د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د اسیب پذیره مهمو معدني منابعو د رسولو ځنځیري لارو د خوندي ساتنې دپاره د خپلې ژمنې د پوره کولو په لور ښه پرمختګ کوي.
د دفاع وزارت د ستراتیژیکو پانګو دفتر، یا (OSC) وویل د دې وروستۍ خبرتیا په خپرولو سره د خپل لومړني رسمي پور په ورکولو سره د امریکا صنعتي بنسټ او د هغې د مهمو معدني منابعو د رسولو لارې تقویه کړي.
د ۲۰۲۵ کال د جولای میاشتې په اوږدو کې د دفاع وزارت OSC دفتر او MP Materials په نوم کمپنۍ ته د یوه پراخ تړون په ترڅ کې چې د امریکا د نادره ځمکنیو موادو د کانونو استخراج کوونکی شرکت دی، د ۱۵۰ میلیونه ډالرو پور ورکړ چې د MP Materials د پروسس موجوده فابریکې د درنو نادرو ځمکنیو موادو د جلا کولو وړتیاوې لوړې شي.
د دفاع وزارت د څیړنې او انجنیرۍ د څانګې مرستیال، ایمیل مایکل وویل،
"زه د ستراتیژیکو پانګو دفتر ته د دې لویې لاسته راوړنې په مناسبت مبارکي وایم، او زه د دې ګډې او متمرکزې هڅې او د دفاع وزیر ښاغلي پیت هیګسیت او د مرستیال فاینبرګ له ملاتړ څخه مننه کوم او ویاړم چې دا تړون وشو"
هغه زیاته کړه چې، "د دې پور له لارې، موږ د خپلو کورنیو مهمو معدني منابعو د رسولو او د لارو د بیا رغولو دپاره یې قاطع اقدامات کوو، خپل صنعتي بنسټ بیا ژوندی کوو، او د خپل پوځ د بیا رغونې لپاره د ولسمشر ټرمپ له خوا د سولې د پیاوړي ځواک د هدف په لور کار ته دوام ورکوو."
د OSC د ۱۵۰ میلیونه ډالرو د پروژې تمویل د "One Big Beautiful Bill Act" د فرمان په صادرولو تر لاسه شو، چې ولسمشر ټرمپ د جولاۍ په څلورمه د قانون په توګه لاسلیک کړ. دا قانوني لاریحه د دفاع وزارت د ستراتیژیکو پانګو دفتر دپاره د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د ډاډمنې سبسایډي تمویل برابروي، چې په ځانګړې توګه د مهمو معدني منابعو تولید او اړوندو صنعتونو او پروژو لپاره تر ۱۰۰ میلیاردو ډالرو پورې د پورونو تمویل ځانګړی شوی دی.
د دفاع وزارت د ستراتیژیکو پانګو د دفتر سرپرست مدیر، پاټریک ویټ وویل،"د چین کمونسټ ګوند د نړیوالو مهمو معدني منابعو د رسولو لارو ته زیان رسولو په موخه د خطرناکو اقداماتو له لارې د امریکايي اقتصادي او ملي امنیت د له منځه وړلو هڅې کړې دي.
هغه زیاته کړه، "له خپلې لومړۍ دورې راهیسې او د هغه نه مخکې هم د یوه امریکایي وګړي په توګه، ولسمشر ټرمپ تل دا واضحه کړې چې اقتصادي امنیت د ملي امنیت یوه برخه ده. د دې هدف لپاره، ولسمشر د دفاع وزارت ته صلاحیت ورکړ چې د چین لخوا د رامنځته شوي ګواښ سره مبارزه وکړي. دغه ملاتړ د وزارت له خوا د ځواب او کاري اقدام برخه ده او زموږ عزم ښیي چې له اقتصادي اړخه د ځپل کیدو پر وړاندې مبارزه کوو چې د خپل هیواد د صنعتي بنسټ او وسله والو ځواکونو پر بې سارې برلاسي ځان پوره ډاډمن کړو."
ولسمشر ټرمپ د مارچ په ۲۰ نېټه د خپل اجرائیه حکم په ترڅ کې "د امریکایي معدني تولیداتو د زیاتولو دپاره د ځانګړو تدابیرو یادونه وکړه. "زموږ ملي او اقتصادي امنیت د تړلو معدني تولیداتو په برخه کې د دښمنانو د قوت له کبله د شدید خطر سره مخ کیدای شي. زموږ د ملي امنیت لپاره خورا اړین دا دی چې متحده ایالتونه په عاجله توګه د کورنیو معدني تولیداتو د زیاتوالی دپاره ګام پورته کړو." امریکا اوس دغه اقدامات ترسره کوي.