلو د مینځګړي کمپنۍ او د سپاه پاسداران د قدس د ډلې د چارواکو سره په همږغۍ وکړې.

د پولکیولر انرجي کمپنۍ ایران ته په هانګ ګانګ کې د میشتو جعلي کمپنیو له لارې او دغه راز د پوسته رسانې د خدماتو له لارې د تیلو پیسې انتقال کړې.

د ۲۰۲۴ کال په پیل کې، د ایران د سپاه پاسداران د قدس ډلې چارواکو د جې تي یو انرژي لمیټید په نامه کمپنۍ څخه چې په هانګ کانګ کې میشته وه کار واخیست چې د ګردیشګري بانک پرځای چې د امریکا له خواه پرې بندیز لګېدلی و، په لسګونو میلونه ډالر ترلاسه کړي. ایراني چارواکو دغه پیسې د حزب الله له خوا کنټرولېدونکي کمپنۍ او یوې بلې کمپنۍ له خوا چې په پاکستان کې میشته وه، د مایع پیټرولیم ګازو په مقابل کې ترلاسه کړې.

په دې نږدې وختونو کې، د ۲۰۲۵ کال په پیل کې، د سپاه پاسداران د قدس ډلې چارواکو د سیټو انټرنشنل لمیټید په نامه، یوې کمپنۍ په مرسته د جعلې کمپنیوو ترمنځ په میلیونو ډالر انتقال کړل.

د امریکا د خزانې وزیر خبرداری وکړ چې د امریکا متحده ایالات دې ته ژمن دي چې د ایران دغه غیرقانوني مالي جوړښت منحل کړي چې ایران ته ددې توان ورکوي چې امریکا او په سیمه کې زمونږ متحدینو ته ګواښ پیښ کړي.

XS
SM
MD
LG