د ترهګرۍ د تمویل ضد مرکز یا (ټي اف ټي سي) په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت یا داعش تسهیل کونکي په تور لست کې اچولي. دغه کسانو چې د جولای پر ۱۴ مې نېټې دغه لست ته واچول شول، د داعش د کلیدي مالي تمویل کونکو او فعالانو په توګه یې فعالیت کوی او د کانګو په ډموکراتیک جمهوریت، سومالیا او جنوبي افریقا کې یې ددغه تروریستي سازمان د فعالیتونو په تسهیل کې ونډه درلوده او ددغه سازمان د مشرانو سره یې مرسته کوله.
د ترهګرۍ د تمویل ضد مرکز یو داسې نهاد دی چې د ۷ هیوادونو ترمنځ تاسیس شوی دی او هدف یې ددغو هیوادونو ترمنځ، چې په کښي بحرین، کویټ، عمان، قطر، سعودي عربستان، عربي متحده امارات او د امریکا متحده ایالات شامل دي، د لازیاتې همکارۍ تقویت دی چې د ترهګرو مالي شبکې او ورته فعالیتونه چې د یادشویو هیوادونو په ګټه دي، شند کړي.
ټي اف ټي سي په ۲۰۱۷ کال کې تاسیس شو او هدف یې د ګډو خنثی کونکو اقداماتو همږغي ده چې په کښي د بندیزونه وضع کول، د ترهګرو د مالي سرچینو او شبکو په هکله د معلوماتو شریکول او ظرفیت لوړولو په موخه د ورکشاپونو دایرول شامل دي چې د ترهګرو د تمویل پرضد بنسټیزې دفاعي چارې لا غېښتلې شي.
ددغو کسانو له ډلې چې په تور لست کې اچول شوي دي یو یې زید ګنګت نومېږي چې په جنوبي افریقا کې میشت د داعش روزونکی او تسهیل کونکی دی. په جنوبي افریقا کې د داعش مشرانو په تاریخي لحاظ پر غلا،فشار او د پیسو په مقابل کې پر اختطاف اتکا کړې چې عاید پیدا کړي او بیا یې د داعش د تروریستي سازمان د تمویل دپاره وکاروي.
دغه راز په لست کې د کانګو په جمهوریت کې میشته، حمیده نباګله هم شامله ده چې په مرکزي افریقا کې د داعش د مالي سرچینو دپاره د مینځګړي په توګه فعالیت کوي . دغه راز پر نباګله باندې د ۲۰۲۱ کال د اکټوبر د میاشتې د کمپالا د بمي چاودنې د تمویل پړه هم ده چې په کښي یو کس ووژل شو او لږ تر لږه درې تنه نور ټپیان شول.
په ۲۰۲۱ کال کې د یوګاندا چاراکو د داعش یو غړی ونیوی چې د نباګله څخه یې پیسې ترلاسه کړي وې. دغه راز هغې دا هڅه هم کړې چې خپل درې ماشومان د یوګاندا څخه په قاچاقي ډول د کانګو جمهوریت ته انتقال کړي او هلته یې د داعش سره تړلو کمپونو ته واستوي.
همدا راز د ۲۰۱۹ کال راهیسې عبدالولي محمد یوسف په سومالیا کې د داعش سره تړلې ډلې مشري کوي او د داعش د سمالیا د څانګې په استاځیتوب یې د بهرنیوو جګړه مارانو په انتقال، هغو ته په تامیناتو او مهماتو ورکولو کې په خپله شخصا کلیدي رول لوبولی دی. د داعش د سومالیا څانګه د افریقا په قاره کې ددغه تروریستي سازمان د نورو څانګو او شبکو په تمویل کې یو مرکزي رول لوبوي.
په سومالیا کې د داعش ډلې په میاشت کې په لکاوو امریکايي ډالر پیسې د زر اختطاف او نورو غیرقانوني فعالیتونو په مرسته ټولې کړي دي چې د پیسو اندازه په ۲۰۲۱ کال کې ۲،۵ میلونو ډالرو ته ورسیده او دغه راز د ۲۰۲۲ کال په لومړۍ نیمايي برخه کې ۲ میلونو آمریکايي ډالرو ته ورسیده.
د امریکا د خزانې د وزارت د ترهګرۍ ضد د استخباراتو او مالي سرچینو د معینیت سرپرست بردلي سمیډ وویل چې ،، دغه وروستي اقدام زمونږ ګډ تعهد څرګندوي چې د داعش او نورو ترهګرو ډلو په برخه کې یې لرو چې هرځای چې فعالیت کوي نړیوال مالي سیستم ته یې لاس رسی منحل کړو. د امریکا متحده ایالات او د ټي اف ټي سي ملګري هیوادونه یې دې ته ژمن دي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ترهګرې ډلې د هغوي تمویل کونکي او د تسهیل شبکې چې په نړۍ کې مرګوني بریدونه کوي او بې ثباته کونکي فعالیتونو ترسره کوي په نښه کړي.،،