Accessibility links

Breaking News

امریکا په غزه کې د بشري وضیعت د ودې دپاره اصرار کوي


په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرستې استاځې دوروټي شي وویل چې د امریکا متحده ایالات په غزه کې د رامنځ ته شوي بشري وضیعت د حل دپاره په فعال ډول کار کوي او په عین حال کې د امریکا ځانګړی استاځی سټیف ویټکاف خپل کار ته ادامه ورکوي چې یوې داسې موافقې ته ورسېږي چې په لړ کې به یې یرغمل شوي کسان آزاد شي او په غزې کې به اوربند راشي.

سفیرې شي وویل چې اسرایلو د پیشنهاد شوي اوربند شرایط منلي دي خو ،، حماس اوس هم په شدت سره دغه شرایط ردوي.،،

هغې داسې وویل:،،مونږ به دغه دنن اوربند ته ورسېږو که چیري حماس پر میز باندې پروت پیشنهاد ومني. په غزه کې د روان وضعیت مسولیت یواځي او یواځي حماس ته راجع کېږي. د امنیت شورا غړي او د ملګرو ملتونو سیستم باید نور ځنډ ونکړي چې پر هغه ځای فشار وارد کړي چې مستحق یې دی لکه پر حماس چې د ۵۰ کسانو په یرغمل کې ساتلو سره، چې په کښي د عمر نیوترا او اتلي چن په نامه دوه امریکایان هم شامل دي، جګړه اوږدوي.،،

هغې زیاته کړه ،، د امریکا متحده ایالات د غزې ملکیانو ته د مرستو رسولو نه ملاتړ کوي،، خو دغه کار باید ،، داسې ترسره شي چې حماس ته په کښي ګټه ونرسېږي.،،

د غزې د بشري بنیاد یا (جي اچ اف) په نامه سازمان چې د ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې یې په غزې کې وروسته له هغې فعالت پیل کړ چې ادعاوې خپرې شوې چې حماس په غزه کې مرستې بې ځایه کوي. د امریکا او اسرایلو حکومت ددغه سازمان څخه ملاتړ کوي.

میرمن شي د ملګرو ملتونو د غړو څخه وغوښتل چې ،، د (جي اچ اف) سازمان ملاتړ وکړي او هغه غلط معلومات بدرقه نکړي چې حماس ته ګته رسوي او په غزې کې د ملکیانو دپاره د مرستو مصونه لاره تضعیفوي.،،

هغې داسې وویل ،، دا د نه منلو خبره ده چې ددې شورا غړو خپل تمرکز پر جي اچ اف انتفاد کولو ته اړولی دی ددې پرځای چې حماس او د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې وغندي چې په غزه کې په دوامداره ډول ملکیان زوروي. دا کار ددې سبب ګرځي چې د ملګرو ملتونو په هکله د اعتماد خلا پراخه شي.،،

ملګري ملتونه تراوسه پورې په دې کې پاته راغلي دي چې د (جي اچ اف) پر پرسونل باندې د حماس بریدونه وغندي . حماس بې ګناه فلسطینيان وژلي او دوه تنه امریکایان یې چې د (جي اچ اف) د سازمان دپاره یې کار کوی او هڅه یې کوله چې ملکیانو ته خواړه ورکړي، ټپیان کړي دي.

د خیره مرستو د رسولو په پخواني سیستم کې حماس په سیستماتیک ډول بشري مرستې غلا کولې او د مرستو څخه یې د کنټرول د یوې وسیلې په صفت کار اخیستی. تر دغه دمه د (جي اچ اف) سازمان په غزې کې په بریالیتوب سره ۷۶ میلیونه د خوراکي موادو بستې پر ملکیانو ویشلي دي.

میرمن شي وویل چې ،، مونږ د امنیت شورا د غړو څخه غواړو چې زمونږ سره یوځای شي او د (جي اچ اف) سازمان د فعالیت څخه ملاتړ وکړي په داسې حال کې چې دغه سازمان په سیمه کې ملکیانو ته ژوند ژغورنکي مرستې وررسوي.،،

XS
SM
MD
LG