Accessibility links

Breaking News

ولسمشر ټرمپ آزربایجان او ارمنستان ته سوله راولي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په دې ورستیو کې په سپینه ماڼۍ کې د آزربایجان د ولسمشر الهام علیوف او د ارمنستان د لومړي وزیر نیکول پیشینیان کوربه توب وکړ چیري چې ددواړو هیوادونو مشرانو د لسیزو ترخو جګړو او ګن شمیر انسانانو د وژل کېدو وروسته د سولې یو ګډ تاریخي پریکړه لیک لاس لیک کړ.

ارمنستان او آزربایجان د ۱۹۸۰ لسیزې راهیسې کله چې د نیګارنو قره باغ سیمه چې د آزربایجان مربوط وه او اکثره اوسیدونکي یې په قوم ارمنیان وو د ارمنستان په مرستې د آزاربایجان څخه جلا شوه، د یوه بل سره خرابې اړیکې لري.

دغه جګړې په ۲۰۲۰ کال کې د پام وړ په اندازه شدت واخیست او په ۲۰۲۳ کال کې بیا ونښته چې په ترڅ کې یې آزربایجان بیرته ددې سیمې کنټرول په لاس کې واخیست.

دواړو هیوادونو دغه راز د امریکا د متحده ایالاتو سره دوه اړخیزه اقتصادي تړونونه هم لاس لیک کړل چې په لړ کې یې د قفقاز د جنوب د سیمې دپاره د سوداګرۍ، ترانزیت، انرژۍ، بسنټونو او ټیکنالوژۍ په برخو کې د پام وړ سهولتونه برابرېږي او د امریکا د خلکو او کاروبارونو دپاره نوي فرصتونه رامنځ ته کېږي. په حقیقت کې ارمنستان موافقه کړې ده چې امریکا ته به د زنګېزور د دهلیز د ودې بشپړ حقوق ورکوي او دغه سیمه به امریکا ته د ۹۹ کلونو دپاره په اجاره ورکړي. امریکا به دغه سیمه یو کنسرسیوم ته په اجاره ورکړي چې د اورګاډي، تیلو، ګازو او فایبر آپټک لاینونه وغځوي او ورته په ۲۷ مایله دهلیز کې انکشاف ورکړي.

ولسمشر ټرمپ داسې وویل « د ۳۵ کلونو راهیسې ارمنستان او آزربایجان د یوه بل سره په یوې ترخې شخړې کې ښکیل وو چې په دواړو خواوو کې د زیاتو غمیزو باعث شو.. زیات شمیر کسانو هڅه وکړه چې دې شخړې ته د حل لاره پیدا کړي.... او کامیابه نشول. ددې تړون سره مونږ بالاخره د سولې په راوستلو کې بریالي شوو. ارمنستان او آزربایجان دواړه هوډ کوي چې خپل ترمنځ ټولې جکړې د تل دپاره ودروي او د سیاحت، سوداګرۍ، او پراخو ډیپلوماتیکو اړیکو دپاره ور پرانیزي په داسې حال کې چې د یوه بل د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی به کوي.»

د آزربایجان ولسمشر علیوف داسې وویل «دا یوه داسې ورځ ده چې د آزربایجان خلک به یې په یاد لري او په فخر سره به د ولسمشر ټرمپ څخه منندویه وي. ولسمشر ټرمپ په دې وتوانید چې د څو میاشتو په اوږدو کې په آسیا، افریقا او اوس په جنوبي فققاز کې جګړې پای ته ورسوي. مونږ دا کار د ۳۰ نه په زیاتو کلونو کې ونشو کړای . مونږ به د متقابل برخورد، جګړې او وینې تویدنې دا فصل ختم کړو او خپل د ماشومانو دپاره به د یوه مصونه او روښانه راتلونکې فصل پیل کړو.»

د ارمنستان لومړي وزیر پشینیان د سولې د تړون د لاس لیک پر مهال داسې وویل « مونږ د آزربایجان او ارمنستان ترمنځ په اړیکو کې یو د پام وړ مقطع ته ورسیدو. مونږ په خپل منځ کې د یوه لا ښې کیسې د پیل د اساس ډبره ایږدو چې دا به تر پخوانۍ کیسې لا ښه وي. د ولسمشر ټرمپ د شخصي ښکیلتیا او سولې ته د با عزم هوډ پرته به دا لاسته راوړنه ممکنه نه وای. »

د ارمنستان او آزربایجان ترڅنګ ولسمشر ټرمپ د کمبوډیا او ټایلنډ، اسرایل او ایران، رواندا او کانګو، هند و پاکستان، مصر و ایتیوپیا، او سربستان او کوسوو او د ابراهیم تړونه په برخه کې بریالی مینځګړیتوب کړی دی.

ولسمشر ټرمپ داثابتوي چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ملتونه کولای شي چې د اوږدې مودې شخړې تر شا پرېږدي او یوه داسې راتلونکې غوره کړي چې په کښې سوله، سعادت او بریالیتوب وي.


XS
SM
MD
LG