Accessibility links

Breaking News

د کانګو او رواندا ترمنځ د سولې د تړون لا زیات پلي کیدل


د کانګو د ډموکراتیک جمهوریت او د رواندا ترمنځ د سولې د موافقې د ملاتړ په موخه د امریکا متحده ایالاتو په دې ورستیو کې د دوو بیلابیلو غونډو کوربه توب وکړ چې هدف یې د یادشوي د سولې د تړون د امنیتي برخو تطبیق او د اقتصادي ودې دپاره د یو چوکاټ جوړول دي.

دغه دواړې مسلې د ګریټ لیکس یا غټو جهیلونو په سیمه کې د اوږدمهاله ثبات او سولې د ترلاسه کولو دپاره اړینې دي.

د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د امریکا د باندنیو چارو د وزارت سیاسي معینې الیسن هوکر او لوړ پوړي استاځي مساد بولوس د جون په ۲۷ مه نیټه د وزیرانو په کچه د کانګو او رواندا ترمنځ د سولې د موافقې د لاس لیک د غونډې کوربه توب وکړ.

د باندنیو چارو وزیر روبیو داسې وویل « دا د ۳۰ کاله جګړې وروسته یوه مهمه شیبه ده.»

د افریقايي اتحادیې، قطر او توګو سره د نږدې همږغۍ له لارې د امریکا متحده ایالات په دوامداره توګه د دواړو اړخونو سره کار کوي چې دا یقیني کړي چې د سولې په موافقې کې مطرح شوي مکلفتیونه پلي شي.

د اګست په لومړۍ نیټه، د کانګو او رواندا استاځو د سیمه ایز اقتصادي یوځای کیدو د چوکاټ پر متن کار پیل کړی چې د سولې د موافقې یوه غوښتنه وه. د انرژۍ، بسنټونو، معادنو، د ملي پارکونو د ادارې، تیوریزم او عامې روغتیا په برخو کې د نږدې همغږۍ له لارې به کانګو او رواندا اقتصادي پرمختګ رامنځ ته کړي او د ګریټ لیکس یا غټو جهیلونو په سیمه کې به د خلکو او ټولنو ژوندانه ته وده ورکړل شي.

دغه راز د جولای په ۳۱ مه نېټه، د کانګو او رواندا استاځو د نظارت د ګډې کمېټې لومړنۍ غونډه وکړه چې د رواندا او کانګو ترمنخ د سولې د شوې موافقې د تطبیق ملاتړ وکړي.

ددې کمیټې د کار څخه د امریکا متحده ایالاتو، د افریقايي اتحادیې کمیسون، قطر او توګو نظارت وکړ.دغه کمیټه د سولې د موافقې د تطبیق او د جنجالونو د حل مسولیت په غاړه لري.

د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویاندې په یوې بیانیې کې داسې وویل«د روانې اونۍ لیده کاته د سولې د موافقې د تطبیق په برخه کې یو ستر ګام دی چې په لړ کې یې رواندا او کانګو د معنی ډک اقدمات کوي چې خپل ترمنخ امنیتي او اقتصادي همکارۍ ته وده ورکړي. د امریکا متحده ایالات یو ځل بیا خپل پر تعهد باندې، چې ددغو هڅو نه ملاتړ وکړي، ټینګار کوي په داسې حال کې چې دخیلې خواووې د سولې د موافقې د تطبیق په برخه کې پرمختګ کوي.امریکاپه واشنګټن ډي سي کې د جمهورو ریسانو سرمشریزې غونډې ته سترګې په لاره ده ترڅو سوله، ثبات، اقتصادي سعادت وهڅوي.»

XS
SM
MD
LG