Accessibility links

Breaking News

د امریکا او اندونیزیا ترمنځ تاریخي تجارتي موافقه


د ولسمشر ټرمپ د حکومت یو اصلي هدف د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو سره د متقابلې سوداګرۍ رامنځ ته کول دي. ولسمشر ددې هدف پر لورې یو ګام پورته کړ کله چې یې د اندونیزیا سره د سوداګرۍ نوې تاریخي موافقه اعلان کړه.

د سپینې ماڼۍ په وینا دغه موافقه امریکایانو ته د جنوب ختیځې آسیا په دغه هیواد کې بې ساری لاس رسی ورکوي او د امریکا د تولید، زراعت او ډیجیتال سکتورونو ته د پرمختګونو زمینه مساعدوي.

ددې موافقې پراساس به اندونیزیا امریکا ته بالمثل ۱۹ فیصده تعارفه ورکړي. اندونیزیا ژمنه کړې ده چې پر ۹۹ فیصد امریکايي توکو باندې به چې اندونیزیا ته په بیلابیلو سکتورونو کې صادریږي، د دوي په خوښه تعارفوي موانع لیري کړي. په دې کې زراعتي تولیدات، د روغتیا د برخې تولیدات، ماهیان، د معلوماتي او مخابراتي ټیکنالوژۍ اړوند وسایل، د موتړ د صنعت توکي او کمیاوي مواد شامل دي. دا به د صادراتو په برخه کې د امریکا د بیلابیلو سکتورونو دپاره مارکیټ ته د لاس رسي فرصتونه برابر کړي او د امریکایانو دپاره به د ښه کیفیت کارونو په برخه کې مرسته وکړي.

اندونیزیا دغه راز هوکړه کړې چې په اندونیزیايي مارکیټونو کې د امریکا د زراعت د برخې د محصولاتو پر وړاندې خنډونو لیري او د حل لاره ورته وموندي.

د امریکا متحده ایالات او اندونیزیا به د مبدا د قوانینو په هکله مزاکرات وکړي چې ددې قانون له مخې د یوه توکي د تولید او جوړیدو ملي مرجع ټاکل کېږي. دغه قوانین دا تشخیصوي چې یو توکی چیري جوړ شوی ترڅو په سوداګریزو هوکړه لیکونو کې هماغه هیوادونو ته ګټه ورسېږي او دریمو هیوادونو ته ګټه ونرسېږي.

د امریکا متحده ایالات او اندونیزیا به د ډیجیتلي سوداګرۍ، خدماتو او پانګونې په برخه کې خپل تعهدات نهايي کړي. په دې کې د اندونیزیا تعهد هم شامل دی چې دا یقیني کړي چې خپل هغه قابلیت یقیني کړي چې ددې وړتیا لري چې شخصي معلومات د خپل قلمرو څخه امریکا ته انتقالولای شي.

اندونیزیا ژمنه کړې چې د نړۍ د فولاد په مجمع کې ګډون وکړي او د فولادو د اضافي تولید د برخې د ستونزې د حل او تاثیراتو دپاره یې اقدامات وکړي. د امریکا متحده ایالات او اندونیزیا دې ته ژمن دي چې د عرضې د لارې پر لا غښتلتیا کار وکړي او د یوه بل سره همکاري وکړي. په دې کې د ګمرکاتو ځخه د سرغړونې ستونزه او د صادراتو د کنټرول مسله او د پانګې د امنیت مسله شامله ده. په دې کار سره به اندونیزیا امریکا ته د بیلابیلو صنعتونو په برخه کې پر خپلو ټولو صادراتو محدودیتونه لیري کړي چې په کښې نادره معدنیات هم شامل دي.

اندونیزیا ددې هوډ هم کړی چې د هغو توکو پر وارداتو باندې لګیدلی بندیز رعایت کړي چې په کښي د جبري کار نه استفاده شوې ده او هغه قوانین لیري کړي چې کارګران د اتحادیو د جوړولو، د خپلو حقوقو ددفاع او د غونډو د دایرولو د حق څخه محروموي.

ولسمشر ټرمپ د سوداګرۍ داسې موافقه ترلاسه کړه چې راتلونکې په پام کې ساتي، جدي ده او د امریکا کارګرانو، صادر کونکو، بزګرانو او د ډیجیتل برخې نوښتګرو ته به ګټه رسوي. سپینې مانۍ ویلي دي چې دعه موافقه په اصل کې ګټل بیانوي چې د امریکایانو په استاځیتوب ګټل یعنی څه او څنګه ښکاري.

د اندونیزیا سره شوې موافقه دا ښيي چې امریکا څنګه کولای شي چې خپل د داخلي تولیداتو دفاع وکړي، خپل د دفاع صنعت غېښتلی کړي په داسې حال کې چې د خپلو تجارتي ملګرو سره مخ پر وسعت مارکیټونو ته لاس رسی پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG