Accessibility links

Breaking News

  په کولمبیا کې د بشپړې سولې دپاره غوښتنه


د امریکا متحده ایالات په کولمبیا کې د ثبات او سولې ملاتړ کوي او د کلونو په اوږدو کې د مخدره موادو سره تړلې ترهګرۍ ګڼ شمیر قربانیانو ته د عدالت غوښتنه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سیاسي قونسل تینګ وو وویل ،، خو په کولمبیا کې حقیقي او تل پاتې سوله اوس هم ترلاسه شوې نه ده. په داسې حال کې چې په ځینو برخو کې پرمختګ شوی دی، ناسم سیاسي مشري تراوسه پوري شوی پرمختګ او په اوږدمهاله کې د ټولو کولمبیایانو دپاره سوله، د ګواښ سره مخامخ کوي.،،

میرمن وو وویل چې د امریکا متحده ایالات د غیر قانوني مسلح ډلو له خوا د تاوتریخوالي د زیاتولي له کبله اندښمن دی په خاصه توګه هغه تشدد چې د کولمبیا د داخلي ټولټاکنو سره تړاو لري.

هغې داسې وویل ،،د امریکا متحده ایالات په کولمبیا کې د روان سیاسي تشدد هر ډول، په سختو ممکنه الفاظو غندي. سیاسي تشدد او بې اتفاقي سولې او ثبات ته مستقیم ګواښ دی… مونږ په دې برخه کې اندښمن یوو چې د تشدد د کمولو پرځای د کولمبیا حکومت په غیر منظم ډول بیړه کوي چې د څو مسلح ډلو سره مزاکرات پیل کړي چې دې کار ددغو ډلو دپاره لازیاته زمینه مساعده کړې چې خپلو حملو ته زور ورکړي چې د مزاکراتو پرمهال قوي موقف ولري.،،

میرمن وو وویل چې د کولمبیا په حکومت کې د هغو ټولنو سره چې جګړې ځپلي دي د همږغۍ نشتون د سولې بهیر په بشپړ ډول کمزوری کوي.

هغې داسې وویل: ،، د لیرو پرتو سیمو د امنیت په برخه کې د حکومت د حضور کمښت چې د مصونې، عادلې او باسعادته راتلونکې دپاره اړین دي شوی پرمختګ د خنډ سره مخ کوي.،،

میرمن وو خبرداری ورکړ چې ،، د مخدره موادو د ډلو پرضد محدود پرمختګ او دغه راز د خوشحاله ساتلو پالیسوو، د امنیت په برخه کې هغه بریالیتوبونه له مینخه وړي چې په تیرو لسیزو کې ترلاسه شوي وو او د کولمبیا د حکومت د ځینو برخو نه اقدام د کولمبیا خلک لازیات د ګواښ سره مخ کوي او ددې خطر شته چې دغه هیواد بیرته منازغې ته ستون شي.،،

د بشپړې سولې ژمنه اوس هم نامعلومه برېښي.

په پای کې میرمن وو وویل چې د سولې د هر بهیر سیاسي کول دهغه بهیر د بریالیتوب چانس لږوي. او دغه راز د سیاسي اهدافو دپاره مجرمینو ته پناه ورکول د تل پاتې سولې ټول امیدونه کمزوري کوي. هغې وویل چې ،، قربانیان د عدالت مستحق دي.،،

د سولې پر وړاندې ددې خنډونو په لړ کې د امریکا متحده ایالات د کولمبیا د حکومت څخه غواړي چې خپل غزم قوي کړي او د عامو کولمبیایانو هڅې تشویقوي چې د تشدد لیري ځانونو ته ژوند برابر کړي.

د امریکا متحده ایالات د کولمبیا پر حکومت باندې غږ کوي چې د مجرمینو د معافیت نه لاس واخلي او د تروریزم د هغو بې شماره قربانیانو په څنګ کې ودریږي چې غواړي په کولمبیا کې تل پاتې سوله او امنیت وي.


XS
SM
MD
LG